د دریو رښتینو لنډو کیسو یوه مهمه پایله

حامد افغان –

د دې موضوع د ښه وضاحت او روښانولو له پاره یوه نه درۍ رښتینې لنډکۍ کیسې را اخلم، په دې سره به موضوع له روښانه کیدلو سره په دماغونو کې هم په اساني سره ځای ونیسي او که مو یو وخت دامهمه موضوع چاته رسوله د ښایسته کیسو ور اورولو په ترڅ کې به مو د ژوند خورا مهمه لارښوونه هم ورته رسولې وي. پام مو وي چې کیسو ته د تعجب په مهال په سر ښورولو سره چوپتيا مه غوره کوئ پایله یې مهمه ده یاد یې لرئ، ګټه ورنه واخلئ او نورو ناخبره خلکو ته یې هم ورسوئ.

《1》

هټلر د خپل فوځ دری جنرالان په نه بښونکي جرم ونیول، دریواړو ته یې په عجیبه طریقه د مرګ سزا واوروله، هغه داسې چې دريواړه به په تنګو خونو کې اچوي د خونو ټول منافذ او چولې به کلکې بندوي وروسته به خونو ته د زهرجن غاز پایپونه تیرول کیږي. او همداسې وشول، له یوې ورځي او شپې وروسته چې خونې خلاصي شوې دريواړه جنرالان مړه پراته وو. عجیبه داوه چې خونو ته تش پایپونه غزول شوې وو ، نه زهرجن غاز و او نه هیڅ شی!!

《2》

د غذايي توکو په یوه لویه عمده فروشي کې مازدیګر مهال یو کاریګر په ګودام کې ناوخته شو، دی د یخچال په لویه خونه کې بوخت و د هغه دروازه اتوماتيک بنده شوه نور کاریګر ټول وتلي وو سبا د جمعي د ورځې رخصتي هم وه نارو سورو ګټه نه لرله او کاریګر غریب د یخچال په خونه کې بند پاته شو، په یخچال کې څو ګړۍ وخت تیرول سخت و او دوه شپې یوه ورځ تیرول ناممکن و .کاریګر په يخچال کې د مرګ په انتظار ډډه ووهله، قلم او کاغذ ورسره و او خپل حالت یې لیکی، لنډه دا بله ورځ چې ګودام خلاص شو په یخچال کې کاریګر مړ پروت و، هغه په یوه کاغذ خپل مختلف حالات او د یخ په مقابل کې یې د خپلې لږځواکي پوره کیسه لیکلې وه په اخرکې یې دا جمله لیکلې وه چې: نور د لیکلو توان په ختمیدا ده څو ګړۍ وروسته به مرم ..

عجیبه خو دا وه چې هر وخت به دا ګودام بندیده نو په ټولو یخچالونو به یې برق قطعه کاوه او دا یخچال هم په برق کې نه و، بیخي کم یخ و خو کاریګر بدمرغه له دې نه و خبر هغه فکر کاوه چې یخچال له برق سره وصل ده!!

《3》

یوه ډاکټر له محکمي نه په اعدام محکوم بندي وغوښت محکمي د بندي په خوښه اجازه ورکړه، ډاکټر او د هغه د کارټیم بندي ته وویل: موږ به ستا کورنۍ ته ډېرې پیسې ورکړو، زموږ په علمي څیړنه کې به ستا یادونه هم کوو او… او ته خو هسې هم اعدامیږې خو ستا د اعدام کار د یوې مهمي څیړنې په نیت موږ ترسره کوو او هغه داسې چې موږ ستاله بدن نه ستا ټوله وینه کاږو او په دې توګه به ته وژل کیږې، بندي موافقه وښودله.

ډاکټر د هغه سترګې وتړلې په لوړه چوکۍ یې کیناوه په سینه کې یې د زړه پرځای دوه نسبةً لوی پایپونه وردننه کړل، هغه یې د ده له غځیدلو لاسونو سره د ده ترڅنګلو ورسول هلته یې بندي ته داسي وښودله چې د ده د زړه رګونه یې پریکړل، د ده په سر یې له تبڼو اوبو ډکه یوه بالټۍ راوځړوله، په پایپونوکې یې د دې بالټۍ اوبه چې د وینې په څیر تبڼې وې تیري کړې، د ده له دواړو لاسونو لاندې یې تشې بالټۍ کېښوودلي، په بالټیو کې د اوبو د څاڅکو لویدلو غږ داسې و لکه د وينې څاڅکي چې په کي لویږي.

څه وخت وروسته ډاکټر او ټیم یې د بندي په بدن کې ژیړوالی او پوره تغیر ولید چې د هغه سترګې یې خلاصي کړې هغه مړ و!! . دا په داسي حال کې چې له بدنه یې یو څاڅکی وینه هم نه وه تللې بلکي د هغه برنۍ بالټۍ اوبه څڅیدلې وې، او پوره په دومره وخت کې ومړ لکه په واقعي توګه چې په څومره وخت کې د یوه انسان له بدن نه وینه وایستل شي او هغه ومري.

پایله:

د حقیقت په څیر که پیاوړی خیال عقل ته يو شی وړاندي کړي عقل د بدن غړیو ته امر کوي چې د کار پرېښودلو ته ځانونه تیارکړئ د عقل په نزد جد او هزل یا ټوکې او رښتیا یو ډول دي، د هټلر د جنرالانو عقلونو د خیالي زهرجن غاز پر اساس خپل غړي له کاره ودرول. د یخچال د بندي عقل تخيلي یخ په حقیقي هغه واړوه او پر اساس یې بدن د مرګ کومي ته وسپاره. د ډاکټر له تجربې لاندې بندي په دې خیال و چې په پایپونوکې روانې تبڼې اوبه یې د زړه وینې دي. او دا خیالي ویني یې عقل ورته حقیقي ویني وګرځولې. زموږ د دماغو نه منفي او مثبت میسجونه او پیغامونه زموږ د ژوند پریکړې په لاس کې لري، زموږ روحيات او روان موږ ته ژوند نښې ټاکي.

ته خپل ځان په کم کار ستړی وبوله اوخپل عقل قانع کړه چې سخت ستړی یم همدا کمه ستړیا دې له نوره کاره اچوي او خامخا به غزيدلې پښې پروت یې، او که عقل ته ايجابي پیغامونه ولیږل شي او قناعت ورکړې چې د نن په څلرويشت ساعتونو کې شپاړس یې بې تکلیفه کارکولی شم په باور سره به شپاړس ساعته ګړندی لګیا یې او نشیط او بیدار به هم یې.

تاسو چې په خپل خیال کې ځان ته کومه نقشه تیاره کړئ ستاسو عقل او بدني ځواک کټ مټ هغه نقشه پلې کوي په دې اړه په روحي او رواني لحاظ ځانونه پوره خبر کړئ، زموږ او ستاسو باطني او داخلي ځواکونه چې کوم کارونه کوي ډېر کم خلک په هغه پوهیږي. که موږ په دې اړه ډېر کم معلومات لرلی او هغه مو عامو خلکو ته هم رسولې وی د کوډګرو او تورزړو دمګرو له مسلطو فتنو او ويړشر نه به مو تر ډېره حده ځانونه او عام خلک ژغورلي وو. کوډګر او جادو ګر همدا حربې او کتارونه کاروي او ناخبره خلک دروهي او لوټوي.

په ټولیزه توګه د ژوند د نیکمرغي او بدمرغي په اړه همدغه فارمول کارګر ده، که په خدای درکړې کمو نعمتونو راضي او ځان خوشاله وبولئ، ټولې ستونزې د ژوند برخه او په هر ډول کم او لوی نعمت مکرر شکر اداکړئ، هر وخت له الله راضي او (الحمدلله) په خوله ولرئ، که مو په ذهن او روان کې همدا نقشه پخه کړه ترټولو لوی نیکمرغه او خوشاله انسان به یې. او د دې پرعکس په ذهن کې د خپل ژوند توره او بدمرغه نقشه تیارول ستاسو په واک کې پریمانه نعمتونه او خوندونه درباندې ترخوي او لنډه دا چې د نیکمرغي له پریمانه وسایلو سره به د بدمرغي په تمبلۍ کې ایسار پاته وئ. لاسمح الله.

داراز په کور کلي کې کله د ژوند د ناوړه شرایطو لامله کومه خوارکۍ میرمن زړه تنګې شي د زړه تنګسیا عادي حالت ده ډېرو روغو او خوشاله خلکو ته هم کله کله پیدا کیږي. خو هغه عاجزه میرمن په ناخبره خلکو کې اوسي خواښې یې ووایې رنګ یې الوتی ښکاري، بله کليواله بوډۍ ورته ووایې سترګې یې هم لويدلې معلوميږي او داسي نور… کوډګر او دمګري ته یې ورسوي هغه په کتاب کې ورته وګوري… او د ګڼ شمیر ناروغیو نومونه ورته کتار کړي. اوس زموږ د لوړو معلوماتو په رڼا کې د دې ناخبره ښځې په خیال کې تیارې شوې نقشې ته ځیر شئ. دا نقشه به د هغې عقل او بدني ځواک پلې کوي او ښکاره خبره ده چې روغ انسان به ناروغه کیږي، هغه عادي د زړه تنګسیا به یې د پيريانو نیولو او نورو دماغي ناوړه حالتونو حد ته ورسوي، او دا عاجزه به د اوږدې مودې له پاره د بې رحمه دمګرو رحم او کرم ته احتیاج وي.

له لوړو اوږدو خبرو دا پايله ترلاسه کولی شو چې نیکمرغي او بدمرغي د هر چا په خپل لاس کې ده، قرانکریم په تکرار سره د الله په نعمتونو د شکر ایستلو لارښوونه کړې ده او علماء وایي د الله نعمتونه له ناشکره خلکو منډي وهي او په شاکرینو پسي ګرځي. د مکي مشرکینو دځمکې پرمخ ترټولو ښه او غوره ښار مکه مکرمه کې د الله د عظیم نعمت رسول الله صلي الله علیه وسلم شکر ونه ایست، هغه و چې له لاسه یې ووت او د تبو اوناروغیو د ښار (یثرب) ګوتشمیر کسان ورته راغلل، په هغه یې ایمان راوړ او په شکرانه کې یې هغه خپل ښار ته وباله او د پوره مرستې ژمنه یې ورکړه، الله جل جلاله دا ستر نعمت پر هغوی ولوراوه.

لطفا دا لیکنه زموږ د ټولنې دخورا زیاتو خلکو ضرورت ده، د لوړو دریو کیسو په شکل کې عام خلک هم پرې پوهیدلی شي په ليکنيز شکل له خپراوي سره یې باید د عامو خلکو په مجلسونو کې هم بیان کړو څو ګټه زیاته او ناخبره خلک خبرشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د