نظــر

د چين او پاکستان اقتصادي دهليز څوک متنازع کوي؟

سليم ساپی

ما څو څو ځل دا خبره کړې، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز راتلونکي وخت کې د لوبې بدلون لپاره ډېر اړين دی. د پاکستان دفاع او اقتصاد لپاره ډېر ګټور دی، دغه پروسه د بريا درشل ته رسول د پاکستان بريا ده او ناکامي يې د پاکستان ناکامي ده او هر څوک يې، چې د ناکامۍ لامل پيدا شي، د پاکستان ستر دښمن دی. دلته پوښتنه دا ده، چې د ا اقتصادي دهليز څوک او ولې خرابوي، د دې ليکنې په راتلونکې برخه کې د دې پوښتنو ځواب وړاندې کولو هڅه کيږي.

د چين حکومت پاکستان سره د چين او پاکستان اقتصادي دهليز بنسټ ۲۰۱۴م کې کېښودل شوی و، د چين ولسمشر د ۲۰۱۴ په پای کې پاکستان ته راته، مګر د عمران خان له لوري د درې مياشتو اوږدو احتجاجي ناستو له امله د چينايي ولسمشر ناسته وځنډېده، د چينايي ولسمشر د دغه سفر موخه پر دغه تړون لاسليک و او نقشه يې له مخې پلان شوې وه، مګر تر دغه مهال د پاکستان پارلمان، مشرانو جرګه، حتا وزيرانو شورا هم د دې تړون له تفصيله نه و خبر، چې دغه اقتصادي لار به له ختيځه، منځنۍ او که له غربي لارې تېريږي، دا لاره به د پاکستان پر درې که څلورو واړو ايالتونو تېريږي، همدارنګه د دې اقتصادي دهليز ګټه به وړو ايالتونو لږه رسيږي، مګر د صدر اعظم نواز شريف په وينا په هر ايالت کې به اقتصادي زونونه جوړيږي، دغه اقتصادي دهليز د ګلګت بلتستان له لارې پاکستان ته راځي. په کار خو دا وه، چې د ټول پاکستان ولسي استازو، ملي او ايالتي اسامبليو غړي د دې موضوع په اړه په نظر کې نيول شوي وای، مګر د چينايي ولسمشر د راتلو معلومات يوازې او يوازې د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف سره و، د چينايي ولسمشر سفر وځنډيده، حکومت سره بيا هم ډېر وخت و، چې د پارلمان استازو سره په دې اړه خبرې وکړي، مګر دوی بيا هم دا هڅه ونه کړه. د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ جمعيت علما اسلام، عوامي نېشنل پارټي، د مدني ټولنو غړو مظاهرې وکړې، رسنيو هم په دې اړه سم توپان راپورته کړی و، حکومت هم دغه مهال د پارلماني غونډې پر ځای ټول ګونديز کنفرانس راوغوښت او تر اوسه هم حکومت د دغه ټول ګونديز کنفرانس په پرېکړو عمل نه دی کړی.

چې زما په څېر غير تخنيکي او له سوداګريز فکره لرې سړی هم پر دې پوهېږي، چې دا پروژه، چې هر رنګه وي، تړون له هر شرکت سره شوی و، نو لومړی خو يې بايد نقشه جوړه شي، ځای او سيمې يې ټاکل کيږي. دوه کاله وړاندې حکومتي چارواکو د دغه اقتصادي دهلېز يوه نقشه خپره کړې وه، مګر بيا لوړپوړي حکومتي وزير د دغه نقشې له جوړېدو چورلټ انکار وکړ، له ننه يو کال وړاندې د پلان وزير احسن اقبال زما تلويزوني پروګرام «جرګه» ې مېلمه و، ما نوموړي ته دغه نقشه وښوده، نو هغه ترې انکار وکړ، چې دا خو اصلي نقشه نه ده او ژمنه يې وکړه، چې سبا به د دغې اقتصادي دهلېز اصلي نقشه د رسنيو له لارې ولس سره شريکه کړي، له تېر يو کال راهيسې هره ورځ د پلان وزارت او د لويو لارو مرکزي ادارې دفتر ويبپاڼې په پرله پسې توګه څارم، مګر تر اوسه مې د حکومتي پلان وزير د ژمنې سره سم نوې نقشه ونه ليده. د دې کالم ليکلو پر مهال مې اوس هم د پلان وزارت ويبپاڼه وکتله، خو لا هم نهيلی يم. همدا رنګه د اقتصادي زونونو په اړه هم ويل شوي وو، چې د ايالتي حکومتونو په سلامشوره به يې جوړوي، تر اوسه، چې موږ د اقتصادي دهلېز نقشه نه ده ليدلې، هغه ځای کې د اقتصادي زونونو نقشه پرته ده. د دغې نقشې له مخې به ګوادر، کوټې،پېښور، خنجراب، اسلام اباد، لاهور سکهر او کراچۍ کې به اقتصادي زونونه جوړيږي. ما د خيبرپښتونخوا له اعلی وزيره پوښتنه وکړه، چې په دې اړه يې مرکزي حکومت سره څه خبره کړې؟ نو د هغه ځواب نه و. د پلان له مخې پرېکړه شوې وه، چې د ټاکل شوي قانون له مخې بايد هر درې مياشتې وروسته بايد يو ځل په دې اړه غونډه وشي. په دې اړه د خيبرپښتونخوا او سند ايالتي حکومتونو هم سستي کړې؛ ځکه چې د قانون له مخې هر ايالتي حکومت د اړتيا پر مهال د اقتصادي دهلېز په اړه ګډې غونډې جوړولو غوښتنه کولای شي.

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک وايي، چې شل ورځې وړاندې يې په دې اړه د غوڼدې جوړولو غوښتنې تر څنګ يې له حکومته غوښتنه کړې، چې د پټو ناستو له لارې دې د اعتراض کوونکو د وېشلو هڅه نه کوي.

په ټول ګونديز کنفرانس کې پرېکړه شوې وه، چې د پلان وزارت به د چين او پاکستان د نوې اقتصادي لارې په اړه نوې ويبپاڼه جوړوي او وخت پر وخت به په دې اړه نوي معلومات خپروي، مګر د يو کال په تېرېدو لا هم دغه ويبپاڼه نه ده جوړه شوې، د پلان وزارت ويبپاڼې يوه برخه د چين او پاکستان اقتصادي دهلېز ته بېله شوې، چې په کې د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف او د پلان وزير احسن اقبال لوی انځور پروت دی، چې چينايي چارواکو سره د چين او پاکستان اقتصادي دهلېز په اړه خبرې کوي.

لومړي وزير نوازشريف تېر کال د ټول ګونديز کنفرانس پر مهال ټول ولس سره ژمنه کړې وهو چې لويديځه لاره به لومړی جوړيږي او اوس موږ ګورو، چې پر ختيځه لار نه يوازې دا چې کار پيل شوی، بلکې پای رسېدو وخت يې نږدې دی. بل پلو پر لويديځه لاره نه تر اوسه کار پرې پيل شوی او نه يې فيزونه جوړ شوي، نه بودجه معلومه ده او پرانسته خو يې لا لرې خبره ده.

په دې وروستيو کې د بلوچستان او خيبرپښتونخوا ولسونو او سياسي ليډرانو د حکومت پر ضد توندې او ترخې نيوکې او مظاهرې پيل کړې او پر حکومت فشار زيات شو، نو حکومت د اين ۵۰ او اين ۷۰ لويو هاوې سړکونو د جوړولو پرانيسته وکړه او دا پروپاګند يې پيل کړ، چې د اقتصادي لارې لويديځه «روټ» کار يې پيل کړ، هغه ورځ، چې کوم سياسي ليډران ژوب کې د دغه سړک پرانېستې پر مهال نوازشريف سره و رسنيو ته وويل، چې لومړي وزير ورسره ژمنه کړې، چې دوهمه مرحله کې به همدا سړک شپږ سرکه موټروې جوړيږي او د اقتصادي دهليز د ګټو لپاره به کارول کيږي. په دې اړه مې، چې د لويو لارو مرکزي دفتر ويبپاڼه وکتله، نو د حکومت پلوو سياسي ليډرانو درواغ ښه راڅرګند شول. دلته خبره دا ده، چې يا حکومت پلوي سياسي ليډران درواغ وايي او يا هم لومړي وزير دوی ته درواغ ويلي دي.

د لويو لارو جوړولو مرکزي ادارې دفتر ويبپاڼې د ټول پاکستان سړکونو انځورونه خپاره کړي او کوم سړک، چې څو ورځې وړاندې ژوب کې د لومړي وزير له لوري پرانستل شو، نو هغه موټروې نه، بلکې هاوې بلل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د سړکونو او لويو لارو جوړو چارې له نا اعلان شوي وزير، د صدر اعظم زوم کيپټن صفدر سره دي او له تېرې اوږدې مودې د نواز شريف د سکرتر په توګه کار کوي.

د موټروې او سړکونو اداره مستقيما له نوازشريف سره ده، په دې اړه د کابينې خبرې هم د پاملرنې وړ نه دي، ګواکې دا اداره د نوازشريف د کورنۍ غړو په لاس کې ده.

٭ د نوازشريف مسلم ليګ ګوند کې ځينې کسان ځانونه ملتپال مسلم ليګيان بولي، چې دوی د لومړي وزير وکالت او استازيتوب د مسلم ليګيانو په څېر کوي او ښکنځلې بيا د عمران خان ګوند انصاف غورځنګ په څېر. دا خلک زموږ په څېر سپين ژبي خلک په دې تورنوي، چې موږ د چين او پاکستان ترمنځ دغه اقتصادي دهلېز کې ستونزې او کړاوونو رامنځته کوو، مګر زه دا خبره کوم، چې دا ولس اوس دومره ساده او ناخبره هم نه دی، چې په ځمکنيو حقايقو پوه نه شي او دوی پوهېږي، چې د دې پروژې ناکامه کوونی او لانجه جوړوونکی څوک دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x