اصغر ستانکزی

افغانستان د زمبابوې څخه لومړۍ شل اوریزه لوبه وګټل

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۸ مه، ۱۳۹۴ل): نن د متحده عرب امارات په شارجه ښار کې د افغانستان او زمبابوې تر منځ لومړۍ شل اوریزه لوبه تر سره شوه، چې افغانستان په پنځه منډو وګټله.

د افغانستان کپتان اصغر ستانکزي په لومړي سر کې پچه وګټله او د توپ وهني پریکړه یې وکړه، چې پر ځای پریکړه ثابته سوله.

افغانستان په خپل وار ۱۸۷ منډي جوړي کړې، اته لوبغاړي وسوځېدل، او د زمبابوې لپاره یې ۱۸۸ هدف وټاکه.
د افغانستان اوپنر توپ وهونکو یو ځل بیا ښه لوبه وکړه، شهزاد ۳۳ منډي یوازي په ۱۷ منډو جوړي کړې، او عثمان غني په ۴۲ منډو وسوځېد.

اصغر ستانکزي تر یوې شپږیږي وهلو وروسته یو ځل بیا ژر وسوځېد.

کریم صادق په ۱۷ بالونو ۱۶ منډي جوړي کړې.

محمد نبي د ۳ شپږیږو په مټ ۲۶ منډي جوړي کړې، او همداراز ګلبدین نایب ۳ شپږیږي ووهلې او په ۲۰ بالونو یې ۳۷ منډي جوړي کړې، نوموړی په اخیري اور کې رن آوټ وسوځېد.

راشد خان په ۵ بالونو ۱۴ منډي جوړي کړې، نوموړي یوه شپږیږه او یوه څلوریزه ووهله.

نجیب الله زدران او میرویس اشرف یوه یوه منده جوړه کړه.

بل لوري ته زمبابوې هم ډیره ښه توپ وهنه وکړه، ډیره نیژدې وه چې لوبه یې ګټلې وای.

د زمبابوې ټولو لوبغاړو ۱۸۲ منډو په جوړولو کې خپله خپله ونډه واخیستله، یوازي کپتان (چیکومبورا (۸منډي) او اوپنر پيټر مور (۲منډي) ) تر لسو زیاتي منډي جوړي نه کړای شوې، نور ټولو لوبغاړو ښه لوبه وکړه.

په وروستي اور کې چې دولت زدران وغورځوی، ۲۱ منډو ته اړتیا وه، خو زمبابوې ۱۶ منډي په کښې جوړي کړي.
دغه اور کې یو وایډ بال، دوه نو بالونه، دوه شپږیږي، او یوه څلوریزه ووهل شوه. په وروستي بال د شپږیږي اړتیا وه، خو بال مخامخ د ګلبدین نایب په لاس کې پریوتی، چې له امله یې زمبابوې لوبه وبایلله.

د زمبابوې کپتان چیکومبورا په دې خفه وو چې ولی دوه نو باله وروسته بالر دولت زدران د کرکیټ د قوانینو سره سم لیري نه کړل شو، نوموړي همدا راز په وروستي اور کې په یوه هغه بال غیر رسمي احتجاج وکړ کوم چې دده په اند وایډ بال وو.

ګلبدین نایب د لوبي غوره لوبغاړی ونومول شو، په ۲۰ بالونو یې ۳۷ مندي جوړي کړې، همداراز یې ډیره ښه توپ اچونه وکړه او یو لوبغاړی یې هم وسوځوی.

avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د