نظــر

د کفارو پلانونه – امریکاي اسلام

په اوس وخت کې په نړی کې دوه ډوله اسلام وجود لري.

 یو هغه اسلام دې چې الله (تعالی`) پر محمد (صلى الله عليه وسلم) نازل کړي، او هغه خپل امت ته په مکمل ډول رسولي دی.

 او د اسلامي امت د تاریخ په اوږدو کې مسلمانانو منلی، او هم ئې په خپل فردي او اجتماعي ژوند کې تطبیق کړي دی. او همدا ډول ئې له هغه څخه د دفاع په لار کې په میلینونو سرونه قربان کړي دي.

د اسلام علماو هم تل دهمدغه اسلام په اړه د دښمنانو د تورونو او شکونو علمي او معقول ځوابونو ویلي، او د دغه دین د مختلفو اړخونو او احکامو د شرح کولو لپاره ئې په لکونو کتابونه لیکلي چې د نړی په بیلا بیلو ژبو کې په پراخه پیمانه موجود دي. دا هغه اسلام دي چې الله (تعالی`) له هغه څخه پرته بل هیڅ دین نه قبولي لکه چې فرمایي:

ترجمه: (د الله (تعالی`) په نزد منل شوي دین اسلام دی) (اوکه څوک پرته له اسلام څخه بل دین غواړی نو به ورڅخه ونه منل شي، اوپه آخرت کې به له زیان کارانو څخه وي).
 دغه اسلام هغه دین دی چې په هیڅ صورت، او په هیڅ وخت کې کافران د هغه له دښمني څخه لاس نه اخلي، اوپه هر شکل او وسیله به دهغه د منونکو په خلاف په همیشني جنګ اخته وي.
 او تر هغه په دغه جنګ جاري ساتي تر څو مسلمانانو له اسلام څخه وباسي. چې دغه کار به هيڅکله تر سره هم نه کړاي شي. الله (تعالی`) فرمایي:
البقره: ۲۱۷
 ترجمه : (همیشه به وي کافران چې جګړه به کوي له تاسې سره تر هغې چې بیرت وباسي تاسې له خپل دین (اسلام) څخه که چیرې دوئ په دې کارو وتوانیږي)
 یعنې تر څو چې مسلمانانو په هغه اسلام ټینګ ولاړ وي چې الله (تعالی`) نازل کړی دی، نو دکفارو جنګ په د دوئ په خلاف هر وخت په یوه یا بل شکل حتما” روان وي، او مسلمانان په یوازې هغه وخت د دوئ دوستان کیدای شی چې له اسلامه ووځي.
 الله (تعالی`) په بل آیت کې همدغه مفهوم داسې بیانوي:
البقره: ۱۲۰
ترجمه : (هیڅکله به یهود او نصاری له تاڅخه خوشحاله نه شي تر هغه چې د دوئ په ملت (دین) روان نه شې).
 له یادوشو آیتونو په واضح ډول معلومیږي چې (الهي اسلا) هیڅکله یهودو، نصارو، اونورو کافرانو ته د منلو نه دی.
 اوله همدې امله ئې په ټوله دنیا کې خپل ټول مادي او معنوي وسائل په کار اچولي تر څو (الهی اسلام) په هیڅ ځاې کې تطبیق نه شي.
 او که چیرې تطبیق شوی هم وي هغه باید په هره طریقه چې وی له مځه یوړل شي.
 خو د الهي اسلام په مقابل کې یو بل ډول اسلام هغه دی چې غرب او په راس کې ئې امریکا دهغه د معرفي کولو، خورولو، او تطبقولو لپاره کار کوي.
 او خپل ټول مادي او معنوي وسائل په کار اچوي تر څو په اسلامي نړی کې همدغه (امریکایي اسلام)
 د (الهی اسلام پر ځای د مسلمانانو په ژوند کې ځای ونیسي. د دغه امریکایي اسلام د معرفي کولو لپاره دامریکا تر ټولو مهمي تحقیقاتي ادارې Rand Corporation چې د امریکا حکومت ته د اسلامي نړۍ په چاروکې په سیاسي، اجتماي، او استراتیژکو چاروکې پالیسئ جوړوي، د اسلامي چارو څیړونکي ورکښی د مسلمانانو په ژوند مسلسلې څیړنې کوي، او نتائج ئې دامریکا دحکومت بیلا بیلو اداروته د تطبیق لپاره ورکوي، یوه طرحه د همد غې اداری یوې ډلې مستشقر قینو
چې Cheryal Benard ئې مشري کوي وړاندې کړې ده. Cheryal Benard چې په خپله یهودی او د افغان امریکا یی (زلمي خلیل زاد) ښځه ده دغه طرحه ئې د Civil democratic Islam Partners Resources and startegies یعنې (متمدن ، ډیموکراتیک اسلام، ملګری، منابع، او استراتیژی) په نامه په دري اتیا صفحو کې ترتیب کړې چې دخلیل زاد تر څنګ نهو نورو مستشرقوینو او څیړونکو هم ورسره مرسته کړې ده.
 یاده شوې طرحه یو نوی امریکایي اسلام معرفي کوي، اوبیا د دغه نوي اسلام د خبرولو لپاره په اسلامي نړی کې ملګري تشخیصوي، او هغه منابع په ګوته کوي چې د دغه نوي اسلام په تطبیق کې ورڅخه استفاده کیدی شي. او هم الهي اسلام د له منځه وړلو او یا محدودولو او مسخ کولو لپاره اسستراتیژی وړاندې کوي.

د امریکایې اسلام تعریف

هغه اسلام چې رنډ کارپوریشن یې غواړي (چیریل بنارډ) ئې پدې ډول تعریفي:

(امریکا، نوې صنعتۍ نړی، او په مجموع کې بین المللې ټولنه داسې یو اسلام غواړي چې د نورې نړی له نظامونو سره په یوه لار روان شي ډیموکراتیک او مترقي اسلام وي، اوپه نړیوالو قانینو، احکامو، او اخلاقو وچلیږي)۱ اتم مخ Civil democratic Islam Partners Resources and strategies.

 په یاد شوي تعریف کې دغه نقطې مشخصې شوی دي:

 ۱- اسلام باید د امریکا او بین المللي ټولنې په خوښه وي.

 ۲-اسلام باید یو بیل تشخص او ځانګړی نظام ونه لري، بلکه د نورې نړی له نظامونو سره دې یو شی وي.

 ۳. اسلام ډې دیمکراتیک وي. یعنې دخلکو لخوا دې رامنځته شي، نه دا چې د (وحیې) پربنسټ دې ولاړوی.

 ۴- دغه اسلام دې خپل زړو شکل پرې ایښی وي، او نوی مترقي شکل دې ئې غوړه وي.

 ۵- دغه اسلام دې په احکامو او اخلاقي فلسفه کې د غرب له احکامو او اخلاقو سره یوډول وي.

 وروسته په همدې اتمه صفحه کې د دغه اسلام د منو نکو د ملاټر او تشویق په هکله لیکی:

 (دابه دحکمت کار وي چې په مسلمانانو کې دهغو عناصرو ملاتړ او تشویق وشي چې له (نړیوالې سولې) او بین المللي ټولنې سره یو ځای په لاره ځي، او ډیموکراسي او تمدن خپلوي)

 په پورتنی جمله کې دغه مفاهیم جوت شوي دي:

 ۱. د ټولو مسلمانانو ملاټر باید ونه شي. 

بلکه د خاصو عناصرو ملاتړ دې وشي.

 ۲. دهغو عناصرو ملاتړ دې وشي چې له کفارو سره هیڅ ډول مشکل نه لري. بلکه له هغوئ سره په نړیواله سوله کې ژوند تیروي، اوپه جهاد هیڅ باور نه لري، که څه هم چې کفار په مسلمانانو هر څه کوي.

 ۳. دهغو مسلمانانو ملاتړ دې وي چېد دیمکراسي د ژوند د تګلارې، او غربي تمدن د ژووند د بڼې په حیث مني.

 لیکواله د مسلمانانو او کفارو تر منځ د بیلوالي عامل د دغو دوو امتونو تر منځ د غرب له فرهنګ څخه چې هغه ئې (نړیوال فرهنګ)

 بولي د مسلمانانو لیرې والی ښیي او لیکي:

 (له نړیوال معاصر فرهنګ څخه د مسلمانانو لیرې والی دهغوئ او دنورو تر منځ د کړکیچ زمینه برابره کړې ده.) اتم مخ.

 د پورتني عبارت معنی دا ده چې د مسلمانانو او نورو تر منځ به تر هغه وخته کړکیچ دوام ولري تر څو چې مسلمانانو خپل اسلامي فرهنګ پرې ایښی نه وي، او نړیوال فرهنګ ئی خپل کړی نه وي. او هر کله چې د فرهنګ دغه توپیر له منځه ولاړ شی نو کړکیچ به په خپله له منځه ولاړ شي نو کړکیچ به په خپله له منځه ځي.

 او داکټ مټ هماغه مفهوم دی چې الله (تعالی`) ئي په قرآن کریم کې داسې یادونه کړی ده :
البقره: ۱۲۰
 یهود او نصاری به تر هغه له تا څخه راضي نشي تر څو چې د دوئ ملت ونه منې)

 او دا ښکاره خبره ده چې ن-نی نړیوال نظام او نړیوال فرهنګ یهودانو ایجاد او ډیزاین کړي، او نصاری چې برتانیه اوامریکا ئې په راس کې دي په ټولې نړی تطبیقوي. او دهمداغه نړیوال فرهنګ دعلمي کولو لپاره ئي ټوله اسلامي نړی د جنګ میدان ګرځلې ده ترڅو خپل نوی اسلام ورکښې عملي کړي.

 تالیف

 مولوي عبدلهادي مجاهد.

 لیکوال ابراهیم ال-افغانی

دوهمه برخه ډیر زر….!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x