شعـــــرونه

غزل: عاكف مهاجر

زما دسترګو دګودر اوبه شوي وچي
د دیــدن باران دي یاره کـه لــږ وکـي

په کـتلو دی زخـمی کړمـه او مړ کړم
وار دسترګو هـم کـم ندي تر چورلکي

دخــوښۍ کـډه له کلـی ځــینی تللي
دروازی یی دورتـــللو هـم دی کلکـي

له دی چم نـه هم مرغيو ځالي يوړي
تل خزان وی په بهار پسی زاره ترکي

د وصال تـر ښـاره لار وي تــل اغـــزنه
ځم که لویږم یاکه خورمه کي تیندکي

د وخــتونو مروري نازولي راپخلا شه
ازادۍ نـور راتـه وو وهــــه ستـرګکــي

ګل به غزل دی د اوربل عاکـــف کـړم
ګلان کرم دی نور وطـنه په سیـنه کي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x