شعـــــرونه

د رحمت الله منیب درې شعرونه


رحمت الله منیب

موږ هم بچی موږ هم ارمان درلودو
شوق مو د امن او آمان درلودو

زموږ دا خړ کور ته به خړ نه ګوری
ور ته مو زړه کی یو جهان درلودو

موږ خو په زور او زر اېل شوی نه و
موږ عقیده او موږ ایمان درلودو

موږ ته یی درس د قربانۍ راکاو
موږ خو حدیث او موږ قرآن درلودو

موږ به په کور کلی جرګی کولی
زموږ سپین ژیری و موږ خان درلودو

منیبه دا رانه هیر شوی و چی
موږ شاه شجاع او یعقوب درلودو

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چی انتظار می په وصال له انتظاره و ووت
هغه شیبه صبح صادق له سپین سهاره و ووت

دا تکبر و ځان ښودنه وه لویی وه پکشی
شیطان چی لاړی له عزته او له وقاره و ووت

سه اشتباه سه غلطی او سه مو خپلی کړنی
وی چی شوکت د تیر تاریخ مو له دستاره و ووت

هغه ډیلی چی یی قبضه کړ هندوستان یی ونیو
دوخت ځای ناستی یی ګونګی شو له گفتاره و ووت

چی په ګلاب به یی طواف کاو نغمه نغمه و
هغه بلبل نه ګل خزان شو له بهاره و ووت

هغه چی نه یی منل هوکړی نه انکار یی کاو
له هغو خلکو نه اقرار په سو دیناره و ووت

له ښاره ووزه دا متل دی خو نرخه یی نه
خو دی له نرخه راوتلی و له ښاره و ووت

چی د غزل په اننګو به یی ښکلا پرته وه
هغه د ځوانو هیلو خیال یی اوس له کاره و ووت

چی یوه کاذبه شکلا راوړی یو کاذب تبسم
منیب له داسی ښایستونو او سنګاره و ووت

—————

دغه ژمی دی خزان ته خو دی پام دی

دا د ګلو ګلستان ته خو دی پام دی

دا چې پاڼې یې په خړه زمکه توی شوې

دې شړشم هغه ریحان ته خو دی پام دی

دا به هم ټوټه ټوټه کښته رالوېږی

ځلاند ستوری شنه اسمان ته خو دی پام دی

دې یتیم ته به بیا څنګه جواب وایی؟

ببر سر څیری ګرېوان ته خو دی پام دی

سه تنکی تنکی ځوانان یی رانه بیل کړو

د مرمیو سره باران ته خو دی پام دی

دا راغلو درنه څنګه چل کی یوووړ

خپل تاریخ او خپل ایمان ته خو دی پام دی
دا چی څو لسیزی تېرې شوې لا شته دی

دې اوږده غوندی هجران ته خو دی پام دی
اوس لا څو کرشی پرې ولیکه منیبه

د وختونو این و آن ته خو دی پام دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بلال حفیظی

جزاک الله _ ماشاالله دیر عالی الله دی لانور هم همت در نصیب کری گرانه وروره

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x