نړۍ

ترکیه: ايران دې د ترکيې پر ضد پروپاګند بند کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۸ مه، ۱۳۹۴ل): د ترکيې بهرنيو چارو وزارت انقره کې د ايران سفير ورغوښتی او احتجاجي ليک یې ورسپارلی، چې ايران دې د شيخ نمر د وژنې په اړه د ترکي ولسمشر رجب طيب اردوګان پر ضد له پروپاګنده لاس واخلي.

اسوشیېټډ پريس د ترکي چارواکو له قوله وايي، ايراني سفير ته يې «په تونده» لهجه ويلي، چې د ايران رسمي رسنيو کې دې د رجب طيب اردوګان پر ضد «بې بنسټه» پروپاګنده بند شي.

د ترکيې بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې هېواد يې ايراني سفير ته خپل احتجاجي ليک سپارلی او د ايراني رسنيو هغه تورونه يې په کلکه رد کړي، چې د نمر وژنه رياض ته د اردوګان له سفره وروسته د هغه په مسلات شوې ده.

اعلاميه زياتوي: «موږ د ايراني رسنيو دا ډول څرګندونې په سختو ټکو غندو، چې زموږ پر ولسمشر رجب طيب اردوګان يې بې ځايه تورونه لګولي او له ايراني چارواکو غوښتنه کوو، چې د دغو تورونو د خپراوي مخنيوی وکړي.»

رجب طيب اردوګان د سعودي حکومت له لوري دشيخ نمرباقر النمر وژل د سعودي کورنۍ معامله بللې او تهران او مشهد کې يې د ايراني مظاهره‌چيانو له لوري د ايران سفارت او قونسلګري سوځول غندلي دي.

ترکيې له ايران او سعودي عربستانه غوښتي، چې خپلمنځي شخړې او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او وايي، چې د دواړو هېوادونو ستونزو سره به سيمه ييزې کشالې نورې هم زياتې شي.

د سعودي او ايران له تاوتريخوالي وروسته بحرین او سوډان هم په بشپړه توګه له ایران سره ډیپلوماتیکي اړیکي پرې کړې، متحده عرب امارات دغه اړیکي تر پخوا ټیټي کچې ته راښکته کړې او کویټ او قطر د احتجاج په توګه له ایران څخه خپل سفیران وایستل.

بل پلو ايران وايي، چې سعودي ايران کې د خپل سفارت سوځول د شخړو د تازه کولو لپاره بهانه لټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x