شعـــــرونه

غزل – جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

داسې یو وخت و چې بې تا به مې ګُـــذران نه کېده
بیا داسې وخت شو چې مې تېر پسې ارمان نه کېده

دغسې مات سـر او شلېدلی ګـرېوان ځکه راغــلم
د یــار دیــدن زیــاتـــي له دې څخه ارزان نه کېده

داسې یــوه شپه وه چې د زلفو تروږمۍ کې بنـد وم
داسې یـوه شپه وه چې سهار شو، خو آذان نه کېده

نــور نـو هغه هــم له ››چمبې‹‹ او چکچک ولوېدله
نـور نو له مانه هم ››ټپه‹‹ او یه قـــربـان نه کېده

د یارانې او دوستۍ تــار مــو ســره ځکه پرې کـړو
هغه نـه ګټه او له مـــا ځیـــني تـــاوان نه کېده

د خــان وُزه ورکه وه ، هـر چـا اعــلانـونـه کـــول
خو د غریب ســړي د مــړینـي هم اعـــلان نه کېده

خدای به نو دا کلــی په کـوم جـرم نیـولـی و چې!؟
د خلکـو خولې په دعـاء سـتړې وې، بـاران نه کېده

کله ناکله به خپل ځان بانـدې شکمن غـونـدې شـوم
خـو “خدرخېله” بــد ګمان مې په جــانـان نه کېده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x