افغانستان

پکتيکا: له ۹۰۰ تنو زده کوونکو څخه د کانکور ازموينه واخيستل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹ مه، ۱۳۹۴ل): په پکتيکا ولايت کې د ۱۳۹۴ لمريز کال د دولسم ټولګيو له ۹۰۰ تنو زده کوونکو څخه د کانکور ازموينه واخيستل شوه.

په هغه غونډه کې چې د کانکور ازموينې د اخيستو په موخه جوړه شوې وه، په کې د پکتيکا ولايت والي او يو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی و.

د پکتيکا والي امين الله شارق وويل چې د کانکور په ازموینه کې هيچا ته دا حق نه شته چې د ازموينې په چارو کې لاسوهنه وکړي او زده کوونکو ته ستونزې پيدا کړي.

شارق د ازموينې د شفافيت په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د هېڅ زده کوونکي حق به تلف نه شي او زده کوونکو ته به د خپلې سويې سره سمې نومرې ورکړل شي.

که څه هم په ازموينه کې برخه اخيستونکو زده کوونکو د ازمويني د چاپیريال په اړه ډاډ وښود خو په افغانستان کې ډېر ځله لوستي ځوانان د کانکور د ازموینو له امله له لوړو زده کړو محرومیږي چې زده کوونکي ډيرځله په اړوندو ادارو د ازموينې په شفافيت او حق حقدار ته نه سپارلو تور پورې کوي.

د يادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې هم په افغانستان کې د کانکور د ازموينې له پايلو وروسته ډیری هغه زده کوونکي چې په ځان باوري دي او په ازموینه کې پاتې راغلي وي، د دولت پر وړاندې د اعتراض په توګه غږ پورته کوي.

په افغانستان کې هر کال له دوه سوه زره ډېر د دولسم ټولګيو فارغان د کانکور په ازموينه کې برخه اخلي خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې دوی په خپلو پوهنتونو کې تر ۱۲۰ زرو پورې زده کوونکي جذبولی شي.

ډيری ځوانان په دولت دا نيوکه هم کوي چې دولت له يوې خوا د زده کړې د عامولو او له هېواده د ناپوهۍ د ختمولو هڅې کوي بل لور ته په خپلو دغو وعدو کې رښتيني نه دي ځکه چې دوی د پوهنتون زده کوونکو ته د نورو پوهنتونونو په جوړولو اقدام نه کوي تر څو د ځوانانو د لوړو زده کړو له لارې خنډونه لرې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x