نړۍ

د سې – آی- اې نوی مشر وټاکل شو

د امریکا سنا تېره ورځ جان برېنان د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې د نوي مشر په توګه تایید کړ.
د سې آی اې  لپاره نوی مشر وروسته له هغه غوره شو چې یوه جمهوري غوښتونکي سناتور د بې پيلوټه الوتکو په برخه کې د اوباما ادارې د پروګرام په اړه د پوښتنو په خاطر د بحث له ځنډولو لاس واخیست.
برېنان ته وروسته له هغه د سې آی اې  د مشرۍ دنده ورکول کېږي چې مخکیني مشر ډیویډپېټرایوس په تېره نوامبر میاشت کې له خپلې دندې استعفا وکړه.
د کېنټکي ایالت سناتور رندپاول د چارشنبې په ورځ د نژدې دیارلس ساعته د سنا په غونډه کې د دې لپاره په خبرو ولګول، چې د اوباما پر اداره فشار راوړي څو په دې اړه جزییات روښانه کړي چې ایا امریکايي اتباع د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې په نښه کېدای شي کنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x