نظــر

له ملت او دولت سره د ناکاره وزیرانو دوکه

لیکوال: پیاوړی ځواک –

له کله نه چې د ملي یووالي حکومت د واک ګډۍ ترلاسه کړې، مشرانو یې تر ډېره د نظام د اجرايې برخې پر پیاوړتیا او اصلاحاتو کې د تمرکز سترګې تېزې کړې دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د همدې اصلاحاتو له کبله په ډاګه دا خبره کوله چې د پخوانۍ کابینې ډېری وزیران ناکاره او یا هم په خپلو کړنو کې پاتې راغلي وو. ښاغلي غني پرېکړه وکړه چې د پخوانۍ کابینې غړو ته به په نوې کابینه کې ځای نه ورکوي – چې تر یو ځایه ناسمه پریکړه بلل کېږي، ځکه ده په مدیریت کې د تجربې اصل هېر کړی و- افغان ولسمشر د نوې کابینې د غړو د ټاکلو پرمهال ټینګار وکړ چې هر وزیر د آزموینې لپاره شپږ میاشتې وخت لري، که په دې آزموینه کې پاتې راغلل؛ له څوکیو به یې لاس ور لنډ کړي.

ولسمشر غني نږدې یو کال د دې ازموینې د پارچو په کتلو کې تېر کړ. داسې برېښېده چې ګواکي د وزیرانو لیک خراب و او ولسمشر سم نه نشوی لوستی. په هر صورت، تر ازموینې وروسته نږدې پنځه وزیران ناکام شول؛ خو دغه وزیران د دې پر ځای چې خپله ناکامي ومني، په یوه او بله بهانه ځان غړوي، د ملت او دولت سترګو ته خاورې شني او ولسمشر په داسې بې ځایه کړنو بوخت کوي چې د دوی د لیرې کولو فکر ترې هېر شي.

په ناکامو وزیرانو کې په احتمالي ډول درې وزیرانو تر ټولو لږ نومرې اخیستې وې چې د لوړو زده کړو وزیره، د پوهنې وزیر او د کار او ټولنیزو چارو وزیره دي. دغه درې وزیران اوس اوس د ځان د خلاصون لپاره یوه او بله بهانه کوي. په دې وزارتو کې خو د پرمختګ څرک هېڅ نشته، بلکې په ستونزو کې ستونزې را پیدا کوي. دوی په حقه او ناحقه په پخوانیو چارواکو پسې ناسم تورونه لګوي او په همدې ځان خلاصوي.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي د سږ کال د شپې پوهنتونو د کانکور په ازموینو کې پاتې راغلل. د لوړو زده کړو د قانون په سمونه کې پاتې راغلل. د تحصیلي نصاب د رغون څرک نه لیدل کېږي او بالاخره تر دې دمه له شاتګ پرته د پرمختګ بوی نه حس کېږي.

د پوهنې وزارت خو اصلاً د بحث وړ نه دی. تر دې دمه یې لویه لاسته راوړنه همدا ده چې په ناقانونه ډول یې مخکیني رییسان له دندو ګوښه کړي او د ځانګړي قوم او ځانګړې ډلې نامسلکي کسان یې پر ځای ګومارلي. د دوی لویه لاسته راوړنه دا ده چې ناقانونه ملېشې یې وزارت ته راوستلې او ظاهراً پر ارګ د کودتا ځاله ښکاري.

د پوهنې وزیر په تېر یو نیم کال کې یو ښوونځی نه دی پرانستی. په تېر یو نیم کال کې هېڅ ډول بهرنۍ مرستې نه دې را جلب شوې. په تېر یو نیم کال کې هېڅ معلم روزنیز ټرېینېنګ نه دی لیدلی؛ بالاخره سړی ویلی شي چې په تېر یو نیم کال کې د دغه وزارت رهبرۍ ته حتی ورکړل شوې تنخوا هم غبڼ ده، ځکه لاسته راوړنه یې په بشپړ ډول له صفر سره ضرب ده.

د پوهنې وزارت رهبري چې په شا کې یې د لویو مافیایي کړیو لاس دی؛ د هغې په اشاره له ناسمو تورونو لګولو پرته بل هېڅ کار نه لري. د پوهنې وزیر د خیالي ښوونځیو او ښوونکو چیغې وهي، خو وایي چې دا نه شو څرګندولی چې چېرته دي او څومره دي. خپله ټوله ورځ په همدې تېروي چې څه ډول په ستونزو کې ستونزې را پیدا کړو، څه ډول خپله ناکامي پټه کړو او څه ډول د ملت او دولت په سترګو کې خاورې واچوو.

دې ته ورته د کار او ټولنیزو چارو وزارت خو له تعصب پرته بل هېڅ نه دي کړي. هلته که څوک په پښتو مکتوب لیکي، له ځنډ پرته لیرې ناامنه ولایتونو ته بدلېږي او د ګوښه کېدو یوه او بله بهانه ورته لټول کېږي. د ځوانانو د هوساینې لپاره حتی یوه طرحه نه ده جوړه شوې. د وزارت کاري تګلاره څرک نه لري او ټول کارکوونکي یې  پر یوه ګونګ مسیر روان دي.

اوس تر ټولو مهمه دا ده چې موږ ولې د دغې ناکاره وزیرانو له لوري دوکه شو. ولسمشر محمد اشرف غني دوی ته کافي وخت ورکړ، خو په بشپړه توګه ناکام برېښي. نور نو د وزارت په څوکیو کې د دوی پرېښودل له ملت سره لویه جفا ده او هېچا ته د منلو نه ده.

افغان ملت باید ويښ وي. د هر ناکاره وزیر یوه ورځ پاتې کېدل ملت ته د وینو په بیه تمامېږي. زموږ د پوهنې سکتور په بشپړ ډول فلج شوی دی. د نوي وزیر له راتګ سره په سلګونو نوي ښوونځي وتړل شول او په زرګونو افغان ماشومان د زده کړو له خدای ورکړي حق څخه محروم شول. بهرني مرستندویان مو له لاسه ورکړل او د زده کړو نظام مخ پر ړنګېدو روان دی. دغه راز مو د لوړو زده کړو کاروان بېرته د نزول خوا ته درومي او له ځوانانو به هېڅ خبره نه کوو.

لنډه دا چې افغان ملت نور د دوی په خبرو نه دوکه کېږي. موږ اوس ښه پوهېدلي یو چې د دوی هر تور د خپل ځان او څوکۍ د ساتلو لپاره دی. د دې وزیرانو هر خبره د ملت له بدبختۍ پرته بل هېڅ نه دي. موږ یو ځل بیا پر ولسمشر غږ کوو چې خپله ژمنه پوره کړي، د هر وزیر د ازموینې پارچې ملت ته بربنډې کړي او هغه وزیران چې تر دې دمه یې هېڅ نه دي کړي، له دندو یې ګوښه کړي او پر ځای یې وړ، مسلکي او بااحساسه هېوادوال وګوماري.

وما علینا الابلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x