نظــر

د اسلامي ملکونو بې وسي بې حسي بې کسي

محب الله خالد

د پنځه دیرش كالو نه تقریبا امریکه او نور د سپر پاور دعویدار ملکونه اختارونه ورکوی چی که بل یو ملک یا خصوصا مسلمانانو ایټم بم جوړ کړ نو موږ به هغه ملک تباه او برباد کړو حالانکه پخپله ځان ته سپرپاور ویونکی ملکونه ددی پابندی نه مستثنی دی، هغوی باوجود د دې نه چی مضبوط او طاقتور دی بیا هم د نور طاقت حاصلولو لپاره په زرګونو ایټم بمونه جوړوی ، هغوی ته د هیڅ قانون پابندی نده پکار ، خو چی کمزوری ملکونه ایټم بم تیاروی لپاره ددې چی څه طاقت پکی راشی،او طاقتور ملکونو د دې کمزورو مرسته کولای شی دوی هم طاقتور جوړ شوی وی لیکن داسی نده بلکی دا کمزوری ملکونه به کمزوری او ذلیله اوسیږی ګویا چی د دوی په تقدیر کی یی غلامی لیکلی ده ،دوی جوهری وسلو ته لاس نشی لګولی جراثمی او کیمیاوی وسلې لیدلی هم نشی پاتی شو امریکه ، برطانیه ، روس ، چین ، او هندوستان دا ملکونه ټول هر څه کولای شی، عراق سره که چیر ایټمی وسلې دی نو ټوله دنیا کی شرمیدلی دی او د هر طرف نه هغه ګیر دی خو که اسرائیلو سره ټول هرڅه دی نو هیڅ پروا هم نشته، پاکستان سره که چیری د تجویز د حده پوری ایټمی مواد دی نو دا دهشتګر دی مجرم او د پوښتنی قابل دی خو دغه مواد که چیری د ایټم بم په شکل کی هندوستان سره موجود دی نو هیڅ باک نشته هغه که ایټمی دهماکه کوی نو خیر دی که ممانعت دی نو پاکستان یا نورو اسلامی ملكونو لپاره دی.

تعجب خو په دې باندی دی چی اسلامی ملکونه د تعداد په لحاظ سره اقوام متحده کی هم زیات دی حالت یی هم ښه دی لیکن بیاهم دا ملکونه د کافرانو د لاس لاندی په ادب سره چپړاسیان جوړ شوی دی لعنت دی وی په دې بی وسی ،بی حسی ،او بې کسی باندی اقوام متحده کی ددوی تعداد زیات دی لیکن په دوی کی هیچاته د ویټو حق حاصل نه دی او کافران دنیا کی هرهغه قرار داد کوم چی د مظلومانو د فریاد رسی لپاره پیش کړی شوی وی، ویټو استعمالولو سره یی مسترد كوی عرب دی که عجم ټول مسلمانان بادشاهان په دې وخت کی د ذهنی او جسمانی غلامانو پشان ژوند تیروی او کافر قومونو ته څه ناڅه طریقې سره ټیکس یا جزیه ادا کوی کومو کافرانو ته چی هیڅ یو شریعت یا اسمانی مذهب د وسلې جوړولو حکم نه وو کړی مګر بیا هم هغوی د وسلې په میدان کی د ټولو څخه مخته دی، او هغه مسلمانان چی د خپل رب له طرفه ورته پوره طریقی سره د وسلې جوړولو حكم شوی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x