افغانستان

طالبان: دولتي ځواکونه يوازې د سنګين په يوه قرارګاه کې پاتې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): وسله وال طالبان وايي چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې يې په تازه نښتو کې لسګونو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې طالبانو ويلي چې په ټوله ولسوالۍ کې یوازې په يوه قرارګاه کې دولتي ځواکونه پاتې دي، چې هغوی هم د محاصرې په حال کې دي.

خبرپاڼه کاږي چې د تېرې ورځې په جګړه کې ۳۶ عسکرو ته مرګ وژبله اوښتې، د دوی په خبره دا عسکر د قرارګاه د محاصرې د خلاصون لپاره له چورلکو په سیمه کې ښکته شوي و.

طالبان وايي چې د سنګين ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني، د ولسوالۍ بازار او ټولې دولتي ودانۍ د دولت له واکه وتلې دي، یوازې یوه قرارګاه کې يې دولتي عسکر محاصره پاتې دي.

د هلمند ځايي امنیتي مسوولینو د طالبانو د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو په مارجه کې يې د خپل پرمختګ خبر ورکړی دی.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تېره ورځ رسنیو ته وویل چې د عملیاتو په ترڅ کې يې مارجه ولسوالي د طالبانو له واکه خلاصه کړې او په وينا يې اوس پرې د دولت واک دی.

پژواک خبري اژانس د مارجې د اربکیانو د یو قومندان له خولې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د قومندان خبرې بې بنسټه بولي او وايي چې دا عملیات ناڅاپي او بهرنیانو پخپل سر ترسره کړل، چې هیڅ ګټه يې ونه کړه.

ياده دې وي د هلمند د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه دې ولایت ته یو ځل بيا برتانوي عسکر تللي دي، چې د هلمند له پوځي چارواکو سره پرلپسې جلسې کوي.

ښايي د همدې جلسو له امله د هلمند ولایت مرستيال والي د هلمند د رښتيني وضعیت په ډاګه کېدو پر سر له دندې لرې کړل شو، خو هغه پخپله فيسبوک پاڼه په خپاره کړي ليک کې په ډاګه کړې وه: «ولسمشره هلمند د ګړنګ پر غاړه دی!»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x