نظــر

طالبانودبدري لښکر په نامه دسرښندونکو بریدونو تازه ویډیو نشر کړه

دمیدان وردګ او خوست ولایتونو کې دامریکايي ځواکونو او دافغانستان دامنیتي عسکرپه لویو پوځي مرکزونو کې دترسره شویو سرښندونکو بریدونو تازه ویډیو (بدري لښکر۳) طالبانو له لوري خپره شوه .

داویډیو چې دطالبانو په رسمي ویب پاڼه http://www.shahamat.info/  کې نشرشوې دایمیل له لارې هم رسنیو ته لیږل شوې. دا ويډیو چې ټول ټال یو ساعت او ۸ دقیقې کیږي ،په پيل کې یې دنړۍ دمسلمانانو له قهره ډکو مظاهرو څو برخې ځاي شوې چې دحضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په دفاع او دهغه صلی الله علیه وسلم دشان دبې حرمتي په ضد یې ترسره کړې.

په ویډیو کې دبورما ، فلسطین او افغانستان په هیوادونو کې دکفارو له لوري پرمسلمانانو دترسره کیدونکي ظلم او وحشت څو تصویري او ويدیوې بېلکې وړاندې شوي ،دیادو هیوادونو دمظلومو مسلمانانو سره دخپلې خواخوږي او همدردي دشریکولو په ډول ډاډ ورکړل شوي چې دافغانستان مسلمان ولس له تاسو سره دی او دهیواد اتل بچي استشهادیان به ستاسو انتقام په افغانستان کې له  هغو کفارو اخلي چا چې  په بورما ،فلسطین او افغانستان کې دې  ظلم اونارواته زمینه مساعده کړې او دې بشري ناورین ته خپل لاسپوڅي په شا ټپوي.

دویډیو په یوه بله برخه کې دهغو سرښندونکو بریدونو صحنې ښکاري چې دمیدان وردګ او خوست په  ولایتونو کې داشغالګرو په پوځي مرکزونو ترسره شوې .

دويډویو په وروستي برخې کې دڅو تنو سرښندونکو رنګینې توصیې  او یادګاري تصویرونه ښکاري

داهم تاسو او بدري لښکر (۳)

فلم له لاندې درکړل شويو لینکونو نه کښته کولای او کتلی شئ.

دکتلو لپاره

http://archive.org/details/badri-lashkar-3-pashto

دکښته کولو لپاره

https://ia601607.us.archive.org/17/items/badri-lashkar-3-pashto/YaAllahBadreLashkar3-1.mp4

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x