افغانستان

امريکايي ځواکونه بېرته جګړې ته راګرځي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): دوه اونۍ وړاندې بګرام کې د شپږو امريکايی سرتېرو له وژل کېدو او وړمه ورځ د هلمند مارجه کې د امريکايي چورلکې له نسکورېدو وروسته غربي رسنيو د افغانستان جګړې، طالبانو او امريکايي عکسرو د پوځي ماموريت په اړه بحثونه او څېړنې پيل کړي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې د ۲۰۱۴ په پای کې ولسمشر بارک اوباما افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پوځي ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ، مګر دوی ګوري، چې له افغانستانه د امريکايي سرتيرو د وژنې خبرونه وخت پر وخت ورځي.

«ان پي ار» خبري او تحليلي ويبپاڼې وړمه ورځ مارجه کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو لومړي بريدمن ميتيو ميککلنټوک وژل کېدو ته په اشاره ويلي، چې امريکايي پوځيان يو ځل بيا په پرېمانه کچه افغانستان کې د جګړې ډګر ته په ستنېدو دي.

د ۲۰۱۴ په پای کې بارک اوباما ويلي و، چې د امريکايي او ناټو ځواکونو دنده به يوازې د افغان ځواکونو روزنه او نظامي مرسته وي.

ان پي ار افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د پخواني قوماندان او اوس د امريکا ځانګړو قواوو د پوهنتون استاد قوماندان متقاعد جنرال ډيو بارنو له قوله ليکلي، چې امريکايي پوځيان يو ځل بيا په سختو جګړو کې ښکېل شول او اوس که موږ په دې اړه هر څه ووايو، امريکايي پوځيان به د جګړې ډګر کې پراته وي، مګر د پنټاګون چارواکي نه غواړي، چې په دې اړه په څرګندو ټکو څه ووايي؛ ځکه د امريکا ولسمشر افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د جګړه‌ييز ماموريت د پای ته رسولو اعلان کړی و او ويلي و، چې امريکايي ځواکونه يوازې د لارښوونې دنده پر مخ بيايي.

جنرال ډيو وايي، چې امريکايي ځواکونه دوه درانده مسووليتونه لري، د افغان ځواکونو روزنه او د القاعده پر ضد جګړه.

«د چارواکو څرګندونو پر خلاف په عملي ډګر کې موږ القاعده نه وينو، بلکې ټول د طالبانو جنګيالي دي او ډېره ګرانه ده، چې افغان ځواکونه دې د طالبانو مقابله وکړای شي.»

د امريکايي ځواکونو پټ پوځي ماموريت چارواکي هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

تېره اوونۍ د پنټاګون وياند پيټريک کوک وويل، چې امريکايي پوځيان د روزنې لپاره افغانستان کې پاتې دي، مګر وړمه ورځ چې فاکس نيوز مارجه کې د امريکايي سرتيرو د وژل کېدو او محاصرې خبر ورکړ، نو کوک وويل، چې دا يو مېشن نه، بلکې د جګړې حالت دی.

تېر کال اکتوبر کې هم چې طالبانو کندز ونيو، نو افغان ځواکونه د امريکا ځمکني او هوايي نظامي مرستې ته اړ وو، چې دغه ولايت بېرته له طالبانو ونيسي.

د امريکايي رسنيو په وينا تېر کال د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه له اټکله زياته وي، چې هېڅ تمه يې نه کېده.

جنرال ډيو بارنو زياتوي، چې امريکايي ولس نور د دې توان نه لري، چې د چارواکو له لوري د جګړې اوږدېدو خبرې وزغمي «او که موږ سمه خبره وکړو، نو له درې مياشتو ډېر امريکايی ځواکونو له جګړې لاس نه دی اخيستی.»

د جنرال بارنو په وينا اوس هم وخت شته، چې موږ سم فکر وکړو او جګړه په يوه مناسبه طريقه پای ته ورسوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x