افغانستان

کونړ: په واده کې د موټر چپه کېدو له امله ۱۵ تنه مړه شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): په کونړ ولایت کې د واد د یو موټر د چپه کېدو له امله ۱۵ تنه مړه شوي دي.

پېښه نن د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د ډاټسن موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوه.

د چپې درې ولسوالۍ امنیه قومندان نجیب الله وايي چې د واد د مراسمو د ګډونوالو یو ډاټسن موټر په غره کې چپه شوی دی.

هغه وايي چې په پېښه کې لومړی ۱۴ تنه مړه شول او شپږ نور ټپیان يو، خو یو تن روغتون ته په لاره سا ورکړه.

د کونړ د عامې روغتيا مسوولین وايي چې دوی ته له چپې درې نه دوه جسدونه او پنځه ټپیان ور وړل شوي دي.

د عامې روغتيا ريیس ډاکټر احسان الله فضلي وايي چې د ټپیانو له ډلې يو تن سا ورکړه او د څلورو نورو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x