نظــر

پاک او سپیڅلی انسان …!!

لیکنه:    موسی فرهاد     2015-01-9

دا مهال زه د یو ډېر ښه انسان ، په یاد کې دا څو کرښې لیکم چې په نشتوالي یې موږ ټول رښتیا ډېر غمجن یو. دا عظیم انسان چې اوس زموږ په منځ کې نشته ؛ مرحوم مولوي سیدمحمد حقاني صاحب دی .

ښه صفتونه ښايي ډېر خلک ولري خو په یو چا کې دومره موجود وي، چې د هغه په مړینه او نشتوالي کې په ټولنه کې ستره خلا احساسیږي .د دې واقعیت لپاره موږ بلا ډېري بیلګې موندلای شو .

یو چا ډېر ښه ویلي دي چې :

« مشرتوب او رهبري یو وخت د ځواک ښوودنې معنا درلوده؛ ولې نن د خلکو سره د مرستي او خواخوږۍ معنی لري، او انسان هغه وخت عظمت ته رسیږي چې د نورو د ګټو لپاره زیار وباسي »

حقیقت دی چې دا شی ما په حقاني صاحب کې لیدلی و .

خدای بخښلی حقاني صاحب هغه شخصیبت ؤ چې په نیکو خویونو او ښو ځانګړنو کې یې ساري ډېر کم ؤ . پرته له مبالغې زما په ګمان له ټولو هغو صفاتو برخمن مؤمن انسان ؤ چې د اسلام څلورم خلیفه علي رضی الله تعالی عنه ته منسوب یوه قول کې بیان شوي : « المؤمن بُشرُهُ في وَجهِهِ وحُزنُهُ فِي قَلبِه،  وَ لا يَغْتَابُ ، وَ لا يَتَكَبَّرُ ، وَ لا يَقْطَعُ الرَّحِمَ ، وَ لا فَظٍّ ، وَ لا غَلِيظٍ ، وَ لا يَحْسُدُ النَّاسَ ، يَنْصُرُ الْمَظْلُومَ ، وَ يَرْحَمُ الْمِسْكِينَ ، وَ النَّاسُ مِنْهُ فِي رَاحَةٍ ، لا يَرْغَبُ فِي عِزِّ الدُّنْيَا ، وَ لَا يُرَى فِي حُكْمِهِ نَقْصٌ يُرْشِدُ مَنِ اسْتَشَارَهُ ، وَ يُسَاعِدُ مَنْ سَاعَدَهُ ».

( مؤمن هغه دی چې خوښی یې په تندي او غم یې په زړه کې وي ، له غیبته ځان ساتي ، تکبر نه کوي ، صِله رحمي لري، سخت نه وي ، کینه او کرکه نه کوي ، د مظلوم مرسته کوي ، پر مسکین مهربانه وي ، خلک ورځيني په راحت کې وي ، د دنیا له عزت سره رغبت نلري ، په حکم او سپارښتنه کې یې ترډېره نقص نه وي ، په مشوره غوښتلو کې د چا ښه لارښوونه کوي او په کومک غوښتلو کې ورسره مرسته کوي . )

مرحوم حقاني صاحب چې زه یې له ډېره وخته له نژدې پیژنم ، زه په یقین سره ویلای شم چې نوموړی پر دې صفاتو برسېره له نورو داسي ځانګړتیاؤ څخه برخمن وو چې نن یې په نشتوالي کې د مسلمانانو دا سپیڅلی صف (اسلامي امارت) له یوې ډېري عظیمي هستۍ څخه محروم شوی بولم .

داسی یو څوک چې هم مخلص مؤمن ، جید عالم ، عملي مجاهد ، سیاست پوهـ ، د ادارې چارو ماهر ، ځیرک ، فرهنګ پال ، دیني او ملي ارزښتونو ته کلک معتقد ، ښه مبتکر،مدبر ، بانزاکته ، متواضع ، حیاناک ، لوړه حوصله لرونکی ، د اسرارو ساتونکی ، ډېر مشفیق او مهربان شخصیت وي ؛ نو طبعي ده چې د داسي وګړو نشتوالی د اسلامي امارت لپاره یوه نه جبرانیدونکې ضائعه ده. خصوصاً په اوسنیو حالاتو کې د اسلامي امارت د سیاسي او فرهنګي امورو په برخه کې حقاني صاحب یوه ډېره لویه هستي وه . الله تعالی دې پر ده باندي ورحمیږي ، جنت دي یې په نصیب شي ، او کورنیو پسماندګانو او ملګرو ته دې الله ج صبرجمیل ورپه برخه کړي .

آمین

ربي اغفره وارحمه و تجاوز عن جمیع سیئاته و ادخله الجنة الأعلی .

2015-1-9  شنبه

موسی فرهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x