دیني، سیرت او تاریخ

اسلام ته د داخلیدلو طریقه

کله ځیني وروڼه پوښتنه کوي چې که یو کافر اسلام ته د داخلیدلو نیت لرې څنګه به داخلیږي ، رښتیاهم ډیری وروڼه له دا ډول پیښو سره کم مخامخ کیږي او په اړه یې معلومات نه لري غواړم په دې لیکنه کې په دې موضوع یو څو خبرې وکړم . په پیل کې باید ووایم چې که کوم کافر د اسلام د دین په اړه په ټولیزه توګه پوره مطمئن او ډاډه نه وي او کوم شکوک او شبهات لري باید لومړی ژوره مطآلعه وکړي او پوره معلومات ترلاسه کړي له هغه وروسته دې اسلام ومني ، ځکه په اسلامي عقیده کې شکوک او شبهات ځای نلرې او څوک چې اسلام مني باید د زړه له تله مسلمان شي .

اسلام ته د داخلیدلو لاره ډیره ساده او اسانه ده او هیڅ ځانګړې شرایط او قیود نه لري په پیل کې باید د شهادت کلمه په خوله وویل شي او په مفهوم یې د زړ له تله باوري شي ، دشهادت د کلمي : أشهدُ أنْ لا إلهَ إلا اللهُ وأشهدُ أنَّ محمدًا رسولُ اللهِ دوه برخې دي یو ه تو حید او بله رسالت ده یعني ویونکی به یې الله یو بولي او محمد صلي الله علیه وسلم به دخدای پیغمبر بولي . دا کلمه په خوله ویل هم د ایمان له پاره شرط ده او په زړه یې منل هم شرط ده که یوڅوک یې په خوله ووایې اوپه زړه کې باور نلرې مسلمان نشې بلل کیدلی داراز که یوڅوک په زړه کې باور پرې ولري او په خوله یې نه یې ویلې بیا هم مسلمان نشې بلل کیدلی .

امام النووي رحمه الله وایې : اهل سنت ټول فقهاء ، محدثین او متکلمین په د ي خبره اتفاق لري چې اهل قبله مومن هغه څوک دی چې د زړه له تله پر اسلام باور لري او هیڅ شکوک او شبهات په زړه کې نلرې او دشهادت دوه کلمې په خوله ووایې . که په دې دوو کې یې یو کار وکړ بیا اهل قبله مسلمان نشي بلل کیدلی او که فرضا یوڅوک په ژبه کې ستونزه لرې یا په عربي تورو تلفظ نشي کولی هغه معذور دی او داراز علماء وایې چې په خوله یې ویل د دې مفهوم مراد ده دا معلوم توري لازمي ندي .

په پیل کې د ایمان مفصل او ایمان مجمل معلومي اقرار نامي چې موږ یې امنت بالله بولو او دهر مسلمان زده وي کافر ته ویل پکار دي چې په هغو کې د عقید ي اساسي خبرې شوې دي .

امنت بالله زه له ژباړې سره دلته را اخلم :

ايمان مجمل

أ منـت بـالله كـما هـو:
ايمان مي راوړي ( با ورا ويقين مي كړي دي ) په الله تعالى باندي داسي باورمي ورباندي كړي دي لكه څرنگه جي الله تعالى په واقع كي هغسي دي يعني دټولو هغوكمالونو خاوند دي ي دده له خدايي سره وړ او مناسب دي اوهغو ټولو عيبو نوڅخه پاك و مبراء د ي چي دده له خدايي ســــره نا منا سبه دي .

بأسـمائـه وصـفا تـه :
په داسي حال كي چي دنومونواوصفتونوخاونداوپه هغويي يادولاي شو په هغوټولونومونوچي په شريعت كي راغلي دي اودده په ذات پوري دي اوپه هغوټو لو ذاتي اوفعلي صفتونو يي په شريعت كي راغلي دي يقين لرو.

يــادونـــــــه : ددغي جملي ( أمنـت بـالله كـما هو باسـمائه و صـفا ته ) بله معنى داسي راغلي ده : أمنـت بـالله كما هـو باسـما ئـه وصـفا تـه :
ايمان مي راوړي دي ( باورمي كړي دي ) په الله تعالى باندي لكه چي زما باوراوايمان دي په نومونودده باندي اوپه صفتونودده باندي .

وقـبلت جـميع أحـكا مـه :
ټول حكمونه يي ما منلي دي كه يي په امرسره ثابت شوي دي اوكه په نهي سره : په امرسره يي فرض، واجب، سنت اومستحب ثابت دي اوپه نهي سره يي حرام اومكروه ثابتيږي .

اقـرارٌ باللسـا ن و تصد يـقٌ بالـقلب :
داوينا مي په ژبه اقراراوپه زړه باوردي .

ايمان مفصل

امـنت بـالله :ايمان مي راوړي دي (باورمي كړي دي) په الله تعالى باندي .”وملائكته” او باور مې کړی په ملایکو د الله باندې چې هغوی پآکي او منونکې دي .”وكتبه” او ایمان مې راوړی دی په کتابونو دالله باندې لکه تورات ، انجیل ، زبور او نور . چې دا کتابونه دالله له لوري نازل شوي دي “ورسله” او ایمان مې راوړی دی د الله په ټولو رسولانو باندې “والبعث بعد الموت” او له مرګه وروسته ژوند باندې ایمان لرم ، یعني په اخرت باندې . “والقدرخيره وشره من الله تعالى” او په قضا او قدر مې ایمان دی او دا چې قضا اوقدر دالله له لورې دي . یعني هر مخلوق ته چې ښه اوبد رسیږي هغه دالله له لورې لیکل شوې دي .

دا یادونه هم ضروري ده چې یوکافر د شهادت کلمه د یوه مسلمان په مخ کې هرځای ووایې هغه کافي ده او دي ته اړتیا نشته چې یا به په علماو پسې ګرځي او یا به کومې اسلامي محکمې ته ورځي او خپل اسلام به اعلانوي . د دې کلمي له ویلو سره باید دشرعي احکامو ضروري علم هم زده کړي لکه لمونځ ، روژه او …. او داراز باید دا اړوند هیواد په رسمي کاغذاتو کې د دیانه په خانه کې خامخا اسلام ولیکي او دا هم په دویم ګام کې ضروري ده چې باید خپل اصلي نوم هم بدل کړي او ځان ته اسلامي توم غوره کړي .

داراز باید نوی مسلمان شوی کس د اسلام فضایل ډیر مطالع کړي او د اخلاقو په برخه کې ډیر معلومات ترلاسه کړي او باید نبوي سیرت په غور سره مطاله کړي چې الحمد لله د نړۍ په ګڼ شمری ژبو کې یې کتابونه شته .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x