افغانستان

ننګرهار: طالبانو له چپرهار څخه داعش وسله وال ويستلي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹ مه، ۱۳۹۴ل): په ننګرهار کې د طالبانو او داعش وسله والو د تېرو څو ورځو پرله پسې جګړو وروسته طالبانو داعش وسله وال د چپرهار له ولسوالۍ څخه په شا کړي دي.

له تېرې څه مودې راهيسې داعش وسله والو د چپرهار په ډاګو کلي، کاريز، احمدکلی، لمزاری، حاجيانو او لالا کلي ډيرې سيمې په خپله ولکه کې اخيستې وې چې طالبانو پرې بريدونه وکړل او له دغو سيمو څخه يې په شا کړل.

د سيمي اوسېدونکي وايي چې له جګړې وروسته اوس داعشيان په دغو سيمو کې نشته او سيمې اوس د طالبانو په کنترول کې دي.

په دغه جګړه کې د داعش د څلورو قومندانانو په ګډون لسګونه داعشيان هم وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ سختې نښتې شوې وې چې داعش وسله وال يې د سيمې پريښودو ته اړ کړي وو.

بايد وويل شي چې به ننګرهار کې داعش وسله والو د دغه ولايت امنيت ته ګواښونه پيدا کړی او ډيری ولسي خلک يې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

په ولسي جرګه کې دننګرهار د خلکو استازی او د مشرانو جرګې لومړی مرستيال حاجي ظاهر قدير وايي چې د داعش وسله والو تر شا د ملي امنيت د چارواکو لاس دی.

همدا راز د ولسي جرګې ځينو غړو هم تېره اوونۍ وويل چې د داعش راډيو هم د ننګرهار له هوايي ډګر څخه خپريږي، چې اوس مهال دغه هوايي ډګر د امريکايي ځواکونو په لاس کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x