نظــر

په مجازي نړۍ کې د سياسي اسلام د مخنيوي هڅې ورځ تر بلې ګړندۍ کيږي

لیکوال: هادف –

په مجازي فضا کې د «افراطيت او ترهګرۍ» د ترويج پر وړاندې د مبارزې لپاره د امريکا دولت د ځانګړو کاري ټيمونو جوړول پيل کړي دي. امريکا د مرغومي په ۱۸مه نېټه د جمعې په ورځ د دغو ډلو د جوړولو خبر ورکړ. سپينې ماڼۍ يوه کاري ډله د امريکا د کورنيو چارو او سترې محکمې په ګډون رامنځ ته کړې، ترڅو له «افراطيت او ترهګرۍ» سره د مبارزې په برخه کې خپلې هڅې سره منظمې او لا ګړندۍ کړي. بل پلو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم د «نړيوال ګډون مرکز» تر نامه لاندې د هغه تشکيل خبر ورکړی چې له متحدو ايالاتو نه بهر د «افراطيت او ترهګرۍ»  پر وړاندې د مبارزې په موخه د مجازي فضا د مخاطبانو د وړتيا د لوړولو په موخه جدي هڅې کوي.

له دغو ټولو هڅو سره يو ځای د سپينې ماڼۍ چارواکو له لويو انټرنټي کمپنيو سره د کلفورينيا په سن خوزه ښار کې په مجازي فضا کې د «افراطيت او ترهګرۍ» پر وړاندې د مبارزې په اړه بحثونه او مشورې پيل کړي دي. په دغو مشورو او بحثونو کې د ګوګل، اپل، مايکروسافټ، فیسبوک او ټويټر کمپنيو مديران د امريکا د دولت له سترو مديرانو سره ګډون لري، ترڅو په مجازي نړۍ کې د «افراطي او ترهګرو» ډلو د پروپاګندا پر وړاندې د مبارزې لارې چارې  ومومي. دې ته ورته پتېیل شوې چې قاضی القضات لوريتا لينچ، د اف.بي.آی مشر جیمز کُمي او د ملي استخباراتو د سازمان مشر جیمز کلپر به هم د دغو کاري ډلو په غونډو کې په منظمه توګه برخه واخلي.

سره له دې چې د مجازي نړۍ هېڅ لويه کمپنۍ نشي کولای د امريکا په څېر د لوی ښکېلاکګر حکومت له پاليسيو څخه مستقلانه عمل وکړي. مګر بيا هم په دې اړه د دغو کمپنيو مديران وايي چې له امريکا سره په دغه برخه کې له مرستې سره – سره د هغوی د ګټه اخيستونکو د شخصي حريم د ساتلو په اړه تشويش لري. ځکه کېدای شي چې د هغوی له خوا حکومتي ادارو ته د اشتباه معلوماتو له ورکولو وروسته د هغوی د کاروونکو لپاره د بې ځايه سرخوږيو سبب شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د «تروريزم» تر نوم لاندې د اسلام او اسلامي امت پر وړاندې د امريکا او ناټو  ګرمه جګړه له ۲۰۰۱م کال څخه تر ننه په سخت شدت سره دوام لري. مګر د ګرمې جګړې له لارې هغوی د سياسي اسلام مخه ونه شوه نيولای. نو د ۲۰۱۵م کال په فبرورۍ کې امريکا د يوه درې ورځني نړيوال کنفرانس د رابللو په واسطه هڅه وکړه، ترڅو د «تروریزم» تر نامه لاندې د اسلامي امت پر وړاندې د جګړې پر پاليسيو او آن د «تروريزم» د تعريف په اړه له سره غور وکړي. هماغه وو چې د کفارو پر وړاندې د اسلامي امت د مادي مقاومت او جګړې ترڅنګ د هغوی فکري او سياسي مبارزه هم ترهګري او افراطيت وګڼل شوه او له هغې وروسته يې د ګډون کوونکو استعماري هېوادونو، د اسلامي خاورو د لاسپوڅو نظامونو او نړيوالو استعماري موسسو له خوا عملي اقدامات پيل کړي دي، چې په رياض کې د ۳۴ لاسپوڅو تش په نامه اسلامي هېوادونو په ګډون اېتلاف يې تر ټولو څرګنده بېلګه ده.

د اسلام پر وړاندې د کفارو د دغه وحشي او تروريستي وسله والې، فکري، سياسي او تبليغاتي جګړې په ترڅ کې هغوی په نړيواله سطحه د حزب التحرير په ګڼو ويبپاڼو باندې بريدونه پيل کړل، چې يو شمېر يې په لومړي سر کې له خپرونو وغورځولې، خو د الله سبحانه وتعالی په فضل او د امت د دغه ستر حزب د تخنيکي وړتيا په مرسته يې بېرته په خپرونو پيل وکړ. په دې ترڅ کې په وار- وار د حزب التحرير د امير فاضل عالم، ستر فقيه، مهندس عطاء بن خليل ابوالرشته فيسبوک پاڼې، د افغانستان په ګډون د حزب التحرير د بېلابېلو مطبوعاتي دفترونو او رسمي ويندويانو پاڼې او اکونټونه، د شام د پاڅون کوونکو فیسبوک پاڼې او د يو شمېر مخلصو مجاهدو ډلو پاڼې له منځه يووړل شوې.

((يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ)) ‏سورت صف:۸ آيت

غواړي د الله سبحانه وتعالی د «دين» نور په خپلو خولو سره مړ کړي، ولې د الله سبحانه وتعالی د «دين» نور خپل ځان بشپړوي، ولو که هرڅومره يې کفار نه خوښوي.

هادف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x