افغانستان

د خوست برائت شوي بندیان لا هم بندیان دي

د خوست ولايت د استيناف محکمې رييس عبدالطواف، نن د خوست په مرکزي محبس کې له بنديانو سره د کتنې پرمهال خبریالانو ته وویل، چې د دې ولايت په محبس کې شپږ هغه بنديان ، چې د محکمې له لوري برائت ورکړل شوى، اوس هم بنديان دي.

دى وايي، يادو شويو شپږو بنديانو ته يوه مياشت وړاندې محکمې برائت ورکړى او د محکمې له پرېکړې سره سم بايد خوشې شوي واى، خو تراوسه هم په زندان کې شپې او ورځې تېروي.نوموړي ادعا وکړه، چې د استنياف څارنوالۍ د دغو بنديانو د خوشې کېدو مخه نيولې ده.

د خوست د محبس په اصطلاح امر ډګروال روح الله کريم هم مني ،چی ځينې بنديان، چی د محکمې له لوري ورته د خلاصېدو امر شوی و، اوس هم په زندان کې دي.

دی وايی، د کرزي د ۱۲۹مې ګڼې فرمان له مخې، هر هغه څوک چې محکمې ورته برائت ورکړی، يوه شېبه هم  بايد په زندان کې پاتې نه شي.

د استيناف محکمې د رييس د معلوماتو له مخې، يو بل تن بندي چې نږدې دوه کاله په زندان کې بندي دی، تراوسه پورې څارنوالۍ ورته دوسيه نه ده جوړه کړې.

د خوست په محبس کې دا مهال په سياسي، جنايي او حقوقي جرمونو تورن ۴۸۳ تنه بنديان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx