نظــر

دسورئې مضایا اوسیدونکې

احمدالله عاطفي

تقریباً له  اوو میاشتو راهیسي سورئې په بیلا بیلو سیمو او په ځانګړی ډول دمضایا په اوسیدونکو دقحط او  بندیزونو داسۍ لړۍ پیله شوي چې انسانیت پرې شرمیږي.

د اهلي ځناورو وجود  ختم شوی او دخوراک لپاره ماشومان په خلو کې خاوری او شګې اچوي!

د ۱۰ کیلو  وریجو او یا  ۵ کیلو دماشومانو پیو په بدل کې روغ او قیمتي موټری ورکوي.

دړندو ډزو لامله دسیمی اوسیدونکي په خپلو کورونو کې محاصره او دژوند له هر سهولیته محروم دي، هر څوک چې دوتلو کوښښ کوې دحتمي مرګ سره مخ کیږي.

دا باید په یاد ولرو!

چیرته چې اُمیدونه ختم او مایوسي حاکمه شي، دالله سبحانهُ وتعالی نصرت رسیږي.
فَدَعَا رَبَّهُ أَنِّي مَغْلُوبٌ فَانتَصِرْ.
لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ.

لری نه دی چې دسوریې مضایا په سیمه کې داوسیدونکو بږنونکی حال او په دغه سیمه کې دماشومانو، تور سرو او سپین روبو د آه ، اسویلو او زګیرویو طوفان، بشار الاسد او ټولو یرغلګرو نه داسی جامی وباسي، چې په تاریخ کې دتل لپاره دعبرت او شرم بیلګه وي!

په سیمه کې  د بشار الاسد منفور وسلوال، دلبنان حزب الله ، ایران، امریکا، فرانسه او روسیه داسی ناتار جوړ کړی چې اصلاً څوک د پوښتنی کولو جرات نشیي کولای…؟!

دبشری حقوقو مدعیان، انسانیت دښمنانو!

لرئ انساني کرامت او انساني اخلاق؟

لرئ انساني همت او جرآت؟

لرئ ضمیر او انساني حساس ؟

که نه لرئ ؟ په یاد ولرئ چې پایله مو ډیر بد ه ده.

دا خو حتماً لرئ!

کور او خپلوان لرئ.

ښځه او ماشومان لرئ.

واک نفوس او اقتدار لرئ.

ددي ټولو سره سره چې لرئ به یې او یا نه، د هغې ورځې انتظار کې اوسئ چې د سورئې د مظلوم ولس سره مو کومه جفا کړې او په تیریو مو لولپه کړې دا اور به ستاسۍ تر درشله رسیږي!

راځی دانسانیت دښمنانو!

یوه میړانه او همت وکړئ، سره له دي چې د ټولې نړی نه منظم پوځ لرئ، پرمختللي وسلي لرئ او د میډیا ستره حنجره!

په ګډه دخپلو وسلو او پوځ په مټ په سوریه کې د مخالفینو په مقابل کې مخامخ وجنګیږئ، ستاسو د نفوسی قوت او پر مختللو وسلو په مقابل کې مخالفین د ګوتو په شمیر دي، دا میړانه وکړئ تر څو د حق او باطل تر مینځه پریکړه تر سره  او انسانیت له شرمه وژغورل شي!
هیڅکله به داسې ونکړئ؟

هلته ستاسو دشیطانت هوس د ژوند سا اخلئ.

هلته ستاسې پټ اهداف پلې کیږي.

هلته ستاسې د ښکاره او پټي سوداګرۍ بازار تود دی.

هلته ستاسې نظامې مانورونه تر سره کیږي.

دشیطاني قوتونو واکمنانو!

دڅو ورځو، میاشتو او کلونو په بی رحمانه بمباریو، یرغلونو او ډول ډول فسادونو مو څومره لاسته راوړنی درلودې؟

څومره مخالف وسلوالو مشران مو نیولي او وژلي؟

د مخالفینو څومره پوځي او بشری قوت ته مو زیان رسولی؟

دمخالفینو په نفوس کې څومره کمی شوی؟

دمخالفینو په حماسو او سرښندونکو عملیاتو کې مو کمی راوستی؟

نه، ناممکن، هیڅکله نه!!

خو یوه لاسته راوړنه لرئ!

یوه بریا مو تر لاسه کړې!

راتلونکو نسلونو ته مو په تاریخ کې ځای پیدا کړی!

هغه داچې  مخالف وسلوالو ته مو نوم ورکړی، چې په میړانه جنګیږي.

د جنګ ډګر قهرمانان دي.

تاسو ئې مخامخ مقابلې نه عاجز یاست.

تاسو وکولای شو دړندو بمباریو په مټ وحشت خپور کړی.

ستاسو دړندو بمباریو لامله په سلګونو زره ښځي او ماشومان شهیدان شول.

ستاسو دتوغندیو ښکار بشپړ ښارونه، کلي او بانډې شوي.

دسورئې دمظلوم ولس نه مو د سر چت او دژوند هوساینه تالا ترغه کړه.

دسورئې  مضایا سیمه مو تقریباً له یوه کاله داسی په ځوانمردی محاصره کړه چې ستاسی اصلي مخالفین (ښځۍ او ماشومان) دخوراک لپاره شین بوټی نه مومي!

دلوږی له بږنوونکې حال نه دخوراک لپاره د وحشي ځناورو نوم او نښان له مینځه ولاړ.

دروس او امریکا واکمنو!

که په انسانیت رحم نه لری؟

که بشري حقوقو ارزښت درته اهمیت نه لري؟

که ستاسو په نږد دمضایا سیمې اوسیدونکې  دژوند حق نه لري؟

په هغو حیواناتو خو رحم وکړئ ، چې دخپلې واکمنې په قصرونو کې دخپلو ماشومانو نه زیات هغه په غیږ کې نیسئ او په نیولو ئې افتخار کوئ او دکامرو په وړاندې ئې په شونډو او مخ ښکلوئ!

که نه!!

که داسی نه ده ؟ او یا  لامل ئې دادی چې روسي او امریکائي  سپي او پیشو  دسورېې له سپیو او پیشو هم توپیر لري؟ او یا هغه مینه هم درواغ، ځان ښودنه او شیطانی ده؟madhaya (8) madhaya (7) madhaya (6) madhaya (5) madhaya (4) madhaya (2) madhaya (3)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x