ټولنیزه برخه

له ښځو سره ښه ژوند وکړﺉ

له ښځو سره ښه ژوند وکړﺉ 

قران کریم وایې : تاسو له ښځو سره ښه ژوند وکړﺉ ، وعاشروهن بالمعروف ، ابن کثیر د دې ایت په تفسیر کې لیکي : یعني خوږې خبرې ورته کوﺉ ، له هغو سره ښه چلند کوﺉ او لکه تاسو چې غواړﺉ هغوی تاسو ته ځانونه ښایسته کړي تاسوهم له خپل وس سره سم هغوی ته ځانونه جوړوﺉ ، په لنډه توګه لکه ته چې له هغې نه کومې غوښتنې لري ته هم دهغي غوښتنې پوره کړه لکه قران چې بل ځا یوایې :ولهن مثل الذي عليهن بالمعروف. یعني لکه په میرمنو چې تاسو څومره حقوق لرﺉ دوی هم هغومره حقوق لري . 

ابو السعود په خپل تفسیر کې لیکي : وعاشروهن بالمعروف ، دا هغو خلکو ته خطآب دی چې له خپلو میرمنو سره بد چلند کوي ، اوښه چلند دې ته وایې چې له شریعت او غیرت سره سم وي ، او مراد له هغوی سره په شپه تیرولو کې انصاب کول دي ، داراز له هغوی سره ښې او خوږې خبرې کول دي . 

امام الالوسي د دي ایت په تفسیر کې په پیل کې د ابو السعود خبرې راخیستې دي ، او زیاتوي : له میرمنو سره ښه ژوند دي ته وایې چې هغه باید ونه وهل شي ، بده خبر ورته ونکړل شي ، په ورین تندې باید ورسره مخامخ شي . 

دښځو د وهلو موضوع هم قران کریم واضحه کړې او په څو شرطونو پورې یې تړلې ده ، هغه دا چې که ښځه له شریعت سره سم د میړه اطاعت ونکړي او یا کوم لوی شرعي جرم وکړي هغي ته باید لومړی وعظ او نصیحت وکړل شي او باید په خبرو سمې لارې ته برابره کړل شي ، که داسې هم وه نشوه بیا دي میړه له هغې نه د څملاستي ځا ی ګوښی کړي چې دا هم دیوې ښځې له پاره سخته سزا ده ، اوکه په دي هم نه سمیدله بیادي په داسې توګه ووهل شي چې هغه وهل دردوونکي نه وي ، اودا وهل د هغې دسمولو په نیت وي د انتقام او خپلې سینې دیخولو په موخه نه وي ، قرانکریم دا موضوع داسې راخیستې ده :وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلاً إِنَّ اللّهَ كَانَ عَليًّا كَبِيرًا. {النساء:34}.
یعني هغه میرمنې چې تاسو دهغوی له نه اطاعت نه ویریږﺉ وعظ او نصیحت ورته وکړﺉ ، یا له هغوی نه د څملاستلو ځایونه بیل کړﺉ ، او ویې وهئ ، که لارې ته سمې شوي بیا تاسو هغوی ته څه نشئ ويلئ ، الله لوړ او لوی ذات دی . 

امام القرطبي وایې له دې وهلو نه مراد دادب وهل د ي او داسې وهل چې دردوونکي نه وي ، یعني داسې وهل نه وي چې دهغې کوم هډ مات شي یا یې کوم ځای بد رنګ شي او مخ ته وهل یې هم ناروا دي .

یو حدیث بخاري او مسلم دواړو راخیستی ده ، رسول الله صل يالله علیه وسلم وایې : دا وهل باید دردوونکي نه وي ، او سخت هم نه وي ، په حدیث کې دا صراحت هم شوی دی چې په دي حالت کې هم وهل پریښودل غوره او ښه کار دی ، هغه وایې :لن يضرب خياركم. یعني ستاسو ښه خلک هغه دي چې میرمنې نه وهي . 
امام الشفافعي په دې حدیث دلیل نیسي او وایې چې نه وهل یې غوره دي . او له کوم شرعي عذر پرته یې وهل ګناه او جرم ده . 

شرعي نصوصو ته چې سړی ځیر شي د میرمنو د وهلو موضوع ډیره دقیقه ده یعني له وهلو نه یې مراد یواځي تهدید او یوډول ویرول دي ، په ټولو تفاسیرو کې د قران کریم له دي جملې : وَاضْرِبُوهُنَّ سره دا تفسیر لیکل شوی دی چې : غیر مبرح یعني دا وهل باید دردوونکي نه وي او کوم وهل چې در دوونکي نه وي هغه یواځې تهدید او ډارول دي . 

په یوه بل حدیث کې راغې دي چې دښځې عزت یواځې عزتمن سړی کوي او سپکاوی یې سپک سړی کوي ، داراز په دې موضوع کې خورا زیات حدیثونه او ګڼ روایات راغلې دي او موږ یواځې په لوړ قران يایت او څو روایاته بسنه وکړه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x