افغانستان

هرات: د هند کونسلګرۍ ته څېرمه د چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۸ مه، ۱۳۹۴ل): په هرات ولايت کې د هند کونسلګرۍ ته څېرمه له چاودېدونکو توکو ډک موټر او يو کس نيول شوی دی.

په کابل کې د هندوستان سفير امرسينها وايي چې په هرات کې د دوی کونسلګرۍ ته څېرمه له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر او يو کس نيول شوی دی.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي دي چې دغه موټر وروسته له هغې ونیول شو چې کونسلګرۍ ته څېرمه يې ټېر پنچر شو او له مخکې تلو څخه وغورځېده.

د هندوستان د بهرنيو چارو د وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې دا لا معلومه نه ده چې د موټر بم هدف د هندوستان سفارت او که بل ځای.

خبر پاڼه زياتوي چې په موټر بم کې څو نور کسان هم و چې هغه يې د موټر له پنچرېدو سره سم له سيمې څخه وتښتېدل.

سرچينه زياتوي چې له نيول شوي کس څخه څېړنې پيل شوی دي چې دا به وروسته په ډاګه شي چې هدف يې څه و.

د يادونې وړ ده چې د تېرې دوشنبې په شپه د هند پر کونسلګرۍ د ناپېژاندو بريدګرو له لوري جګړه پيل شوی وه چې تر ۲۴ ساعتونو يې دوام وکړ.

طالبانو په هغه بريد کې لاس لرل رد کړي و او ويلي و چې په دغه پېښه کې دوی لاس نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x