حسني مبارک د سعودي له پاچا مرسته غوښتې
د (الدیار) په نامه یوې لبنانۍ ورځپاڼې لیکلي چې د سعودي پاچا ملک عبد الله بن عبد العزیز د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک له اړخه یو ځانګړی لیک تر لاسه کړی، چې په کې ویل شوي چې نوموړی نور د قبر په غاړه ولاړ دی او د عربي شهامت او ځوانمردۍ له مخې د سعودي له پاچا هیله من دی چې له اوسني حالته ئې وژغوري او سعودي عربستان ته ئې انتقال کړي.
ورځپاڼه زیاتوي چې د سعودي پاچا د مصر ولسمشر محمد مرسي ته لیک استولی او د پخواني ولسمشر حسني مبارک لپاره ئې ترې د عفوې غوښتنه کړې، خو ولسمشر مرسي د سعودي د پاچا غوښتنه نه ده منلې.