افغانستان

د روغتیا وزیر په ايډز ککړه پبچکارۍ ویشتل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د عامي روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په کابل کې د یوه نشيي له لوري په ایچ آي وي وایرس ککړې پيچکارۍ تر برید لاندي راغلی.

د روغتیا په وزارت کې دننه یوې جګپوړي سرچیني پژواک خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې فیروز الدین فیروز په کابل کې په یوه کمپاین کې د ګډون پر وخت تر برید لاندي راغلی، دغه کمپاین کې د روغتیا وزارت هڅه کوي تر څو د کابل له کوڅو څخه نشیان را ټول کړي او د نشیانو د روغتیا او ساتلو مراکزو ته یې انتقال کړي. دغه سرچیني زاته کړې: بریدګر چې په کومه ستنه پر وزیر برید کړی، هغه په ایچ آی وي وایرس ککړه وه.

د روغتیا وزارت د پيښي تصدیق کړی او ویلي یې دي چې وزیر خلکو ته د وینا په مهال تر برید لاندي راغی. په یوه اعلامیه کې چې په همدې موخه د روغتیا وزارت څخه خپره شوې ویل شوي چې فیروز ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی، په هیواد کې دننه د نوموړي د ویني ټیسټونه شوي چې ټول دا ثابتوي چې هغه د د ایچ آی وي وایرس یا په عامه اصطلاح په ایډز نه دی اخته شوی.

فیروز الدین فیروز د پيښي وروسته هندوستان ته تللی، داسي ګنګوسي دي چې نوموړي په هند کې هم روغتون ته د تشخیص په موخه تللی خو د وزارت اعلامیه وايي چې نوموړی په هندوستان کې د دغه هیواد او افغانستان تر منځ د لوبي لیدلو ته تللی وو.

د روغتیا وزارت ویاند محمد اسماعیل خواصي رسنیو ته ویلي چې نوموړی د کابل په پل سوخته سیمه کې یوه اونۍ مخکې تر برید لاندې راغلی وو. خواصي زیاته کړې چې دغه برید له مخکې څخه پلان شوی وو او تر شا یې هغه کسان لاس لري چې نه غواړي د کابل د کوڅو څخه نشیان ټول شي.

باید وویل شي چې د ایډز یا ایچ آی وي متخصصین وايي چې د دغه وایرس د تشخیص پایله کله هم په لومړیو وختونو کې مثبته نه راځي، بلکي دغه وایرس هغه وخته په وینه کې ښکاره کیږي کله چې یې په بدن کې پوره سرایت کړی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
همدي

شه شه آشنا مو لکه چی لا پخوا په دغه غم اخته وه
أوس مو ورته شه بهانه جوره کره
نور نو والله أعلم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x