روح الله؛ ګرمسېر کې څلورم کنډک کې دنده ترسره کوله.

له هلمنده راغلي عسکر بېرته دندې ته نه ځي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): په هلمند کې د جګړې له زور اخیستو سره سم په جګړه کې ښکېل عسکر د ټپي کېدو، ناروغۍ يا هم رخصتۍ په پلمه له سیمې پښې سپکوي، چې بيا بېرته دندې ته زړه نه ښه کوي.

د فارياب اوسېدونکی اوه ویشت کلن روح الله په ملي اردو کې دنده ترسره کوله، چې څو میاشتې وړاندې له ګرمسير نه د رخصتۍ په پلمه راغی او په وينا يې « بیا به په ژوند د هلمند نوم وا نه خلم.»

روح الله چې اوس د کابل ښار په يوه کرايه سرای کې کاريګر دی، د نه تلو علت داسې راته په ډاګه کړ: « یو ځل موږ ټول ويده و، زموږ پيره دار له طالبانو سره لاره جوړه کړې وه، پنځه نفره طالبان کنډک ته راننوتي و، خو دومره دوی ونه وژلو لکه خپلو کې چې مو سره ووژل، ځکه طالبانو هم د اردو درېشې په تن وې نه مو سره پېژندل.»

روح الله په ګرمسير ولسوالۍ کې د پرتې لويې قرارګاه په څلورم کنډک کې دنده درلوده، د هغه په خبره د طالبانو دغه بريد چې رسنیز پوښښ يې دومره نه و، خو په وينا يې « د کنډک قومندان لکه ښځه دومره وژړل. »

د ملي اردو دغه عسکر وايي چې په هلمند کې د امنیتي ځواکونو خپل منځي باور صفر و، د اردو او پولیس همکاري خو لرې خبره ده، بلکې پخپله د اردو د عسکرو په منځ کې پر یو بل باور سخت و: «له هیچا سره مو د زړه حال نه وایه، زما په ټول کنډک کې څلور ملګري و، چې د جلال اباد و.»

دی وايي د دوی مشرانو د دوی پر سر پیسې اخیستې خو دوی ان د کالو مینځلو صابون هم پخپلو پیسو رانیوه، هغه په خندا راته وويل: «د چرسو د خرڅوونکي لا اوس هم پوروړی يم.»

روح الله: «د چرسو د خرڅوونکي لا اوس هم پوروړی يم.»

روح الله: «د چرسو د خرڅوونکي لا اوس هم پوروړی يم.»

د ګرمسير ولسوالۍ که څه هم تر سنګین او مارجې خونړۍ نه برېښي خو روح الله وايي چې هره ورځ به د ملي اردو عسکر د شپې له لوري په چورلکو کې مرکز ته لېږدېدل، هغه پخپله وايي: «د شپې به يې ځکه وړل، چې نور عسکر يې ونه ويني، چې روحيه يې خرابېږي، خو پیره دار عسکر به پخپلو سترګو لېدل، چې تابوتونه به چورلکو ته پورته کېدل.»

د ملي اردو دا عسکر وايي چې په دنده کې يې دوه کاله تېر کړل، خو اوس يې زړه نه دی چې بېرته لاړ شي دی په جګړه کې تر ښکېل کېدو، کابل ښار کې مزدوري ښه بولي.

روح الله د ورځې مزدورې کوي او د شپې په یو ـ بل هوټل کې ارام کوي، دی وايي کورته ډېر نه ځم « زه بايد پیسې وګټم او له ډېرو پیسو سره کورته لاړ شم.»

هغه مني چې تر ګرمسير ډېرې خطرناکې ولسوالۍ هم وې، دی وايي: « سنګين کې د عسکرو معاش پنځلس زره، خو زموږ دولس نیم زره افغانۍ و، ځکه سنګين تر موږ خطرناکه ولسوالۍ وه.»

روح الله يواځینی کس نه دی چې له خپلې دندې زړه توری شوی، لسګونه نور ځوانان هم د خپل منځي بې باورۍ، د مشرانو د ناپامۍ او کمزورې انګېزې له امله له دندو تښتي.

ويل کېږي په هلمند کې د امنيتي ځواکونو تر منځ خپل منځي بې باوري د عسکرو د روحيې د ځپل کېدو اصلي لامل دی چې ګڼ ځوانان يې دندې پرېښودو ته اړ کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د