نړۍ

دایګور هیر کړل شوې مسلمانان

په روانه اونۍ کې خبري رسنیو خبر ورکړ چې د چین په شیګیانګ ولایت (ختیځ ترکستان) کې دچین حکومت په ایګور مسلمانانو باندې نوې بندیزونه لګولي دي ، او هغوی یې د ډیرو دیني شعایرو ل ترسره کولو منعه کړې دي ، په هغوی یې په جوماتونو کې دلمانځه بندیز لګولی دی او داراز هغوی نشې کولی پر خپل مړې دجنازي لمونځ وکړي ،

په دې سیمه کې پخوا هم پر مسلمانانو ځیني سخت بندیزونه وو او هغه دا چې له اتلسو کلونو کم نارینه او ښځینه جومات ته نشو یتللی ، پخوا لا د هغې سیمي مسلمانانو خبرې رسنیو ته ویلي وو چې موږ کله جوماتو نو ته ځو امنیتي کسان له موږ سره د تنکیو ځوانانو انځورونه اخلي ، او بیا یې جومات ته له تګ نخ منعه کوي .

دایګور مسلمانانو او دهغوی بدحالت ته د دنیا په میډیا کې ډیره کمه توجه کیږې او دعربي نړۍ په میډیا کې یوڅه توجه شتون لري ، او دسیمي میډیا یې نوم هم په خوله نه اخلي ، موږ خو هسې هم په داسې حالاتو کې خپل ویرونه او دردونه پلمه کوو او په دې توګه غاړه خلاصوو خو دپیغمبر صلي الله علیه وسلم دهغې وینا پر اساس چې وایې مسلمانان د یوه بدن حیثیت لري موږ باید دنړۍ دهر ګوټ مسلمان ورور وبولو او پرغم یې غمژن واوسو .

د ایګور دسیمي موقعیت

ختیځ ترکستان د مساحت په لحاظ د نړۍ نولسم هیواد بلل کیده او د چین د مساحت پنځمه برخه تشمیلوي ، شمال ته یې منګولیا پرته ده ، ختیځ ته یې چین پروت ده او قزاقستان او تاجکستان یې شمال ته پراته دي ، او لویدیځ ته یې هند ، پاکستان ، تبت او کشمیر پراته دي ، د ختیځ ترکستان په څنګ کې د ( تکلمات) په نوم مشهوره صحراء ده چې دانساني تمدن زانګو بلل کیږي ، او ( تون داګ) په نوم سیمه یې د نړۍ جنت بلل کیږي . او داراز د وریښمو لار چې داسیا وچه یې له اروپا سره تړلې ده ، او طائري او بوغدا په نوم بحیري یې د تړۍ ترټولو ښکلې بحیرې دي .

ختیځ ترکستان نن سبا د سینکیانګ په نوم سره یادیږي چې شاوخوا شپږ اتیا ښارونه لري ، او له څه مودې راهیسې یې چینایان دنومونو او نقشو په بدلولو بوخت دي . او د دې سیمې د مسلمانانو شمیر شاوخوا شپاړس ملیونه ته رسیږي . او د سینکیانګ د سیمي په سلو کې پنځه نوي مسلمانان دي

سینکیانګ ته داسلام داخلیدل

د ایګور یا ایغور سیمه په سینکیانګ کې راځي او دې سیمي ته په 88 _96هـ کې د قتیبه بن مسلم الباهلي په لاس اسلام رسیدلی و ، چې لومړی یې د کاشغر نومې ښار فتحه کړی و ، او هلته د مسلمانانو له رسیدلو وروسته دمسلمانو تاجرانو په دعوت او اخلاقو سره د اسلام ريښې نورې هم غځیدلې او پخې شوې وې ،
او په دي سیمه کې د ځايي واکمن ستوف بغراخان په واک کې په کال 323هـ __ 943م کې اسلام لا پر مختګ کړی و او له ده سره شاوخوا یو ملیون خلکو داسلام دایرې ته داخل شوې وو ،

د نوموړې واکمن د زوی هارون بوغرا خان په زمانه کې په دې سیمه کې اسلامي تمدن لا ډیره وده کړې وه په سیمه کې خورا زیات دیني مدارس او پوهنتونونه جوړ شوې وو او د دیني تعلیم او پوهي وده مخ پر وړاندې روانه وه ، هارون بوغرا خان ته د ( شهاب الدوله وظهیرالدعوه ) لقب ورکړل شوی و او په پیسو به یې دا لقب نقش کیده .

د سینکیانګ یا ختیځ ترکستان سیمي ته اسلام په رسولو او د دیني علومو په ترویج کې د افغانستان دعلماو هم لوی لاس وو ، عربو مؤرخینو دا خبره ډیره لنډه راخیستې وي خو په دي کې شک نشته چې د بلخ سیستان (قندهار) او بست (لشکرګاه) په مدرسو کې چې د ابورجاء قتیبه بن سعید ، ابوحیان بستي ، ابوداو او … په څیر محدثینو او علماو درسونه ورکول او د بغداد ، دمشق ، بخاري او نوري نړۍ شاګردان به ورته رامات وو نو طبعا به د ختیځ ترکستان شاګردان هم را تلل او دعلم رڼا به یې د علم له زانګو هیواد افغانستان نه خپلو هیوادونو ته رسوله .

د دې سیمي په تاریخ او هلته دمسلمانانو په ژوند او تمدن داراز په دې سیمه کې د مسلمانانو پر واکمنیو او لویو امپراطوریو دخبرو له پاره کتابونو ته اړتیا ده ما یې دا لنډ معلومات په دې موخه را واخیستل چې زموږ لوستوال د دې سیمې د هیر کړل شویو مسلمانانو له حالت نه خبر کړم ، په ځانګړې توګه د ایغور هغه مظلوم مسلمانان چې دا څه موده د چین د ظالم دولت له خوا له ظلمونو او کړاوونو سره مخامخ دي او د تاسف ځای داد ی چې د پوښتنې یې په ټوله اسلامي نړۍ کې دومره څوک نشته چې دهغوی د عامو بې ګناه وژنو پوښتنه وکړي په کال 2009 م کې چې دایغور مسلمانان په څومره بې دردي سره ووژل شول ټوله نړۍ یې شاهده وه . لوی څښتن دي دټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه دایغور دبې وزله مسلمانانو ساتندوی شي .

لیکنه حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x