نظــر

طالبان او په پاکستان کې د سولې د څلور اړخیزې ناستې لوبغاړي

شاهین افغان
د افغان رسنیز او څېړنیز مرکز شناند-

سريزه

طالبانو ته نېژدې سرچینو منلې ده، چې دا ځل به په څلور اړخیزه (افغانستان، پاکستان، امریکا او چین) د مذاکراتو په ناسته کې، چې ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ښار کې تر سره شي د یو رسمی او باصلاحیته استازي په ټاکلو به د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

بېلابېل معلومات ښيي، چې شونې ده د ملا اختر محمدمنصور له مرستیالانو څخه یو تن د پلاوي مشري وکړي، خو دا خبره تر دې دمه د طالبانو سرچینو نه ده تایید کړې او نه يې رسمي ویندویانو په اړه غبرګون ښوولی دی.

د ۲۰۰۱ز کال را پدېخوا له کله نه چې امریکایانو او افغان ائتلافیانو يې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ړنک کړ او غوښتل يې په افغانستان کې د دوی په خوښه یو دیموکرات حکومت راوستلو ته لاره هواره کړي، خو د طالبانو لخوا د ۲۰۰۳ز کال څخه په منظم او منسجم ډول د بیا ځلي راپورته کېدل او د امریکايي اشغال په خلاف جهادي مقاومت تر څوارلسو کلونو جنګ وروسته، نړیوال جنګي ستر قوتونه، په ځانګړې توګه امریکایان دېته اړ کړل، چې پر طالبانو د یو سیاسي مسلح قوت په توګه اعتراف وکړي او بالاخره خپله جنګي ستراتیژي یو څه بدله او د افغاني قضیې د حل لاره سیاسي خبرې او سوله وبولي.

د جنګ او جګړو او زور ازمویلو په ځای سوله او د یو او بل اړخ نظر زغم او خبرو ته يې احترام او او د معقولو طرحو وړاندې کول او اورېدل هغه منل شوی اصل دی، چې تل يې د نړۍ د ولسونو تر منځ ستر ستر ناورینونه له منځه وړي او د بېلابېلو قومونو او ملتونو تر منځ بالاخره د هوسا او امن ژوند لامل ګرځيدلي دي.

افغانان، چې له بده مرغه هر وخت د ښه باور یا د خپلو مجبوریتونو له امله د خپلواکه ارادې په نه درلودلو یا په بشپړه توګه د ازادۍ انګېرنې په درشل کې د ګاونډیانو یا سیمه اییزو هېوادونو او سیاستونو قرباني شوي دي، دا دی یو ځل بیا د تېرو فرصتونو په تعقیب یو ښه چانس رامنځ ته شوی، چې هم افغان حکومت، هم مهم او اساسي رول درلودونکی ګاونډی پاکستان او هم په افغانستان د خارجي اشغالګرو مخکښ امریکا او نړیوالی سیال قوت یې چین د افغاني سولې په نوم سره غونډه کوي.

دا ناسته د سولې د خبرو دوهم پړاو بلل شوی، چې له هغه وخت څخه ځنډېدلی، له کله نه چې پاکستان غوښتل د دوی لخوا د مذاکراتو په نوم او د طالبانو او افغان حکومت تر مینځ د مخامخ خبرو پیل شوې پروسه د دوهم ځل لپاره د ۲۰۱۵ز کال د جولای میاشت په وروستیو کې د خپلې اجنډا له مخې تر سره کړي، خو د طالبانو د مؤسس او پخواني مشر ملامحمد عمر د مرګ خبر دا لړې له خنډ سره مخ کړه.

افغان سوله او پاکستاني لوبغاړي

فکر کېږي، چې دا ځل به هم پاکستان د خپلو مصالحو له مخې د ناستې اجنډا چمتو کړې وي، خو طالبانو پتېیلې ده، چې له دې موقع څخه په ګټه اخیستنې، له ناستې سره سم به د واقعي سولې او خبرو اترو لپاره چمتووالی ولري او له فرصت څخه به د خپل موقف په لاغښتلي کولو کې ګټه واخلي، څو وکولای شي، له خپلو هېوادوالو سره د ريښتوني سولې اړوند ارادې شرېکې کړي او تر نړیوالو هم ورسوي، چې د سولې په مخ کې بهرني خنډونه څوک او کوم دي.

ویل کېږي، دا ځل طالبان غواړي له افغان حکومت سره په هغو مواردو کې، چې تر افغان حکومت پورې تړاو لري مخامخ خبرې وکړي، همدا راز به د افغان سولې د قضیې هغه اړخونه چې سیمه اییز او نړیوالې حیثیت لرې او تر یوه بریده تضمین ولري، بحث کړل شي، څو له یو پلوه د افغان حکومت موقف او د سولې په اړه یې اراده وکتل شي او له بل اړخه به امریکایان او نړیوال هم د افغان سولې په برخه کې خپل دریځ څرګند کړي. البته چین په دې اړه له پخوا د خپلو مرستو او رول وړاندیز کړی و.

هغه مهال چې پاکستان د «اسیا زړه» هېوادونو په کنفرانس کې د افغان ولسمشر اشرف غني سره په څلور اړخیزه او څو اړخیزو ناستو کې په کلکه ژمنه وکړه، چې طالبان به د سولې پروسې ته اړ باسي، کوشش يې دا وو، چې د تېر په څېر به د دې ناستې او خبرو امتیازات هم د دوی د مصالحو په چوپړ کې وي، خو داسې برېښي چې طالبان د یو تریخ حقیقت په تېرولو، چې د پاکستانۍ ژمنې له مخې به خبرې وي، غواړي له دې موقع څخه په استفاده د سولې په اړه یو ځل بیا له قوي موقف څخه ګډون وکړي او په خپله هغه موخه کې به بریالي راووځي، چې غوښتل يې په خبرو کې د جنګ اساسي درې لوري (افغان حکومت، امریکا او طالبان) ګډون ولري او هم ورسره نړیوال تضمین شتون ولري، چې دا دی د چین استازولي او د پروسې برخه کېدل به د طالبانو موقف ته لا قوت ورکړي، څو په پوره ډاډ خپلې غوښتنې تر نړیوالو پورې په نړيوال تضمین ورسوي.

دا چې پایله به څه یا دا چې د دې څلور اړخیزې یا پنځه اړخیزې لوبې ګټونکي به څوک وي او د چا په ګټه به تمامېږي، وخت او د ناستې بحثونه به یې ځواب په ډاکه کړي.

افغان سوله او سیمه اییزې ناندرۍ

د افغان سولې خبرې په داسې وخت کې رامنځ ته کېږي، چې په سیمه اییزه توګه د ایران او عربي نړۍ په ځانګړې توګه د سعودي عربستان تر منځ ناندریو پوره زور اخیستی دی او ایران به هم د خپل نفوذ او د افغانستان د سولې په برخه کې د مهم رول لوبونکي په توګه چوپ پاتې نه شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر ورتګ وروسته په ډاکه کړه، چې هېواد يې د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

دا څرګندونې ایران وروسته له هغو کوي، چې د سعودي عربستان د محکمو لخوا د ترهګرۍ په تړاو د ۴۷ تنو د اعدامونو په لړۍ کې یو هم سعودي تبعه شیعه عالم (نمر باقر النمر) و، چې په سیمه کې يې شیعه مذهبه راوپارول او په پايله کې په تهران او مشهد کې قهرېدلو شيعه وو د سعودي عربستان سفارت او قونصلګریو ته اور ورته کړ.

سعودي عربستان سملاسې له ایران سره ديپلوماتيکی اړیکې پرې کړي، چې ورسره په خپل وار، سوډان، بحرین، قطر، کویټ، جیبوتی، صومالیا او یو شمېر نورو عربي هیوادونو هم خپل سفیران له تهرانه احتجاجا راوغوښتل او ډیپلوماټیک روابط یې بند کړل.

همدا راز افغانستان هم په یوه اعلامیه کې، چې د ارګ لخوا خپره شوې د ایران لخوا په تهران او مشهد کې د سعودي عربستان په دیپلوماتیکيو ارګانونو او اشخاصو تېرئ او د هغوی نه ساتنه يې غندلی او دا یې د ویانا له تعهداتو خلاف عمل بللی او په دواړه دوستو او اسلامي هېوادونو يې غږ کړی دی، چې خپلمنځی کړکیچ دې د ديلوماتيکو لارو څخه حل کړي.

پایله

طالبان هم په ورته وخت کې غواړي د عربي او سیمه اییزو هیوادونو د سیاست توازن ته په کتو، او دا چې دلته په افغانستان کې د داعش نفوذ مخ په زیاتېدو دی، چې د شتون او نفوذ په اړه يې د کورنیو او بهرنیو مهمو کړیو د ملاتړ خبرې کېږي، د سولې او مذاکراتو لپاره د یو نوي میکانیزم له مخې را څرګند شي، څو وکولای شي، د افغان سولې پروسه د خپلې ستراتیژې له مخې په مخ بوځي او په ورته وخت کې د سیمه او نړۍ د کړکیچ انډول هم د خپل ځان او سیاست په ګټه وکاروي.

که د طالبانو وروستیو سیاسي تحرکاتو او د راولاړ شوو داخلي اختلافاتو ته وکتل شي، داسې برېښي چې طالبانو د کورنیو او ګاونډیانو دې لوبې ته هم د پای ټکی کښېښود، دوی له تېرو څلورو میاشتو راپدېخوا د خبرو او په ځینو برخو کې د جنګ له لارې وکولای شوای، د خپلمنځي اختلافاتو او نوې ډلې او امارت د جوړېدو د لوبو لړۍ ختمه کړي او جلا شوي مشران لږ تر لږه یا قانع کړي، يا يې راخپل کړي یا یې هم په کور کینولو ته اړ کړي، چې په دې لړ کې يې د طالبانو د رهبرۍ شورا دوه تنه جلا شوي غړي هر یو عبدالرزاق او ملامحمد حسن اخند د دې شورا له غړیتوب څخه لرې کړي دي او دوه تنه نور، چې یو يې د تحریک د مؤسس او پخواني مشر ملامحمد عمر زوی ملا محمد یعقوب او ورور يې ملا عبدالمنان په رهبرۍ شورا کې اضافه کړي دي.

داسې شکونه هم شته، چې پاکستان به د طالبانو دې دريځ ته د شک په سترګه ګوري او کوښښ به وکړي، د دوی نه ګډون یا منزوي کېدوي په پلمه به د راتلونکې ناستې په برخه کې خپل استخباراتي رول تر سره کړي، چې بې له شکه به يې امتیازات تر لاسه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ذبیح الله

هغه د ګوانتانامو پنځه تنه بندیان چې د امریکایی عسکر په تبادله کې آزاد شوی دي … باید خپل ویډیويي تقریرونه ددې روانو حالاتو باره کې راولیږی تر څو د عام مجاهدینو حوصلې نورې هم لوړې شي ….. او بله دا چې د شک او شبهې ټولې لارې به وتړل شي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x