fbpx

شکایتونه … !!

 

شکایاتونه … !!

عمر بن عبدالزیز رحمه الله تعالي ته له مصر ، شام ، افریقا او …. ځایو نه دوالیانو له لورې شکایتونه ورسیدل چې … دوی د زکات او … مال له پاره د زیرمه کولو ځای نه لري اوپوښتنه یې وکړه چې څه وکړي ؟ عمر بن عبدالعزیز وویل : خلک ولیږﺉ چې د مسلمانانو په ښارونو کې دا لاندې اعلانونه وکړي : 

ای خلکو څوک چې په دولت کې کار کوي او کور نه لري هغوی ته دبیت المال په لګښت کورونه جوړ کړﺉ .
ای خلکو څوک چې په حکومت کې کار کوي او سپرلۍ نه لري هغوی ته دبیت المال په لګښت سپزلۍ واخلئ .
ای خلکو ! په هرچا چې پور باندې وي د هغه پ،ر دي له بیت المال نه پرېکړل شي . 
ای خلکو ! کوم ځوانان چې ودونه نه لري هغوی ته د بیت المال په پیسو ودونه وکړﺉ . 

بې ودو ځوانانو ته ودونه وشول ، دپوروړیو پورونه پرې شول ، چا چې کورونه نه لرل هغو ی ته کورونه جوړ شول ، چا چې سپرلۍ نه لرلې هغوی ته سپرلۍ واخیستل شوې . خو له دې سره شکایتونه را روان وو چې د زکات او … له پاره ځایونه نشته . عمر بیا خپلو والیانو ته ولیکل چې د یهودو او نصاراو مسکینانو ته یې ورکړﺉ … هغوی ته یې هم ورکړل خو بیا هم شکایتونه را روان وو ، وروسته یې ورته ولیکل چې د غرونو په سرونو د مرغانو له پاره غنم وشندﺉ څو خلک ونه وایې چې د مسلمانانو په سیمو کې مرغان وږې دي !! . 

اوس رځو دعمر یوه بله کیسه را اخلو او ګورو چې د ده په کور کې څه حال و د ده د اولاد څه حالت و او څنګه ژوند یې و … ځکه هغه چې دیهودو او نصاراو مسکینان نه وو هیر کړې نو خپل او لاد به یې حتما په یاد و دا ککیسه هم سره لولو او روسته د ده دعدل په اړه قضاوت تاسو ته پریږدو :

د اختر په ورځ د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله کوچنۍ لور په ژړا ده ته راغله ، ده ورته وویل : لورکۍ ولې ژاړې ؟ هغې ورته وویل : پلاره د اختر ورځ ده ټولو ماشومانو نوې جامې اغوستې دي ، او زه د امیرالمؤمنین لور یم زړې جامې مې اغوستې دي … 

ژړا یې په عمر بن عبدالعزیز باندې اغیز وکړ ،بیت المال ته ورغی او مسؤل ته یې وویل : زه کولی شم د راتلونکې میاشتې معاش مخکې راواخلم ، اړتیا ورته لرم … او دخپلې لور کیسه یې ورته وکړه ، هغه ورته وویل : ولې نه ، اخیستلی یې شې ، خو په یوه شرط … عمر وته وویل : کوم شرط ؟ دبیت المال مسؤل ورته وویل : که دا ضمانت راکلی شې چې تر راتلونکې میاشتې پورې به ته ژوند ی یې څو د دې معاش په بدل کې کار وکړې ، 

عمر معاش په ځای پرېښود او بیرته کورته راغی ، لوڼه یې ورته انتظار وې او ورته ویې ویل : پلاره څه دې وکړل ؟ هغه ورته وویل : تاسو صبر کولی شئ چې په پایله کې به یې ټول جنت ته داخل شو او که صبر نشئ كولئ نوپلار به مو اور ته ننوځي ؟ هغوی ورته وویل : موږ صبر کولئ شو . 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د