نظــر

د کندهار د زنګاوات پاڅون!؟

اسدالله خالد له امريکا څخه ټلفون راوکی، خپل پېغام يې پريښود، د قندهار امنيه قومندان عبدالرازق اڅګزي له هرات څخه ټلفون وکی، ويې ويل چي: زه، دقندهار امنيه قومنداني او د پنجوايې امنيه قومنداني ستا په خدمت کي دي.

سهار وختي ټولي رسنۍ پر دي لګيا وي چې د کندهار ولايت د پنجوايې ولسوالي د زنګاوات په سيمه کی ولسي خلګو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دی.

لږ وروسته مطبوعاتي کنفرانسونه او د زنګاوات څخه د همدې پاڅون مشر بابک هم د رسنيو پرمخ راښکاره شوه، ډول ډول څرګندوني يې وکړي، دا يو ولسي پاڅون دی، موږ له طالبانو په تنګ شوي یو، خپله سيمه خپله ساتو، چاته اجازه نه ورکوو چي زموږ مکتب وسوځوي، چې زموږ ځوانان را ووژني او چي پر موږ د پاکستان پنجابيان مسلط کړي.

داهرڅه يو ناڅاپه د خلګو غوږونو ته د رسنيو د لاري ورسيدل، پخوا وختونه ښه وو، او متل وو چې: درواغ رښتيا کيږي کلي به وران وي، اوس که غرب له رسنيو څخه ګټه کوي، نو تاوان به يې هم ګالي، هر کار مثبت او منفي دواړه برخي لري، د غرب له پاره د رسنيو مثبت اړخ دادی چي ددوی په خوښه خپروني او خبري کوي، زموږ د مسلمانو پرضد خپروني او خبرونه وايې، خو زموږ له پاره بيا دا ګټه او ددوی له پاره تاوان دی، چي کله هم دا ډول خبري واورو نو سمدستي د رښتيا موندلو په لټه کي شو، او ترهغه وخته کوشش کوو ترڅو چي حقايق پيداکړو.

د زنګاوات د پاڅون د ږغ اوريدلو سره ما هم هڅي پېل کړي چي ددغي موضوع اصلي څيره پيداکړم، زه له اوله سره پوهيدم چي داهر څه يو ناڅاپه؟ شوني نه دي، او ترشا يې پټ لاس شته.

سلطان محمد د پنجوايې ولسوالي امنيه قومندان چي په قوم اڅګزی دی، تر دي له مخه د ميوند ولسوالي امنيه قومندان وو، او له دي څخه مخکي يې په شوراوک کي هم د امنيه قومنداني مسؤليت په غاړه وو.

سلطان محمد او ورور يې خان محمد ( خان محمد په شوراوک کي د طالبانو سره په مخامخ جګړه کي کلونه وړاندي ووژل شو) د روسانو د تجاوز پر وخت پيژندل شوي او ښه مجاهدين وو، د طالبانو د وخت وزير ملا محمد صادق آخند په جبهي کي يې جهاد کاوو، او د طالبانو د وخت ډیری مشران يې د جهاد پر مهال انډيوالان پاتي شوي دی.

زموږ د زنګاوات خلک ټول خان محمد پيژني او د يو ښه مجاهد په سترګه يې ورته کتل، دا ډول د کرزي د حکومت ترمخه سلطان محمد هم په زنګاوات او پنجوايې کي خلګو ښه ياداوه.

کله چي د طالبانو حکومت ړنګ شو، امريکايان او ورسره پخواني فراريان راغلل، په دي ډله کي سلطان محمد او ورور يي هم بيا فعاله شول.

ملانداءمحمد د طالبانو مشهور قومندان چي د پنجوايې اوسيدونکی وو، د سلطان محمد او خان محمد سره د پخواني شناخت او اعتماد پربناء د کندهار ولايت دپنجوايې ولسوالي ته راغلل، اوهلته يې غوښتل چي خپل پټ فعاليت شروع کړي، ددغسي کار له پاره په کار وه چي د حکومت پلوه کسانو له خوا د تهديد څخه ځان وساتي، او د زنګاوات په سيمه کي تر ټولو قوي خلک همدا سلطان محمد او خان محمد وو.

ملانداء محمد له سلطان محمد سره رابطه ونيوله او سلطان محمد هم پوره ډاډ او اطمنان ورکړ چي په پټه به خبري ورسره کوي، او ددوی معلومات به هيچاته هم نه ورکوي.

طالبان ډير خوشباوره او ژر اعتماد کوونکي دي، خو داځل له ملا نداء محمد سره سلطان محمد تاريخي غداري وکړه، کله چي ملانداء محمد او ملګري يې سلطان محمد ته راغلل، هغه يې لاسونه او پښي وتړلي، سترګي يې ور پلستر کړي او مخامخ دغه مشهور طالب قومندان په کندهار کي د سي آی اې امريکايې کارکوونکي ته وسپارل شو، چې ډير ژر تر ګوانتانامو پوري ورسيدی.

له دي وروسته سلطان محمدامريکايانو او حکومت ته ډير مهم سړی شو، داچي بي سواده دی نو ځکه خو هر وخت امنيه قومندان پاتي شو، ولي ولسوال هم دده په خوښه ورته ټاکل کيږي.

عبدالرازق اڅګزی چي د کندهار امنيه قومندان دی، خپل عزيز يې په ميوند کي د طالبانو په مقابل کي سخت وليد، په ميوند کي سلطان محمد د طالب په نوم ډير بې ګناه کليوال ووژل، او ډير يې وځورول، او ډيری ځوانان يې په بند کي شکنجه او زجر کړل.

ددغو ظلمونو، امریکا او حکومت ته د خدمتونو له امله سلطان محمد ددي له پاره پنجوايې ته واستول شو چي هلته ښه بلد دی، او بل داچي دده د قوم خلک هم ورسره همکاره شي.

پنجوايې ته په را رسيدو يې داسي ظلمونه وکړل چي خلک يې حق حيران کړل

سلطان محمد د زنګاوات په سيمه کي چي موږ هم هلته نږدي اوسيږو، د نوروزو کلي ته راغی، خلکو پيږاندی او ده هم ټول کليوال پيژندل، يوه سپين ژري د روغبړ له پاره ورته را مخکی شو، سلطان محمد ژغ باندي وکی چي ته دلته هم راغلي، ځوی دی طالب دی او ته لا ژوندی ګرځي، د ټولو کليوالو په مخکي يې په توپانچه وويشت او هغه سپين ژری يې په دی ګناه شهيد کړ، چي ده ورته ويل ځوی دی طالب دی.

ماښام ټولو رسنيو پر يوه خوله ښکلی خبرخپور کړ، د پنجوايې په ولسوالي کي يو تن ځانمرګي مخکي له دي چي پر امنيه قومندان بريد وکړي تر بريد وړاندي ووژل شو.

د زنګاوات له پاڅون څخه څو ورځي وروسته، يې زموږ د کلي يو سپين ژری په دي تور ونيو او ولسوالي ته يې بوت چي ځوی يې طالب دی، عيني شاهد وايې چي هغه سپين ژيری يې ډير زيات وواهه، دومره زيات چي مرګ ته نږدي وو، بيا يې لاسونه او پښي تړلی د ولسوالي په ميدان کي کښيناوو، سلطان محمد يواځي ورته راغی، سپين ژيري ته يې وويل چي ووايه چي ځوی مي طالب دی.

هغه وويل چي ځوی مي طالب نه دی او نه موږ له طالبانو سره تماس لرو

سلطان محمد خان ته قهر ورغی، سپين ژيری ته يې وويل چي دري واره درته وايم، که اقرار دی وکی، ښه ده، ستا په ګټه ده، او که اقرار دي ونه کی، قسم په خدای چي ودي وژنم، توپانچه يې په ګوته تر بند نيولي وه او څرخوله يې.

يو وار داسي په سپين ژيري شاوخوا را وګرځيد، ويې ويل چي اول وار دی، ووايه چي ځوی مي طالب دی. هغه مظلوم وويل چی ځوی مي طالب نه دی.

سلطان محمد ورته وويل دوه واره لا پاتي دي، که اقرار دي ونه کی، په خدای مي دي قسم وي چي وژنم دي.

بيا د لاس او پښو تړلي سپين ژری پر شاوخوا را وګرځيدی، ويې ویل دوهم وار سو، ووايه چي ځوی مي طالب دی، که نه وژنم دي، هغه سپين ژري وويل چي ځوی مي طالب نه دی.

سلطان محمد خان دريم وار د سپين ژري شاوخوا راوګرځيد، د توپانچي بند يې په شهادت ګوته کي او څرخوله يې، سپين ژري ته يې وويل چی دريم وار دی، ښه غوږ ونيسه او ښه يې واوره، دا اخري وار دی،پرمحمد رسول الله که دا وار دی هم وويل چی ځوی مي طالب نه دی، چي ټوله دنيا راته ووايې که د ژوند ګوله راڅخه پر خوله کي. ووايه ځوی دی طالب دی که نه؟ سپين ژري وویل طالب دی.

دا اقرار او دا محکمه، اوس به سپين ژري په دی جرم نوره شکنجه هم ګالی چي سلطان محمد د توپک په زور اقرار ورڅخه اخستی چي ځوی يې طالب دی.

سلطان محمد ته تر ټولو ښه کلي همدا خپل د اڅګزو کلی وو، هلته به ډير وخت تلی، او خلک يې تشويقول چي سلاح واخلي او له حکومت سره ودريږي. د اربکيانو له پاره يې ډير کمپاين کاوو.

ودود ماما چي وروسته رسنيو د بابک په نوم مشهور کړ، د چرسو عملي او په خپل کلي فیشنګانو کي اوسيدی، ورور يې حاجي باچا هم ورسره وو، او دوه دري يې ځوانان زامن ورسره اوسيدل.

دجهاد له وخته بيا د د پاڅون تر ورځي داسي څوک نه دی پيداشوی چي د ودود ماما بد ووايې، خپله ګپه يې تازه وه، هرځای چي وو، هلته به مجلس پري ګرم وو، او بې ځايه مجلسونو ته هم نه تلی.

پخوا هم په خپل کلي او کور کي په دی مشهور وو، چي له ودود ماما سره خبره مه پيچۍ، په ځواني کي يې په بدمعاشي هم لاس واهه، خو چاته يې بي ځايه تکليف نه ورکاوو.

د طالبانو دي هم کور ښاد شي، خامخا به ځينو بې تجربې ځوانانو ودود ماما ته څه ويلي وي. چې دودود ماما دناخوښۍ سبب ګرځیدلي

د شپي پر وخت ودود ماما (بابک) په پټه د پنجوايې امنيه قومندان سلطان محمد ته ورغی، هغه ته يې وويل چي مسلح نفر راکه، او زه به د پاڅون اعلان سهار وکړم.

امنيه قومندان پنځلس وسلوال پوليس په شخصي کاليو کي بابک ته له وسلو او مهماتو سره په لاس ورکړل، د شپي په تياره کی بابک ټول پوليس صحيح سلامت خپل کلي فيشنګانو ته ورسول، او په خپل کور کې يې پوليس ځای پر ځای کړل.

بل سهار ټولو رسنيو ته خبر ورکول شوی وو، چي په زنګاوات کې خلګو د طالبانو پرضد پاڅون کړی دی، دکندهار د ملي ټلويزون کمري ترخبريالانو مخکي د امنيه قومندان په مرسته تر زنګاوته ورسيدلي، او د ځينو رسنيو خبريالان هم د پوليسو په بدرګه کي د زنګاوت سيمي ته يوړل شول.

غوغا جوړه شوه، ټوله دنيا خبره شوه چې د زنګاوات خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دی، خو هلته هیڅ يوه خبريال دا پوښتنه په کليوالو کاليو کې له پوليسو څخه ونه کړه، چي تاسي دکوم کلي ياست؟ وسله مو له کومه کړه؟ او دا پنځلس ځوانان څه ډول يو ناڅاپه راپيدا شوئ؟ څه ډول له ليرو کليو څخه دلته راغلئ؟ څنګه ددي پاخه عمر سړي تر قوماندي لاندي مو وسلي ته لاس کړ؟ او د وسلي اخستلو عامل څه وو؟ ولي مو د نورو امنيه قومندانانو په وخت کي سلاح وانه خستله؟ اوس چي هر وخت ستاسي کلي ته امنيه قومندان راتللای شي، او طالبان کم معلوميږي، نو بيا څه علت وو چي تاسي پاڅون وکړ؟ ستاسي د کلي څخه خو نه طالبانو څوک بيولي، نه يې ويشتلي او نه يې وهلي او ډبولی دي، د پاڅون انګيزه مو څه وه؟

دا ټولي پوښتني د خبريالانو څخه هيري شوې، يواځي دا خبر يې د حکومت په خوښه نشر کړی چي په زنګاوات کي خلګو پاڅون کړی دی.

د اربکيانو نوم چي په هيواد کي بد شو، نو ددي له پاره بديله لاره وسنجول شوه، لومړی وار د اندړو په ولسوالي کي عام پاڅون اعلان شو، څو ورځي وروسته د غزني پاڅون نوم ورکول شو، وروسته بيا د اندړو د پاڅون نوم او بالاخره د اندړو اربکيان يې سم او پاتي نوم شو.

په لغمان، او مقر کې دي ته ورته ولس غولونه وشوه، خو ژر افشاء شوه، چي اربکيان د پاڅون ترنامه لاندي سلاح اخلي.

بابک چي د رسنيو پرمخ راښکاره شو، سمدستي يوټانګ، دوه رنجر د پوليسو موټرونه، ثقيلان (پيکا) او نوره وسله ورته ورکول شوه.

دکندهار امنيه قومندان عبدالرازق خان امر وکړ، چي پنځوس مسلح سرحدي پوليس، پنځوس ميله اضافه وسله او خوراکي مواد بابک ته همدا نن تيار کړئ، د بابک سره پنځلس د ولسوالي پولیس او پنځوس دکندهار امنيه قومنداني ورکړل، چي ټول پنځه اويا کسان کيږي.

د سرحدي پوليسو سره هم موټران او مهمات وو، او ټول د زنګاوات کلي ته ورسيدل، د بابک په کور کی يې ځای ونيو، پنځه ويشت موټرسايکلان به وروسته ورته رسيږي، همدغو سرحدي پوليسو پاڅون بيا له سره اعلان کړ. یعني له طالبانو سره دښمني يې د رسنيو له خولي د اربکي په نوم نه بلکه د ولسي پاڅون په نوم د بابک له خولي اعلان کړه.

امنيه قومندان بابک ته وويل چي د کندهار امنيه قومنداني او پنجوايې امنيه قومنداني ستا په خدمت کي دي، ستا غوښتنه او پر موږ يې پر ځای کول دي، دواړو قومندانيو ته يې امر وکړ چي که په شپه وي او يا ورځ وي چي بابک هرډول کمک ته ضرورت ولري بايد پرځای يې کړئ، او زما اجازي ته هیڅ اړتيا نشته.

اسدالله خالد له امريکا څخه د کندهار د استخباراتو رياست ته ټلفون وکړی، هدایت يې ورکړ چي بابک پيدا کړي له ده سره يې پر ټلفون وږغوي، هغوی ونه توانيدل چي بابک ژر پيداکړي او يا يې داستخباراتو رياست ته راولي، د استخباراتو مشر مامور زنګاوات ته ولاړ، هلته يې بابک ته ملي امنيت د لوی رئيس اسدالله خالد سلام او پېغام ورساوو، او دهر راز همکاري ژمنه يې ورسره وکړه.

د پاڅون له اعلان سره سم بابک د کلي خلکو ته وويل چي کور او سړی درڅخه غواړم چي وسله واخلي او زما سره ودريږي، ځينو کډه وکړه او ښار ته بار سول، ځيني ځوانان د مزدوري او خواري په نوم پاکستان ته وتښتيدل، په ګرده هفته کي يې درې نفره کليوال پيداکړل، دوهمه هفته پنځه نفره شول، او اوس يې دوه نفره د بل کلي هم ورسره يوځای کړي، ټول اربکيان اوه تنه دي چي د ودود ماما په مشري اوس د پاڅون په نوم ږغ کوي. او نور ګرده ورسر پوليس په شخصي جامو خو د حکومت په رينجر موټرونو او ټانکونو کي دي.

اوس تاسي لوستونکی قضاوت وکړئ چي د پاڅون نوم ورکوئ او که د اربکيانو؟ يه زنګاوات کي خو ټول عام خلګ يې اربکيان بولي.

د سپيروان د پاڅون اصلي څيره او عوامل به په بله ليکنه کي ولولئ، يو داچي ليکنه اوږده نه شي او بل داچي حوصله مو تنګه نه شي

—-

عبدالله افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x