
دچاپخاطر! ـ خالق يار احمدزی
شاعر: خالق يار احمد زی
داخلک مینه چې کوی بس دیوچا پخاطر
زړونه په زړه چې ورکوی خاص دآشنا پخاطر
د وصل حب دې ضمیرونه چې را وسوځل
جانانه چم ته به درځمه نن د ستا پخاطر
هغه محراب ، هغه مسجد به په بڼو جارو کړم
د یو سپیڅلی نازولی مقتدا پخاطر
ما د سفر په ډیرو سختو لارو یون راکړی
مدینې ! تاته چې راتلم د مصطفا پخاطر
راغلم د ستورو له مداره فلکیاتو باندې
یوه عنقا وم چې پیدا شومه د چا پخاطر
نن ښکلاګانې ګلابو کې بې اغزیو نغښتې
د زړونو حسنه د ارواحو د سبا په خاطر
خالقیاره! ګودرونه او د کلی مازدیګر کې
نن غزلیزه ښکلاګۍ ده دآشنا پخاطر