ټولنیزه برخه

خپله خواښې به څنګه وژنې …

پخوا زمانه په چین کې یوه پیغله وه لې لې نومیدله ، له یوه ځوان سره یې کوژده وشوه او واده شوه ، له خپل میړه اوخواښې سره یوځای په یوه کور کې اوسیدله ، په کمه موده کې لې لې ته پته ولګیدله چې له خواښې سره یې ګډ ژوند ګران ده ، د دواړو په شخصیتونو کې ډیر توپیر شتون لاره ، لې لې به دخواښې په خبرو سخته غوسه شوه او خواښې یې هم هغه هر وخت ترټله چې یومخ سره غومبسه ده .

د لې لې او خواښې ترمنځ شخړې او جګړې اوږدې او ترخې شوې ، هغه مهال د چینایانو عادت و چې نږور به دخواښې ټول کارونه او چوپړ سرته رسوي ، نو له یوه بله یې خلاصون هم سخت و او ژوند یې هم په سره بتۍ و ، په منځ کې یې د لې لې سړی خوارکی یوځیدی او زوریدی .

لې لې مجبوره شوه او نور یې د دې تریخ ژوند زغم له وسه ووت ، له ځانه سره یې له ډیرو سوچونو وروسته پریکړه وکړه چې د خپل پلار یوه طبیب ملګري ته ورشې او له هغه نه مرسته وغواړي ، هغه یوناني طبیب و او په بوټو او دانو یې د خلکو علاج کاوه ، لې لې هغه ته خپله کیسه بیان کړه او اخر یې ورته وویل : اوس داسې تیز زهر رارکړه چې خواښېجانه مې په یوځل نوش کولو سره په وروستې خوب ویده او موږ یې له شر نه خلاص شو ،

طبیب له لیږ ځنډ سوچ وروسته ورته وویل : زه ستا دستونزې حل لرم خو په دې شرط چې زما خبرې راسره ومنې او زه چې څه درته وایم هغه علي کړې ، لې لې وویل : زه ستا هر امر ته تیاره یم چې څه وایې په سر سترګو منظور دي ، طبیب کورته ننوت او لیږ ځنډ وروسته راغی ، له ځانه سره یې یوه پنډه بوټی راوړل ، او لې لې ته یې وویل : لورې ! ته نشې کولی په تیزو رهرو خپله خواښې ووژنې ، ځکه بیا پر تاباندې خلک شک کوي او ستونزه به دي لا سخته شي ، زه تاته دا بوټې درکوم ته چې هره ورځ هغې ته خواړه ورکوې نو له دې بوټو به کم کم پکې ګډوې دا زهر دي خو په وخت تیریدلو سره اغیز کوې ته هغې ته ښه خواږه خواړه تیاروه او دهر وخت په خوړو کې دا بوټې ګډوه .

په دې توګه چې کله هغه مړه شي په تا باندې به هیڅوک بدګومان نه کوي ، او دایو مهم ټکۍ هم خامخا په یاد ولره هغه داچې ته له هغې سره خپل چلند مکمل تغیر کړه هغي ته هیڅ بده خبره مکوه او چې څه درته وایې هغه منه څو هغه او زوی یې په تابد ګومانه نشې ،
لې لې په خوشالې سره دبوټو پنډه را واخیستله او کورته ولاړه . څو د خواښې د وژلو په پروسه کارپیل کړي ، اونۍ تیریدلې او ورپسې میاشتي راغلې تیري شوې ، لې لې خپل پروګرام د طبیب له لارښوونو سره سم پر مخ بیوه ، خپل مزاج یې هم مکمل تغیر کړ او هغه بوټې به یې هم هره ورځ د خواښې په خوړو کې ګډول ، پوره شپږ میاشتې تیرې شوې ، د لې لې په کور کې عجیب تغیر رامنځته شو ، لې لې غوسه او سختې خبرې هیرې کړې وي او خواښې ته به یې هروخت ځانګړې خواږه خواړه تیارول ، بوډۍ ته چې ځانګړې خواږه خواړه رسیدل او د لې لې له سختو خبرو هم خلاصه شوه نور یې څه غوښتل . اوس نو حالت مکمل تغیرشوی و خواښې ته یې لې لې دومره ګرانه شوې وه لکه خپله لور ، خپلوانو او کلیوالو ته به یې ټوله ورځ د لې لې په صفتونو خوله تړبوله . لنډه دا چې لې لې او خواښې یې د لور او مور په څیر سره خوږې شوې .

بله ورځ لې لې طبیب ته روغله او له هغه یې بیا مرسته وغوښتله ، ورته کړه یې : محترم ډا کټر صیب مهربانې وکړه داسې دوا راکړه چې خواښې ته یې ورکړم څو یې هغه زماپه لاس ورکړې زهر په بدن بد اغیز ونکړي ، او هغه وژغورم . هغه اوس ډیره ښه شوې ده زما وهغې ترمنځ ټولې ستونزي ختمې شوې دي او دلور او مور په څیر سره خوشاله یو . زه نه غواړم هغه مړه شي .

هوښیار طبیب موسکی شو او سر یې وښوراوه ، او لې لې ته یې وویل : ته فکر مکوه هیڅ مشکل نشته ، ماچې کوم بوټې درکړې و هغه د قوت له پاره وو څو ستا دخواښې صحت ښ او خوندي کړي ، اصلا زهر ستا په عقل او بدخوی کې و ، او هغه زهر ټول ستا په هغه ښه چلند او انساني کړو وړو سره ختم شول چې زما له لارښوونو سره سم دي خپل کړې وو .

پایله : ته چې له خلکو سره څ ډول چلند او اخلاق غوره کوې هغوی به هم ورته چلنداو اخلاق درسره کوې ، په چینایانو کې یو متل دی وایې : څوک چې له نورو سره څه ډول مینه کوي هغوی به ورته مینه ورسره لري . د خواښې او نږور ستونزه په افغاني ټولنه کې هم خورا درنه او پلنه ستونزه ده او دحل لاره یې په دې کیسه کې پوره نغښتې ده . کومې خواښې یانږور که زموږ کیسه لوستې وي پخپله دي هم عمل پرې وکړي او نالوستیو خواښیګانو او نږندو ته دې هم ورسوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x