نظــر

افغان ښځینه خبریالانو ته دغرب نوی دام

ازادی راډیو له  څه مودې راهیسې اعلان کړی ، چې د( حسیبه شهید فیلوشیب ) په نامه یې افغانو ښځینه خبریالانو ته یو وړیا  تعلیمي پروګرام  په لاره اچولی ترڅو افغانې خبریالانې په کې دخپلې خبریالۍ تمرین وکړي .

ازادۍ راډیو  دخپل دې فیلوشیب دڅرنګوالي او شرائطو په برخه کې ویلي (د «حسیبه شهید» فیلو شیپ د هغو نجونو او ځوانو ښځو لپاره دی چې غواړي مسلکي خبریالانې شي )

 دغه راز دفیلوشیب په کاري پروسیجر کې راغلي چې دغه خبریالانې به شپږ میاشتې عملي تمرین کوي او تنخوا به هم ورکول کیږي او په اخر کې به ددوو اونیو عملي کار لپاره د چک جمهوریت مرکز پراګ ښار ته دازادۍ او مشال راډیو  مرکز ته  بیول کیږي .

دا اعلان به  شاید ډيرو ته  دازادۍ راډیو یوه عادي او سخاوت مندانه  پیرزوینه ښکاري ، مګر حقیقت دادی چې تر خواږه عنوان لاندې دغه فیلوشیب په حقیقت کې دافغان اسلامي فکر ، فرهنګ ، کلتور او پت په وړاندې  یو خورا خطرناک دام دی چې دافغانو ښځینه خبریالانو په وړاندې غوړول شوی دی .

غرب په تیره امریکا لکه څرنګه چې په پوځي برخه کې داسلامي اولسونو په محکومولو بوخت دی همداسې په فکري او تبلیغاتي برخه کې هم په یوه نامرئي جګړه لګیا دی ، د پوهانوپه باور  فکري استعمار ترپوځي هغه ډیر خطرناک او خونړی دی ، او کولای شي چې یو ملت له معنوي ، دیني او کلتوري اړخه په بشپړه توګه نابود کړي .

دفکري استعمار او تبلیغاتي جنګ ترټولو بریالي وسائل همدا اوس راډیو او تیلویزون بلل کیږي ، غربیان له کلونو راهیسې په دې هڅه کې دي ، تر څو داسلامي فکر او سوچه عقائدو دمحوې  لپاره له دې ابزارو څخه مؤثره استفاده وکړي  ، او خپل کرغیړن اهداف ترلاسه کړي .

دهمدې لپاره له  نورو غربي استعماري قدرتونوپرته یوازې د امریکامتحده ایالاتو  دنړۍ دبیلابیلو اولسونو لپاره لسګونه  چینلونه او تبلیغاتي ادارې په کار اچولي چې له دې جملې  له پراګ څخه  د RFE/RL  په نامه تبلیغاتی اداره چې د ۲۱ هیوادونو لپاره په ۲۸ ژبو خپروني کوي او ازادۍ راډیو او مشال راډیو یې هم برخه دي ، دغه راز له واشنګټن ډي سي  څخه دVOA  په نامه خپرونه چې له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې په لسګونو ژبو خپرونې لري ، دکیوبا او لاتیني امریکا لپاره دمارتي په نامه راډیو او ټیلویزون چې له میامي څخه خپرونې لري ،  دهندوچین دحوزې او نورو اسیایي هیوادونو لپاره  د ( ازادې آسیا ) په نوم خپرونه او دمنځني ختیځ لپاره  دالحره او ساوا په نوم  راډیویي او ټیلویزوني خپرونې چې دامریکا له ویرجینیا څخه نشرات کوي دیادونې وړ دي .

دیوه امریکایي سناتور  ریچارډ  ج لوګار داعتراف له مخې دنړۍ دمختلفو اولسونو لپاره  په مختلفو ژبو دابیلابیلې خپرونې  په پای کې ټولې دیوه متحد امریکایي استخباراتي سازمان لخوا کنترولیږي  چې مخفف نوم یې BBG   ( په خپرونو دنظارت سازمان ) دی .

دا ټولې غربې مغرضي رسنۍ که څه هم  دبودیجې له اړخه په ځان بسیا دي خو په عملي برخه کې اړې دي د مستهدفو اولسونو او ملتونو له منځه  خبریالان ، نطاقان ، عکاسان او دژوندیو خپرونو چلوونکي ومومي ، له همدې امله خو دوی ډیره هڅه کوي د مستهدفو اولسونو په منځ کې د ژورنالیزم دزدکړې  وړیا کورسونه  جوړ کړي ، او له دې لارې  یو شمیر په محلي ژبو ګړیدونکي ځوانان او پیغلې خپلو تبلیغاتي ادارو ته جلب کړي .

که تاسو پام کړی وي په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې  دغربي رسنیزو ادارو ترټولو زیات عملي تمرکز دژورنالیستانو دتربیې ، تنظیم  او ازادۍ په چارو دی ، دوی په خپل مالي ملاتړ دژورنالیستانو ګڼې ټولنې جوړې کړي دي ، دبیان دغربي ډوله ازادۍ دتمثیل او ترویج لپاره یې بي شمیره موسمي او لنډمهاله رسنۍرامنځته کړي ، او له بلې خوا هڅه کوي دافغانستان د ژورنالیستان له منځه  ځوان استعدادونه غربي تبلیغاتي ادارو ته جلب کړي .

دهمدې مقصد لپاره که پخوا د بي بي سي لخوا  د ژورنالیزم  وړیا کورسونه جوړیدل ، اوس ازادۍ راډیو یوازې دښځینه خبریالانو لپاره  دحسیبه شهید فیلوشیپ په نامه یو فوق العاده پروګرام اعلان کړی ، ترڅوپه منظم شکل  دخپلې خوښې افغان خبریالانې غربي تبلیغاتي ادارو ته  جذب کړي او بیا دمسلمان افغان اولس  دټکولو ، بدنامولو او توهین لپاره دتبلیغاتي لوډسپیکرونو کار ترې واخلي .

لویدیځو رسنیو په تیره بي بي سي تر دې وړاندې دایراني متدین اولس په وړاندې هم کټ مټ  له همدې تاکتیک څخه کار اخیستی ، څو کاله وړاندې  چې کله بي بي سي په پام کې درلوده چې دایران لپاره  په فارسي ژبه  تیلویزوني خپرونې پيل کړي ، نو دکاري پرسونل دموندلو لپاره یې کټ مټ همداسې دوړیا ژورنالیستیکي سکالرشیپونو او فیلوشیپونو  خرابات پیل کړ ، چې ډیرو ایراني نارینه او ښځینه خبریالانو ترلاسه کړل ، له بلې خوا بي بي سي د بهزاد بلور په نامه یو  تکړه او کاریزماتیک  خبریال چې دبرتانیا له استخباراتو سره نږدې اړیکي لري ، دایراني تازدمه خبریالانو  دجلبولو لپاره په کار واچاوو ، نوموړي په بي بي سي کې مختلف جالب پروګرامونه جوړ کړل ، ایراني ځوان  او ځوانې خبریالانې یې خورا  په لوړو اوصافو یادې کړې ځانګړي مرکې یې ورسره وکړې ، دعملي تجربوي کار فرصت یې ورته برابر کړ ، ترڅو په دې توګه یې ګڼ شمیر دخپلې خوښې وړ ایراني ژورنالیستان او خبریالانې  بي بي سي او نورو غربي ادارو ته  جلب کړي ، هغه چې اوس دغرب  دګټو لپاره  دخپل اولس په خلاف  دبي بي سي  ، من وتو ، رادیو فردا او نورو غوندې دلویدیځ  خبري شبکې چلوي ، او ایرانی اولس یې خپل ملي امنیت ته ستر ګواښ بولي .

د غرب دفارسي شبکو دغه  چلوونکې او خبریالانې زیاتره داسې دي چې تولد ، زدکړې او فراغت  یې په ایران کې شوی او لومړني دندې یې هم  په ایران کې ترسره کړی ، ټول عمر په پرده او حجاب کې اوسیدلي ، خو د غربي ادارو همدې فیلوشیپونو دې ته رسولي ، چې اوس یې  حجاب او اسلامي لباس غورځولی او دتیلویزویون په پرده بربنډې دخپل اولس ښکنځلو ته راوتلي دي .

اوس چې بي بي سي راډیو دپښتو ټیلویزون جوړولو او  امریکایي خبري ادارو هم دپښتو خپرونو پراختیا ته مټې رانغښتي ، دوی دکاري ځواک له کمښت سره مخ دي او کوښښ کوي دخپلو تیلویزوني  شبکو لپاره د وخت له موډ سره سم افغانې ښځینه خبریالانې ومومي ، دهمدې لپاره بیلابیل غولوونکي او تشویقي پروګرامونه په کار اچوي ترڅو دافغان اولس پتمنې لوڼې په خپل دام کې راولي او بیا خپله اسلام او افغانیت ضد جګړه ورباندې  ترسره کړي  .

داچې ازادۍ راډیو اعلا ن کړی چې ددې فیلوشیب ګډونوالې به په پای کې اروپا ته دعملي کار لپاره بیول کیږي ، له دې لارې هڅه کوي ، د خپلو ترکار لاندې افغان میرمنو پتمن مزاج ، فکر او متدین فطرت  دماحول او چاپیریال په بدلون سره  بدل او تغیر کړي ، او په دې توګه یې په خپل عریاني غربي  ډنډ ورګډې کړي .

افغان میرمنې په تیره ژورنالیستانې باید دکفارو ددا ډول نیرنګونو په مقابل کې هوښیارې واوسي ، دوی بایداجازه ورنکړي ، چې  څوک یې دخپل اولس په ضد دکفري تبلیغاتي اهدافو لپاره استعمال کړي  ، دوی باید لکه څنګه چې په درانه متدین افغان ټبر کې زیږیدلي  همداسې دمرګ ترساعته خپله سوچه عقیده ، فکر او درنښت وساتي ، ترڅو هم په دنیا کې دابرو ژوند تیر کړي او هم په اخرت کې له الهي عذاب څخه  نجات ومومي .

غربیان هڅه کوي افغان میرمنې هم دخپلو نورو اجیرانو غوندې  له بي حیایۍ او بي پتۍ سره عادي کړي ، خو افغان میرمنې باید استقامت وکړي ، ځکه  دحیاء او غیرت څښتن یوازې یوځل شکست خوري او یوځل که څوک په دې کفري غربي اتڼ ورګډ شي ، شاید بیا ځان ساتل ورته سخت وي ، ځکه لوڅ له اوبونه ویریږي .

ددا ډول ځان بایللو ښه مثال دبي بي سي خبریاله ناجیه غلامي ده ، هغه چې له روسي ښکیلاکه دیوې پتمنې افغانې مهاجرې په حیث دایران مشهد ته لاړه هلته دبي بي سي په یوه همداسې غولوونکي سکالرشیپ باندې تیروته لومړی یې خپل ټیکری او حیاء بایلوده او بربنډه دبي بي سي په ټیلویزون ښکاره شوه ، خو وروسته په خپله ګمراهۍ کې تردې ورسېده چې په هلمند کې له برتانوي عسکرو سره یوځای اوسیده او دصلیب له عسکرو سره اوږه په اوږه دخپل مسلمان اولس په مقابل کې په تبلیغاتي جنګ کې وجنګېده .

ناجیه غلامی

ناجیه غلامي دبي بي سی دتیلویزیون خبریاله په هلمند کې له برتانوي عسکرو سره

الله تعالی دې زموږ مسلمانو خویندو او ژورنالیستانو ته له داسې بدانجام او امتحان څخه نجات ورکړي .

۲۰۱۳/۳/۸ م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x