افغانستان

زلزلې يو ځل بيا افغانستان او د سيمې هېوادونه لړزولي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۸ مه، ۱۳۹۴ل): نن يو ځل بيا د کابل په ګډون ځينې نورو ولايتونه يوې زلزلې ولړزول چې تر اوسه يې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

نن له غرمې وروسته د کابل په سيمه ييز وخت ۲:۰۷ بجې چې سرعت يې ۵،۳ درجې اټکل شوی دی، د کابل په ګډون يې ځينې نور ولايتونه لړزولي دي خو د تلفاتو په اړه يې تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دغه زلزله چې مرکز يې په بدخشان ولايت کې ۲۱۸ کېلو متره له ځمکې لاندې و، د افغانستان او پاکستان هند او د سيمې ځينې نور هېوادونه يې ولړزول.

د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس سيد عبدالله همايون وايي چې تر اوسه له دغه ولايت څخه د تلفاتو په اړه ورته راپورونه نه دي رسيدلي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې زلزلي زياتې شوي دي چې د ديني عالمانو په وينا زلزلې د الله (ج) عذاب دی او د خلکو د ګناهونو د زياتوالي او د قيامت د رانژدې کېدو نښې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mohammed

غم مکوی چی هغه ورز وګوری چی خسف به وشی او داتول ګمراهان پکی ننوزی دا زما درب وعده ده چی ظالم ته تر یو وقته مهلت ورکوی خو هرمورو یی بیا داسی نیسی چی توبه ورته ګته نه رسوی او دا تولی زلزلی او نور دقیامت نخی ورز تر ورز اشکار کیږی الله نه د فتنو څخه بچ کیدل او کامیابی غواړو دا توله دنیا زمونږ درب ده چی هرسوک ورباندی ددروغو دعوی کوی انجام به یی دفرعون شی اوس هم رازی چی خه په اخلاص توبی وباسو مرګ نه خلاصی نشته هرو مرو دا دنیا فنا کیدونکی ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x