ټکنالوژي

په امنیت کی د معلوماتی ټکنالوژی ونډه

لیکوال: شریف الله نسیمي
لیکوال: شریف الله نسیمي

شریف الله نسیمی-

دا چی امنیت زمونږ غوښتنه او د ښه ژوند تیرولو یوه برښه ده.

د حکومت لپاره پکار ده چی دعوامو لپاره د ښه ژوند تیرولو ذرایع پیدا کړی او خلکو لپاره د امن فضا رامنځته کړی. دامن فضا یوازی د ټوپک په زور نشی رامنځ ته کیدای. په دغه ستره غوشتنه کی معلوماتی ټکنالوجی یو ښه کردار او رول لوبولی شی.

تر هر څه د مخه باید ټول سسستم الکترونوکی او خصوصآ تذکری باید کمپیوتری ولروکه چرته مو دغه مشکل ته د پای ټکی کیښود بیا د معلوماتی تکنالوژی انجنران او متخصصین د وطن په امنیت کی شه کردار ادا کولی شی.

د بیلګی په توګه‌

هر هغه څوک چی یو سیم کارت استعمالوی باید د کمپیوتری تذکری سره راجستر وی . له دی ورسته که چرته یو څوک خپل سیم غلط استعمالوی د یو غټ خطر سره مخ کیدای شی.

دا چی مونږ یو سیم کارت د اول ځل لپاره خپل کرځنده تلیفون(Mobile)  کی کیدو نو مونږ د شبکی سره په  تذکری راجستر یو. اوس مهال زمونږ  موبایل فون چی  یو ځانته د پیژندنی شمیره (ايي ایم ییی ایی)IMEI  لری د شبکی سره راجستر کیږی.

که چرته یو څوک یو سیم غلط استعمال کړی او دغه سیم لری کړی او بل سیم په موبایل کی کیدی نو نوموړی شخص بیا هم د تعقیب لاندی راتلی شی ځکه چی نوموړی د مخه د بل سیم او (ای ایم یی ای) سره راجستر وو اوس یی سیم خو بدل کړی خو IMEI  نشی بدلولی.

انټرنیټ کی ونډه.

دا چی ډیر خلک فکر کوی چی زه په سوشیل میډیا يو پوسټ وکړم یا یو ویب سایټ ویزیټ یا د انترنیتی تلیفون ګټه واخلم نو زه د تعقب لاندی نشم راتلی لیکن داسی نه ده .

هر هغه څوک چی د انترنیت څخه استفاده کوی د شبکی یا د خدماتو وړاندی کونکی له خوا ورته ای پی (IP) ورکول کیږی چی دغه شمیره په ګرده نړۍ کی د چا نشی کیدای.او د هغه کمپیوتر نه دغه شخص انلاین دی دغه کمپیوتر هم یو د جوړښت شمیره (Mac Address) لری چی د بل کمپیوتر نشی کیدای .د دغه دوه شمیرو له وجی او د پورت ادرس(Port Address) چی په هغی دی ته ډاټا راځی ددغو شمیرو او ادرس له وجی تعقب لاندی راتلی شی او د خطر سره مخامخ کیدی شی.

د غلطو نشراتو په مخنیوی  کی ونډه .

دا چی بعضی خلک د خپلو شخصی اغراضو او دخلکو د ذهنونو منحرف کولو لپاره رادیویی نشرات لری او حکومت او خلک یی د موقعیت په اړه یی هیڅ معلومات نه لری .

کولی شو دغه نشریات له منځه یوسو د یو ویریبل ټراسمټر( Variable transmitter ) په ذریعه.

له پورته معلوماتو نه جوته شوه که کوم دولت ښه معلوماتی تکنالوژی او په ټکنالوژی قبضه ولری دوطن پنځوس فیصده امنیت کنترول کیدای شی.

شریف الله نسیمی
د معلوماتی ټکنالوژی انجنرۍ محصل
هزاره پوهنتون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x