ای سیکولرانو!

لیکوال : نوراحمد (صدیقي)-

د سیکولریزم د مکتب شاګردانو او له غرب څخه واریده شوو سیکولرانو! دلته تاسو خپلو شومو اهدافو ته نه رسیږۍ ځکه دغه خاوره ستاسې لپاره نده برابره دا د مسلمانانو مقدسه خاوره ده دلته لادینت، کفر، او د کمونیزم پر وړاندې د تاریخ په اږدو کې میلیونونو مسلمانو هیوداد والو خپلې سپیڅلې وینې تویې کړي، خو څوک یې د اسلام د ځپلو لپاره ندي پریښي، او د تاریخ په اوږدو کې یې تر ننه پورې کفري قوته نه را نسکوره کړي.

دلته ستاسو همفکران ډیر کم تر سترګو کیږي ستاسې ملاتړ ډیر کم دي، د لادینیت تبلیغ مو دلته نه چلیږی، ځکه د سیکولریزم تصور له الله جل جلاله او دین څخه د انکار تصور دی، ځکه خو د لویدیځ په قاموس کې د سیکولریزم معنی په بې دیني سره شوې ده، که له همدغه اعتبار نه ورته وګورو د سیکولریزم او زمونژ د مسلمانی ټولنی ترمنځ هېڅ تړاو نه پاتې کېږي، له الله جل جلاله او دین څخه انکار کوونکې زمونږ په ټولنه کې ځای نلری، دا رنګه اشخاصو ته مو همیشه د عبرت درس ورکړی ځکه چې د اسلام فکري تصور د ایمان او یقین تصور دی، د سیکولریزم په څیرد (( شک )) تصور ندی، سیکولریزم دا هم وایی چې دین او حکومت باید سره جلا وي، دین باید په سیاسي چارو کې هېڅ رول او دخل ونلري، ، او دین د هر چا شخصي معامله ده . دا خاوره د هغه چا لپاره ګورستان ده څوک چي الله جل جلاله او د اسلام مبارک دین ته دشک په سترګه ګوری، دهغه چا لپاره ګورستان ده کوم چي د دین او حکومت جلاوالی غواړي، دلته به مو ککرۍ خاوری کیژی، دلته د هغه چا ککرۍ خاوری شوی او خاوری کیژی کوم چی ستاسو د مکتب یعنی سیکولریزم بنسټ یی ایښی، د هغو ککرۍ خاوری کیژی کوم چی ستاسو د بی دینیت استادان دی، خو بلاخره د اسلام د دښمنانو ککرۍ دلته خاوری شوی او خاوری کیږی. او که یی نه منۍ د کمونیزم دمکتب له شاګردانو یعنی له کمونستانو نه تپوس وکړۍ.

اکثره وخت سیکولران، کمونستان او + ټول بی دینان دا خبرې کوي چې هیواد مو نه جوړیږې، هیواد مو جوړ نه شولو، څوارلس پنځلس کالو کې مو هیواد باید ګل ګلزار شوای وای، که په دومره وخت کې خارجې همکاران پریښودل شوي وای هیواد نه به مو اوس یوه څه جوړ وو، پابریکې به مو درلودلې، داخل د هیواد کې به مو زیاتره شیان جوړیدل … چې په دې ټولو کې ګرم علمایې کرام او مجاهدین ګڼي.

خو افسوس د دوی پر حال چې دوی پر دې نه پوهیږې همدغه طمع چې دوې له چا لري په اصل کې هغه د هیواد د ورانولو لپاره راغلي نه د هیواد د جوړولو لپاره، سیکولران په دې نه پوهیږي چې هیواد څوک ورانوي د هیواد دورانولو او ورسته پاتې کیدلو لارې چارې چا او څوک برابر وي، د هیواد ورانولو لپاره څه د پاسه څلویښت هیوادونه چا راوستلي دي، د هیواد تر ټلو لویه وبرانې خو د هیواد پلورل دي، څوک چې هیواد په بل پلوري څوک چې د هیواد واک او اختیار بل ته ورکړي، څوک چې له د ښمنه د خپل کور د ابادولو طمع ولري هغه به نو څنګه د هیواد د جوړولو فکر ولري، یو څوک چې غلام و اوسیږي، د هیوادوالو د وژلو او هغو ته د تکلیف رسولو لارې چارې برابرې کړي، نو همدغه غلام بیا څنګه د هیواد د جوړولو فکر کوي ځکه غلامه ! تا خو ځان او هیواد هرڅه د بل په واک کې ورکړي، ایا سیوکولرانو تاسې هم د هیواد جوړولو فکر کولای شې؟

هغه څوک چې واقعا د هیواد ساتلو او د هیواد جوړولو فکر لري او هیواد سره مینه لري هغه خو تاسې کفارو ته لاس تړلي په ګوتو ورکړل، د کفر په زندانونو کې مو وراسته کړل، د ډیرو وهلو او شکنجو په نتیجه کې مو هغوی ته عصبي تکلیف پیدا کړ، هغه څوک چې تاسره د هیواد په پلورلو کې ونه دریدل هغه خو دې څه په زولنو وتړل، څه دې په قفسونو کې بند وساتل، څه دې له ژونده بې برخې کړل، څه دې بې کوره کړل، څه دې د هیواد پریښودلو ته اړ کړل .

غلامانو! تاسې به څنګه د هیواد جوړلو فکر وکولای شې، هغه څوک چې باید بې حده قدر یې شوای وای، مینه ورکړل شوې وای، حفاظت یې شوای وای حتې سر ترې قربان شوای وای د پیغمبر ورثه ( علماې ) کرام درته یادوم، دهغو باید اطاعت شوای وای خو د هغو په مبارکو لاسونو او پښو کې مو زولنې ور واچولې لاستړلې او سترګې تړلې مو د دین او پیغمبر د ښمنانو ته په لاس ورکړل.

ای سیکولرانو ! ښه په خلاصو غوږونو یې واورئ تر هغو چې مو په هیواد کې اشغال ګر ځواکونه د هیوادوالو وژونکی او د هیواد ورانوونکي موجود وی هیواد نه جوړیږي، هغو خلاف به چګړه روانه وې، د هیواد د بشپړې ازادۍ لپاره به هر اړخیزه مبارزه راوانه وې .

ای سکولرانو !

هغه وخت مو هیواد جوړیږي چې د علماء کرامو له لاسو او پښو زولنې خلاصې کړو، د قران حافظان له قلف قفسونو ازاد کړو، تر هغو چې علماء کرام خپلو کورونو ته راولو، تر هغو چې د دین د مدرسو دروازې پرانیزو او د حق اواز ترې پورته کړو ولو که دا هرڅه مو د سرونه او د هیواد د لوټه لوټه کیدلو سبب هم شي .

ای سیکولرانو !

زمونږ لپاره دا د هیواد ابادې نه بلکې ویرانې ده چې مدرسه مو ورانه او بنده وي خو سینماګانې بیا په هره کوڅه کې خلاصې وي، د ډم توب او ستاره افغان سیالي په کال کې څو ځلې تر سره کیږي خو د سیرت ستوري سیالې مخنیوی مو کیږي، په اسلامې لباس مو ملنډې وهل کیږي محکومیږې خو څوک چې په نیکر کې را ووځې هغو ته بیا چک چک وهل کیږي.

ای سیکولرانو!

ترڅو چې په دې خاوره کې د ګوتو په شمار څو تنه واقعي مسلمانان موجود وي د اسلام له مقدس دین څخه به ساتنه کوي، ځوانان به د اسلام مبارک دین نه د دفاع ته هڅوي، ځوانانو کې به د دین ساتنې جذبه ژوندۍ کوي او د مسلمانانو ویده ضمیر به ویښوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د