طالبانو د لړم په شپږمه درقد ولسوالۍ ونيوله

تخار: درقد کې دواړه لوري د تلفاتو دعوې کوې

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالب او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې ده، چې دواړه لوري پکې د درنې مرګ ـ ژوبلې ادعاوې کوي.

د تخار د والي وياند سنت الله تیمور وايي چې دوی د شمال ختيځ ۸۰۸ سين زر زون قومندا مراد علي مراد په ګډون دې ولسوالۍ ته ځواکونه استولي چې د طالبانو له ولکې يې خلاصه کړې.

تيمور وايي چې په جګړه کې يې د طالبانو له لوري د ینګي قلعه د ولسوال په ګډون ۲۲ تنه وژلي دي او د خپلو څلورو عسکرو د ټپي کېدو او یو تن د وژل کېدو مني.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې په درقد کې د جګړې تاييد کړی او ويلي يې دي چې دې ولسوالۍ ته په لاره کتار يې د درقد په اسلام اباد کلي کې په شا تمبولی دی.

مجاهد وايي چې په جګړه کې يې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۸ تنه وژلي دي، نوموړي د دولتي سرچينو څرګندونې بې بنسټه بللې او ويلي يې دې چې عبدالبصیر پخپله ولسوالۍ کې حاکم او ژوندی دی.

مجاهد د خپلو څلورو ملګرو د مرګ ـ ژوبلي پخلی کړی دی.

ياده دې وي د درقد ولسوالۍ د روان کال د لړم په شپږمه د طالبانو لاس ته ولوېده، چې تر اوسه يې دولتي ځواکونه په نیولو کې څلور ځلې پاتې راغلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د