بغلان: مدني فعالان د طالبانو پرمختګ اندېښمن کړي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): په بغلان کې مدني فعالان وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو پرلپسې پرمختګونو له ګواښونو خالي نه دي.
 
په بغلان کې د مدني ټولنو مشر عاطف عارفيان وايي چې دلته د طالبانو پرمختګونه د دولت د بې غورۍ پايله ده.
 
د هغه په خبره دولت پر دې ښه خبر دي چې طالبان په کومو سیمو کې څومره زور لري خو يا يې پر وړاندې بې وسه دي يا هم ورته پام نه کوي.
 
نوموړی وايي چې طالبان په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين کې پوره واک لري او په وينا يې ډنډ غوري ورته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر په خوښه ور سپارلی دی.
 
دوی د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ګلاب منګل پر دې ملامت کړ، چې ګواکې څو میاشتې وړاندې يې په ډنډ غوري کې له طالبانو سره یو سوله ییزو تړون لاسلیک کړ، چې په پايله کې يې طالبان په ډنډ غوري کې لا غښتلي شول.
 
مدني فعالان په داسې حال کې په بغلان ولایت کې د طالبانو د پرمختګ خبر ورکوي، چې دولتي سرچينې پرلپسې هڅه کوي په دې ولايت کې د داعش نفوذ راپیدا کړي.
 
د شنونکو په باور طالبانو روان کال کې هم په کندوز کې د خپلو زور په زبات سره داعش ته په دې سیمو کې د راپيداکېدو چانس ورنه کړ، خو دا ځل چې دولت په بغلان کې د داعش د پیدا کېدو خبر ورکړ، ښايي طالبان د هغوی تر پیدا کېدو وړاندې دلته هم خپل ځان پوره ثابت کړي.
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د