ټولنیزه برخه

فکري روزنه (17) – د شرم کولو علاج

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د شرم کولو علاج

لکه د مخه مو چې وويل د شرم کول د هر انسان لپاره د ناسور حيثيت لري او له همدې وجهې بيا له هر رنګه خوشحاليو محروم وي او له خپلو صلاحيتونو څخه فايده نشي پورته کولای، د شرم کول د هر انسان په ترقي کې يو لوی خنډ دی، لهذا د دغه  خنډ ليری کول په هر صورت پکار دي.

که چيرته مسئله ډيره سخته وه نو تاسو بيا د نفسياتو له کوم ماهر څخه مرسته وغواړی او که چيرته مسئله سخته نه وه بيا يې تاسو په خپله هم حل کولای شی، د نورو مسئلو په څير د شرم د ختمولو لپاره هم مسلسل هلې ځلې ضروري دي، له ټولو مخکې تاسو يقين وکړی چې تاسو په خپل شخصيت کې بدلون را وستلای شی، يعنې د شرم کولو له مسئلې ځان خلاصولای شی، له دغه يقين څخه وروسته د يوه پروګرام ماتحت کوشش شروع کړی او دا خبره په ذهن کې وساتی چې د دې لپاره د محنت بلکه د يوه سخت محنت ضرورت دی، نه يواځې سخت محنت بلکه د مسلسل محنت ضرورت دی، په دې کې ناکامي هم راځي، که چيرته تاسو کوشش جاري وساتی او کومې ناکامۍ منځته راشي هغه عارضي دي او تاسو له همغو ناکاميو څخه هم يو څه زده کولای شی.

له ټولو مخکې د هغو مقاصدو تعين وکړی د کومو د حصول په لار کې چې د شرم کول خنډ دی، يعنې د کومو تر لاسه کول چې د شرم کولو مشکل يا ناممکن کړي، مثلا ته يو ذهين کس يې مګر خپل مشکل چا ته نشي بيانولی، يا ته يو ډير ښه سياستدان يې مګر په سټيج باندې تقرير نشی کولای، د دغو ټولو مقاصدو يو فهرست جوړ کړی، کوم چې تر دا مهاله تاسو د شرم کولو له وجهې نه دي تر لاسه کړي، دغه فهرست روزانه د بيده کيدو په وخت کې لولی او د مسئلې تر ختميدلو پورې دا مشق جاري وساتی.

د شرم د ختمولو لپاره په پورته ذکر شويو مقاصد سر بيره لاندې اقدامات هم ضروري دي.

الف : د مسئلې اصلي لامل معلومول.

ب : د خپل ځان په باره کې سوچ بدلول.

ت : احساس کمتري ختمول.

ث : د عزت اضافه کول.

د مسئلې وجه معلومول: د هرې مسئلې لپاره ضرور يوه وجه وي، د شرم کولو به هم ضرور کومه وجه وي، يو څو مهمې وجهې درته ذکر کيږي، تاسو له هر څه د مخه د خپل شرم کولو وجه معلومه کړی او د هغې مطابق د شرم ختمولو لپاره يو پروګرام ترتيب کړی، که چيرته د ستاسو د شرم کولو وجه د ماضي کومه واقعه، يا کوم لاشعوري کشمکش، يا د عدم تحفظ ( د ځان نه ساتلو احساس) وي، نو په دې صورت کې تاسو د نفسياتو له کوم ماهر څخه مرسته وغواړئ.

که چيرته وجه کوم جسماني نقص وي، نو تاسو دا نقص قبول کړی، د هغه د بدلولو کوښښ مه کوی، ځکه خلک د ستاسو کردار او شخصيت ته نظر کوي نه ستاسو جسماني نقص ته، په دنيا کې ډير داسې خلک تير شوي چې هغوی ډير جسماني نقصانونه درلودل، مګر هغوی يې کومه پروا نه ده کړی او د خپل کردار په ذريعه يې نړيوال شهرت حاصل کړی.

حضرت بلال رضي الله عنه جسماني حسن نه درلود، مګر هر مسلمان له هغه سره محبت کوي، که چيرته وجه احساس کمتري وي نو هغه ختمه کړی او د خپل ځان په عزت کې اضافه والی راولی.

سوچ بدلول: مونږ هغه رنګه يو څنګه چې سوچ کوو، زمونږ سوچ  زمونږ په کردار او شخصيت باندې ډير اثرات مرتب کوي، منفي سوچ په کردار او شخصيت منفي او مثبت سوچ په کردار او شخصيت مثبت اثرات مرتب کوي، لهذا د سوچ بدلولو ته ضرورت شته، که چيرته تاسو ځانونه شرم کونکي محسوسه وی، تاسو دغه سوچ ختم کړی او داسې سوچ وکړی چې تاسو شرم کونکي نه ياست.

شرم کونکي خلک د نورو خلکو خبرې ته ډير اهميت ورکوي، دوی داسې سوچ کوي چې نور خلک دوی ويني، دوی په دې باره کې ډير فکرمند وي چې بيا به خلک څه وايي او سره له دې چې حقيقت داسې نه دی، حقيقت دا دی چې له نورو خلکو سره دومره وخت نشته چې هغوی د ستاسو په تل يادولو باندې خپل صلاحيت او قيمتي وخت ضايع کړی، دا يواځې د ستاسو خيال دی، نور خلک په خپلو مسائلو کې دومره مصروف دي چې هيڅ فرصت نه لري، صرف له تاسو سره فالتو وخت شته دی چې هر وخت د نورو خلکو د خبرو په لټون کې ياست، له نورو خلکو سره د خپل ځان موازنه مه کوی، په هر وخت کې ضرور له تاسو نه بهتر خلک شته، بلکه د دنيا له هر فرد څخه ضرور بل فرد بهتر شته، لهذا تاسو دا خبره هيره کړی چې بيا به خلک څه وايي او دا هم هيره کړی چې تاسو شرميدونکي ياست.

ډير شرميدونکي خلک له دې خبرې په ويره کې وي چې دوی به ناکامه شي او يا به کومه غلطي وکړي، د کومې له وجهې به چې بيا دوی د خلکو د خندي شي، په دنيا کې هر فرد کله هم ناکام کيدلی شي، بلکه کاميابترين خلک هم هميشه کامياب نه وي، مګر ناکامي هغوی نه پريشانه کوي، بلکه هغوی ترينه يو سبق زده کوي.

سر له نن ورځې پخه اراده وکړی چې تاسو به نه ويريږی او دا سوچ هم وکړی چې نور ټول خلک له تاسو څخه بهتر نه دي، داسې سوچ هم وکړی که له تاسو کومه غلطي وشي هغه به په تاسو کوم اثر نه کوي، ځکه له انبياء کرامو علیهم السلام څخه پرته له هر انسان څخه غلطي کيدلای شي، د غلطي په باره کې بايد د تاسو رويه څه دا شان وي، څه وشول چې زه غلط شوم، زه يو انسان يم فرشته خو نه يم او نه په دنيا کې کوم کامل انسان شته دی.

احساس کمتري: مخکې يې تفصيلي بيان شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هدایت الله کریمي

مولوی صاحب! فکر کوم دلته تاسي دقت نه دی کړی شرم اوحیاء موله رعب سره فرق نه دی کړی رعب چی موږ په سارایئ پښتو کی ورته (سام) وایو بیل شی دی اوحیاوشرم ممدوح دی حتی ټولې انواعې یئ ممدوحې دي اوتاسي یئ دومره ذم بیان کړی دی چی کیدای شی نجونې به ټکري وغورزوي چی شرم ته څه اړتیا ده تاسي لږ په سړه سینه مطالعه وکړئ او دغه یوڅو حدیثونه هم بشپړ په پام کي ونیسئ: هغه بد بنده دی چی رعب دده لپاره دحق ترلاسه کولومانع شي/ بِئْسَ الْعَبْدُ عَبْدٌ يَرُدُّهُ الرُّعْبُ عَنِ الْحَقُّ» جزء من الحدیث/… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x