شعـــــرونه

پر فيس بوک يوو لسمه آنلاين فی البديهه مشاعره

تر تيب ( مستور مجاهد)-

د تېرې جمعې د شپې ( آنلاين فی البديهه مشاعره ) چې د تکړه شاعر ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پر دېوال تر سره شوه په لا ندې ترتيب يې کتلی شئ !

د معمو ل سره سم دا دی مشاعره د ښاغلي (عبدالله ثاقب صاحب ) د شعر په مطلع پيلوو، په همدې قافيه او رديف يې راپيل کړئ

چې را لېږي سکروټې زمونږ د سوځېدو په هيله

کيني دي نه هغه زمونږ د ګلدستو په هيله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا سوداګر ايمان فروشه به خپل سر وبايلي
ناست دي زمونږ د ګران وطن د خرڅېدو په هيله
مالک وفا

و نرګس جانانه لا تر کومه به خفه ګرزېږې
زه له ډېر وخته يم دستا د خندېدو په هيله
عرفاني

واکمنه واک به دې له لاسه وو ځي زمونږ کلي کې
ډېر فدايان لا انتظار دي د بريدو په هيله
حاکيمي اشنا

چې بيا حاکم شي اسلامي ښکلی نظام وطن کې
ژوند تېروو د داسې ورځو او دشپو په هيله
محمدالله سنګري

که د لمبو په څو کو ژوند وي خو راضي چې يې ته
مونږه مدام يو ربه ستا د رحمتو په هيله
سعيد قرار

مونږه کفن له سر نه تاو کړو شهادت لټوو
روح مو شهيد دی بس د تن شهيديدو په هيله
شکرالله شمال

دلته د ډېرو ارمانونه له ايرو لاندې شول
دلته چې چا کړی تکل زمونږ دلوېدو په هيله
دانش ملنګ

داچې ځواني ځارو مونږ د استشهاد په ډګر
تېر له ځانو يو مونږ د خپل رب د لېدو په هيله
معاذ مستشهد

داسې تک زېړ لکه غنم شومه د ستا په عشق کې
کله سپېره للمه پرته وي د او بو په هيله
رومان اعجاز

د سپېلنو په شان اورونو کې لوګی لوګی شو
د رب رضا غواړو او بل يې دليدو په هيله
عبدالستار پرهاري

عرفاني رب دې تل ژوندی لره کامياب د غواړم
شمال او سيږم د ستا مخ ته د کتو په هيله
شکروالله شمال

چې سپين ميدان ته د جهاد څوک را ولاړ شي ريښتيا
هغه به تل وي د زندان او زولنو په هيله
جانان مجاهد

چاچې زمونږ دا پاکې خاورې ته په سپک کتلي
ډېر زر تر زره يې زه يم د ورکېدو په هيله
عشاق الحور

مونږه والله که بل مقصد لرو زمونږ دښمنه
مونږ را وتلي د قرآن د خورېدو په هيله
حافظ حميدالله

دا تورې شپې چې تېروو د تکليفونو سره
مونږ انتظار د سپين سهار يو د را تلو په هيله

الله ته را ولې بيا مونږ ته سپين سپېڅلی نظام
دا قرباني موده د کفر ماتېدو په هيله
حمدالله صابر

د چا له چمه چې اغزو د پايښت کډې وکړې
د چا په چم کې وي غوټۍ د غوړېدو په هيله
خالق يار احمد زی

زه له ژوندون څخه تنګ نه يم ژوند مې ډېر خوښيږي
سره اورته دانګم خاص د رب را ضي کېدو په هيله
عشاق الحور

څومره زلمي مو شول قرابان د پاک اسلام په دينه
مونږ هم قبول کړه ربه يو د قبلېدو په هيله
شېرشاه سروزه وال

د ستورو پړک دی د ماښام پر کر غېړنه لمن
د مرګ روغبړ دی دا بد ژوند په ارزو په هيله
فاتح سرګردان

دا خپل سرونه ور کوو په ډېره لويه بيعه
د خدای رضا او د جنت د خپلېدو په هيله
مستفيد

کله به راشي آزادۍ زموږ تر دياره پورې
له ډېره وخت يو انتظار ستا د راتلو په هيله
م صادق صديقي

د ګران هېواد په بازارونو او په دښتو غرونو
سپينه بيرغه يم دا ستا د رپېدو په هيله
علا محمد درخان خېل

کوو مزل پر اغزو پل ږدو آزادۍ لټوو
را لنډوو تور ماښامونه د سپېدو په هيله
حميد اشنا

چې يې زما د ديدن صبر کوه ور غللم
نور مو سپارمه په الله د بيا ليدو په هيله
ريحان جان ذاهد

څوک د خوږو په رنګ کې زهر او قاتل را کوي
چا راته ايښي ملهمونه رغېدو په هيله
عزيزالله حسيني

چاته ګلاب چاته نرګس چاته غاټول يمه زه
څوک دي اخته ګوره زمونږ د ورکېدو په هيله
هلال مهاجر

چاته ګلاب چاته نرګس چاته سنبل ښه ښکارې
زه انتظار يم طالب جانه ستا راتلو په هيله
ايوبي لوګری

ملګري ورک مې د عنقا په څېر شوه را نه نشي
زه مسروري لا اوس هم ناست يم د هغو په هيله
مسروري

د مينې اور يې د بارودو تر اورو رسوي
زلمي روان شول د رب عرش ته د ختو په هيله
فاتح سرګردان

تاچې کړو رب د خپلو وينو رنګ دې ورکړو
فدايی زه شمال جنت کې د لېدو په هيله
شکرالله شمال

مينه دې مسته ده مستي غواړي د مستو وينو
خدايه نړۍ ړنګوم ستا د جنتو په هيله
دانش ملنګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x