ټولنیزه برخه

د موخو او خوبونو تر منځ توپیر

لیکوال: رحمت الله پښتون
لیکوال: رحمت الله پښتون

ليکنه: رحمت الله پښتون –

روْيا او يا په عامه ژبه خوب د فکرونو، انځورونو او احساساتو يوه نړۍ ده چي کله انسان ته د ويده کېدلو په حال کي راځي. د روْيا عنوان او هدف په روښانه توګه معلوم نه وي، که څه هم يو ساينسي او فلسفيز اړخ لرونکې موضوع ده . خوب زياتره وخت د سترګو د ګړندي بند والي په حالت کي چي هغه ته په انګريزي ژبه (Rapid-eye Movement) هم وايي را منځ ته کيږي. همدارنګه، خوب د ويده والي په هر حالت کي امکان لري راسي، مګر نوموړي خوبونه تر ډېره بريده د حافظې څخه ژر تښتي.

د خوب د اوږدوالي معيار په سمه توګه معلوم نه دی؛ کله نا کله په کمو شېبو کي بشپړه سي، مګر ځيني وخت د شلو څخه بيا آن تر دېرشو دقيقو پوري هم دوام کولای سي.

په ننۍ عصر کي خوبونه د نا آرامه اذهانو سره قوي اړيکه ساتي. دا د عادي حالت څخه بيا تر وحشيانه حالت پوري خپله بڼه غوره کوي. خوبونه د مختلفو طبيعتونو هر نوع لون کولای سي جوړ کړي. د بېلګي په توګه: حيرانونکي، شهوتي، ډارونکي، وحشي، د ميني او داسي نور ورته حالتونه چي هر يو يې په خپل چوکاټ کي مختلف رول لوبوي.

موخي بر خلاف د خيال (روْيا) عبارت د هغه افاقې څخه دی چي بشر يې د خپلو هڅو پر بنا په خپل معين وخت کي د يوې او يا څو کړنو د ترسره کولو لپاره په کار اچوي. په آسانه توګه داسي هم ويلای سو چي، موخه د هيلو بشپړ والي ته وايي. ډېری خلک کوښښ کوي تر څو خپلي موخي په يو ټاکلي وخت کي بشپړه کړي چي ددې کار لپاره دوی د ختم نېټه هم ټاکي. موخه په اصل کي هدف او تګلاري ته هم ورته والی لري، مګر د دوی توپير د هغوی په کړنه او فلسفې کي نغښتلی.

د موخي جوړونه:

موخه بايد د (SMART) د خواصو لرونکي وي، یاني:

  1. Specific – مشخص وي
  2. Measurable – د اندازه کولو وړ وي
  3. Achievable – لاسته راوړونکی وي
  4. Relevant – مناسب موزون وي/ مربوط وي
  5. Time-bonded – په ټاکلي وخت کي بشپړه کېدونکی وي

د موخي په جوړونه کي ايډوين اې. لاکي او د هغو ملګرو خپل نظر داسي وړاندي کړی، «د موخي د جوړوني لپاره د سمارټ خواص بايد شتون ولري دا ځکه چي د دوی د شتوالي له وجهي د موخي اساسي رکنونه او د هغه ريښې پخې پاته کيږي چي بلاخره د ټاکلي هدف لاس رسي ته شخص کولای سي خپل چمتوالی هر وخت ولري»

اوس راځو د خوب او موخي ترمنځ مهم توپيرونه تر څيړني لاندي نيسو:

۱: موخي هغه څه دي کوم چي ته پر هغه باندي کار کوې. خيالونه (روْيا) هغه څه دي کوم چي ته فکر پرې کوې: موخي وه کار ته اړتيا محسوسوي. خوبونه او يا خيالونه حتا د ګوتي د ښورېدلو بغير هم کېدلای سي واقع سي.

۲: موخي د پای نېټه لري. خوبونه عيني شان خوبونه وي: موخي بايد چي د پای نېټه ولري. دوی يو مشخص او ټاکلی وخت لري. خوبونه او خيالونه تر هر ځايه غځېدلای سي. په حقيقت کي ځيني اشخاص خوبونه ساتي چي د خپل ژوند تر آخره سولګۍ هم بشپړه نه سي.

۳: خيالونه همېشه آزاد وي. موخي همېش قيمت لري: تاسو کولای سئ د ورځي خوبونه وګورئ بغير له کوم قيمت څخه، مګر موخه بغير له قيمت څخه راځي نه. وخت، پيسه، هڅه او خوله دا هر څه بايد شته وي تر څو موخه مو قيمت ارزښت پيداکړي او بشپړتوب ته لاره هواره کړي.

۴: موخي نتيجه توليدوي. خوبونه نتيجه نه سي کولای توليد کړي: غواړې چي په ژوند کي دي بدلون راسي؟ دنده کي دي غوره والی وليدل سي؟ موخي يې درته کولای سي. مګر خوبونه تاته د هغو يو انځور په خيالي بڼه څرګندوي چي هغه کله نا کله بغير له کوم ربط درته جوړونه کوي.

۴: خوبونه خيالي وي. موخي د حقيقت پر بنا استوار وي: تاسو کولای سئ ددې نړئ د يو لوی ديکتاتور په حيث خيال ولری، مګر هغه په اصل کي کېدونکی نه دی. موخي هغه دي کوم چي په اصل کي کېدونکي وي. هغه زموږ د ژوند په حقيقي نړۍ کي را غونډ سوي وي. موخي همېش بايد لويي وي، مګر د طبيعت خلاف نه وي.

۵: خوبونه کېدلای سي تاسو وهڅوي. موخي ستاسو ژوند بدلوي: خوبونه شايد په تاسو کي تشويق را وپاروي. شايد تاسو نور هم وهڅوي، مګر موخي په حقيقت کي ستاسو ژوند بدلوي او د ژوند وه اساسي مرام ته دي برابروي.

۶: موخي وه سخت کار ته اړتيا محسوسوي. خوبونه تنها ستاسو وه خيالاتو ته اړتيا لري: خوب ليدنه آسانه وي. تقريباً هر شخص خوب لري. مګر، لږ کسان په خپل ورځني ژوند کي موخي لري. موخي سختي وي او وه ډېر کار ته اړتيا لري.

۷: خوبونه ستاسو خيالات کشوي. موخي تاسو ته انقباض درکوي: خوب ليدنه وه نورو خوبونو ته لاره هواروي. هغه ستاسو د خيالاتو وه نړۍ ته نور محدويات هم اوږدوي. مګر، موخي تاسو ته انقباض درکوي، ستاسو وړتيا، لياقت، او بدلون زياتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x