ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (13) – د مور د اطاعت بهترينه ګټه

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د مور د اطاعت بهترينه ګټه

اوږده خو نه ستړې کيدونکې په زړه پورې قيصه

دا د بني اسرائيلو واقعه ده، په هغوی کې يو کس ډير زيات مالدار وو، عاميل يې نوم وو د هغه نارينه اولاد نه وو، له يوه غريب وراره پرته يې بل هيڅ وارث نه درلود، مګر دغه وراره يې لالچ وکړ او دغه مالدار تره يې وواژه تر څو مال او دولت يې ور پاتې شي، له وژلو وروسته يې چالاکي دا وکړه چې د هغه جسد يې بل کلي ته ويووړ او هلته يې وغورځاوه، تر څو په ده باندې څوک شک ونه کړي.

کله چې سهار شو نو په ډرامه ييز انداز شور ماشور جوړ شو او د وينو بدله يې غوښته، د وينو بدله پکار ده، د وينو بدله پکار ده، هغوی په دې بسنه ونکړه بلکې حضرت موسی علیه السلام ته ورغلل او په يو څو بې ګناه خلکو يې د قتل تور پورې کړ، حضرت موسی علیه السلام له دې خلکو پوښتنې وکړې، مګر هغوی خپل ځانونه سپين ګڼل او په کلکو دلايلو سره يې ثابته کړه چې دوی له دې پيښې بيخي خبر نه دي او په دوی باندې د قتل الزام سرا سر بې انصافي او ظلم دی او دوی په پوره ډول بې ګناه دي.

د پيښې له آوريدو وروسته حضرت موسی علیه السلام ته د فيصلې کول ګران شول، حاضرو خلکو غوښتنه وکړه راځه له الله تعالی څخه سوال وکړه چې له قاتل څخه پرده ليرې کړي، حضرت موسی علیه السلام ته دا خبر خوښه شوه، حضرت موسی علیه السلام له الله تعالی څخه له دعا کولو وروسته هغوی ته دا الهي فرمان واورولو : [ اِنَّ اللّٰہَ یَاۡمُرُکُمۡ اَنۡ تَذۡبَحُوۡا بَقَرَۃً]

بني اسرائيلو وويل : موسی ! ته زمونږ د پيښې له آوريدو وروسته د هغې د حل کولو پر ځای په مونږ پورې مسخرې کوې؟ دا څه خبره ده؟ مونږ له تا څخه د وژل شوي د وژونکي معلومولو په باره کې پوښتنه کړې او تا مونږ ته د غوا د حلالولو حکم صادر کړ، د وژونکي او وژل شوي په مسئله کې د غوا د حلالولو خبر له کومه راغله؟.

بني اسرائيل يو لوی عجيب او غريب قوم دی، د الله تعالی احکام نه منل او په هغوی باندې په مختلف انداز کې ډول ډول اعتراضونه کول د هغوی عام عادت وو، هغوی په همدغه حکم باندې هم د زاړه عادت له مخې عمل وکړ، دوی له الهي حکمت څخه خبر نه دي، له هغوی سره د دې خبرې شعور نه وو چې د دې حکم ورکوونکی معمولي انسان نه دی، بلکې يوه نبي دا حکم اورولی دی، حضرت موسی علیه السلام هغوی ته وفرمايل : [اَعُوۡذُ بِاللّٰہِ اَنۡ اَکُوۡنَ مِنَ الۡجٰہِلِیۡنَ]

مطلب دا ده چې زه يو نبي يم، زما له شان سره نه ښايي چې زه دې په خپلو مؤمنو وروڼو باندې مسخرې وکړم، دا څرنګه کيدلای شي چې تاسو دې ما ته د يوه وژل شوي د پيښې په باره کې راغلي ياست او زه به د دغې پيښې د حل پر ځای په تاسو باندې مسخرې کوم؟ هر کله چې بني اسرائيلو ته معلومه شوه او يقين يې راغی چې موسی علیه السلام کوم حکم کوي دا د ده له لوري نه ده، بلکې دا د الله تعالی له لوري دی نو دوی حضرت موسی علیه السلام ته وويل : سمه ده ! مونږ به غوا حلاله کړو، البته دومره خو راته ووايه چې دا غوا څه ډول غوا ده، وړه ده که زړه ده، عمر يې څومره دی؟ د هغې حالات څرنګه دي؟ : او په څه ډول يې پيدا کړو؟.

بني اسرائيلو چې له حضرت موسی علیه السلام څخه د غوا په هکله دومره پوښتنې وکړې نو خامخه يې خپله مقدمه پيچيده کړه، که چيرته دوی د حضرت موسی علیه السلام د امر مطابق سمدستي کومه غوا حلاله کړې وای نو مقصد به تر لاسه شوی وو، خو دا چې دوی د غوا په هکله پيوسته پوښتنې کولې نو په خپله يې مسئله سخته کړه، د دوی دغه بې ځايه پوښتنې الله تعالی ته خوښې نه شوې، الله تعالی هم د دوی مسئله پيچيده کړه او دوی يې په مشکلاتو کې واچول.
په دې باره کې مختلفو مفسرينو چې څه ليکلي د هغوی خلاصه څه په دې ډول ده :

په بني اسرائيلو کې يو سړی وو، د هغه يو زوی وو، کله چې د هغه د مړ کيدو وخت را نږدې شو نو ده خپله خوسۍ له ځان سره کړه او د ځنګل لوري ته روان شو، دا خوسۍ د ده د محنت ګټه او د ټول ژوند سرمايه وه، ځنګل ته چې ورسيد نو خوسۍ يې پريښوده او وې ويل :

الهي ! زه په تا باندې په يقين کولو سره د غوا خوسۍ ځنګل ته ور سپارم، تر هغه وخته پورې چې زما زوی را لوی شي او د دغې غوا مالک شي، غوا په ځنګل کې پټه ګرځيدله، دا نوې سخوندره وه، کوم انسان به يې چې وليد ترې تښتيده به، څو ورځې وروسته دا سړی مړ شو، ده په پسماندګانو کې ښځه او يو زوی پريښودل، د پلار له مړينې وروسته د زوی ساتنه او پالنه د مور په غاړه شول، مور له خپل طاقت او وس سره سم د هلک ساتنه او پالنه کول، د وخت په تيريدا هلک هم را لوی شو، يوه داسې ورځ هم راغله چې هلک د ځوانۍ په دهليز کې قدم پورته کړ، دی د مور انتهائي وفادار، فرمانبردار او خدمت کوونکی وو.

دغه ځوان شپه په دريو برخو ويشلې وه، يوه برخه يې د الله تعالی د عبادت لپاره ځانګړې کړې وه، يوه برخه يې د خوب لپاره ټاکلې وه او په يوه برخه کې يې د خپلې مور خدمت کاوه، د ده روز مره معمول دا وو چې د سهار په وخت کې به د ځنګل لوري ته تلو، په ځنګل کې به يې لرګي پرې کول، هغه به يې په خپله شا باندې راوړل او په بازار کې به يې خرڅول، کومې روپۍ به چې لاسته ورغلې يوه برخه يې د الله تعالی په لار کې صدقه کوله، په يوه برخه به يې د خوراک او څښاک سامان اخيستو او يوه برخه به يې د مور په لاس ورکوله.

مور يوه ورځ زوی ته وويل : ستا پلار په ميراث کې يوه غوا پرې ايښې، هغه غوا په فلاني ځنګل کې ده، له مرګ د مخه هغه په الله تعالی باندې په يقين کولو سره هغه ځنګل ته بوتله او هلته يې پريښوده، تر څو چې ته لوی شې او د هغې مالک (څښتن) شې، ته هغه ځنګل ته ور شه او د حضرت ابراهيم علیه السلام، حضرت اسماعيل علیه السلام، حضرت اسحاق علیه السلام او د حضرت يعقوب علیه السلام رب ته دعا وکړه چې هغه غوا تا ته را واپس کړي او ګوره د هغې نښه دا ده چې کله دستا نظر په هغې باندې ولګيږي نو تا ته به دا محسوسه شي لکه د هغې له څرمنې څخه چې زيړ رنګې شعاع راووزي.

ځوان د مور خبر ومنله او د هغه ځنګل په لوري روان شو کوم يې چې مور ور ښودلی وو، له ډيرې پلټنې وروسته يې هغه غوا په نظر ورغله، هغه آواز وکړ :

زه د سيدنا حضرت ابراهيم علیه السلام، حضرت اسماعيل علیه السلام، حضرت اسحاق علیه السلام او حضرت يعقوب علیه السلام رب درته واسطه کوم او تا د ځان لوري ته را بولم.

چې دا آواز يې واوريد نو غوا د ځوان لوري ته را روانه شوه او څو دقيقې وروسته د ځوان مخې ته ودريده، ځوان د هغې په غاړه کې رسۍ ور واچوله او له ځنګل څخه يې د کور په لوري روانه کړه، په دې وخت کې الله تعالی د غوا ژبه ګويان کړه او ځوان ته يې وويل :

له خپلې مور سره ښه چلند کوونکيه ځوانه ! په ما باندې له پاسه سپور شه، په همدې ډول به ته يو څه اسانتيا تر لاسه کړې.

ځوان ورته وويل :

زما مور ما ته ستا په شا باندې د سپريدو حکم نه دی کړی، هغې دومره راته ويلي چې غوا له غاړې را ونيسه او را يې وله.

غوا ورته وويل :

د بني اسرائيلو په رب قسم ! که چيرته ته په ما باندې سپور شوی وای نو هيڅکله به دې په ما باندې بريا نه وه تر لاسه کړې، ځه ! دا وخت که چيرته ته غره ته هم ووايې چې له تا سره ولاړ شي نو هغه به هم له خپلو ولو (جړ) سره را پورته شي او له تا سره به روان شي، دا ستا له خپلې مور سره د ښه چلند کولو صله ده.

ځوان غوا له غاړې نيولې د مور په خدمت کې يې حاضره کړه، مور زوی ته وويل : په دې خو ته هم پوهيږې چې له تا سره له دې غوا پرته بل هيڅ ډول مال نشته، ټوله ورځ مشقت کوې لرګي راوړې او ټوله شپه د الله تعالی په عبادت کې تيروې، ولاړ شه ! دا خرڅه کړه، تر څو چې مالي حالت دې لږ ښه شي.

زوی : مورجانې ! زه د غوا بيه څو روپۍ وټاکم؟

مور : دری درهمه، مګر له ما سره له مشورې کولو پرته به يې نه خرڅوې.

ځوان غوا له ځان سره کړه او بازار ته ورسيد، دی اخيستونکي ته په انتظار وو، په دې وخت کې يوه فرښته د انسان په شکل را ښکاره شوه، الله تعالی دا فرښته د ځوان د امتحان لپاره راليږلې وه تر څو وګوري چې دی د مور د خبرې منونکی دی او که د خپل ځان خبره هم مني، الله تعالی ته هر څه معلوم وو، مګر هغه خپل بنده په ازمايښت کې اچولو او له هغه يې امتحان اخيست.

فرښتې ترې وپوښتل : دا غوا په څو روپۍ خرڅوې؟

ځوان ورته وويل : په دری درهمه، خو په دې شرط چې زه به له خپلې مور سره مشوره پرې کوم.

فرښته : زه به شپږ دينار درکړم، له مور سره دې مشورې کولو ته ضرورت نشته،

دينار واخله او غوا راکړه.

ځوان : که چيرته ته ما ته د دې غوا برابر سره زر هم راکړې تر څو چې ما له خپلې مور سره مشوره نه وي کړې غوا نشم درکولای.

فرښته : ته بيا ولاړ شه او له خپلې مور سره له مشورې کولو وروسته بيرته راشه.

ځوان له بازار څخه د کور په لوري روان شو، ده خپلې مور ته دا ټولې خبرې وکړې، کومې يې چې په بازار کې آوريدلې وې، د غوا د قيمت په هکله يې هم ورته وويل، مور ورته وويل : ولاړ شه د غوا قيمت شپږ دينار وټاکه، مګر له خرڅولو وړاندې له ما سره مشوره وکړه.

ځوان غوا له ځان سره کړه او بازار ته ورسيد، فرښته د انسان په شکل په دويم ځل ورته راغله او ورته وې ويل : له خپلې مور سره دې مشوره وکړه، مور دې څه درته وويل؟

ځوان : هو ! ما له خپلې مور سره مشوره وکړه، هغې راته وويل چې په شپږ دينار يې خرڅه کړه، خو له خرڅولو د مخه به له ما سره مشوره کوې.

فرښته : زه به تا ته دولس دينار درکړم، مګر زه همدا اوس غوا ته ضرورت لرم، روپۍ واخله او غوا راکړه، له مور سره دې مشورې ته ضرورت نشته.

ځوان : نه ! داسې هيڅکله نشي کيدلای، زه له خپلې مور سره له مشورې کولو پرته په هيڅ قيمت غوا نشم خرڅولای.

ځوان له بازار څخه واپس بيرته کور ته راغی او د مور په خدمت کې حاضر شو، په بازار کې يې چې څه آوريدلي وو هغه يې ټول ورته وويل، مور د زوی خبرې واوريدلې او ورته وې ويل :

په اصل کې تا ته راتلونکی کس د انسان په شکل کې فرښته ده، هغه ستا ازمايل غواړي، که چيرته بيا هغه درته راشي نو ترې وپوښته چې مونږ دا غوا خرڅه کړو او که نه؟

ځوان د مور په خبره عمل وکړ، کله چې فرښته په بازار کې د اخيستونکي په شکل کې راغله نو ځوان ترې هماغه پوښتنه وکړه (چې مونږ دا غوا خرڅه کړو او که نه؟) فرښتې ورته وويل : خپلې مور ته ور شه او ورته ووايه چې هغه دا وخت غوا له خپل ځان سره وساتي، ځکه چې د موسی بن عمران علیه السلام په خدمت کې د يوه وژل شوي سړي مقدمه دايره شوې، هغه خلک به دا په ډير قيمت واخلي، د فرښتې د خبرې په برابر هغوی غوا خرڅه نکړه، الله تعالی د بني اسرائيلو په ذريعه د دې غوا په ډير لوی قيمت سره اخيستل او فرمانبردار زوی ته د ښې بدلې (عوض) ورکول غوښتل، لکه چې همداسې وشول، کله چې بني اسرائيلو د الله له نبي حضرت موسی علیه السلام څخه د غوا د نوعيت په هکله پوښتنې وکړې نو خپل ځان يې په خپله په مشکل کې را ګير کړ، الله تعالی چې د کومې غوا د ذبح کولو حکم ورکړ هغه په ټوله دنيا کې يواځې له يوه کس سره وه او دا کس همدغه ځوان وو کوم چې په ټول ژوند کې د خپلې مور نا فرماني نه وه کړې، بلکه ټول ژوند يې د مور په فرمان برداري کې تيرولو.

حضرت موسی علیه السلام چې کله د غوا د نوعيت په هکله بني اسرائيلو ته خبر ورکړ نو هغوی له ډيرې پلټنې او ګرځيدا وروسته نوموړې غوا له همدغه ځوان سره پيدا کړه، خلکو له دې ځوان څخه دا غوا په دومره سرو زرو واخيسته چې د هغې په پوستکي کې ځائيدل او بيا يې حلاله کړه، دوی داسې نه ګڼله چې دا غوا به په دومره ګران قيمت په لاس ورځي او که پوهيدلي وای نو نږدې وه چې لاس يې ترې اخيستی وای يا دا چې د غوا قيمت يې دومره مقرر کړ چې د هغې د وزن په برابر دينار به يې څښتن ته ورکوي، چې همداسې وشول، هر کله چې غوا د حضرت موسی علیه السلام په خدمت کې حاضره کړی شوه نو هغه د الله تعالی د فيصلې مطابق د غوا غوښه را پرې کړه او د وژل شوي سړي په جسم باندې يې د مښلو حکم وکړ.

غوښه چې د وژل شوي سړي په بدن باندې ومښلی شوه نو د الله تعالی په اذن هغه ژوندی شو، د هغه له بدن څخه وينې روانې شوې، هغه وويل : زه زما وراره وژلی يم، بيا هغه همدلته ولويد او مړ شو، قاتل يې په دار کړی شو او د خپل وژل شوي تره له ميراث څخه محروم شو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x