
سره راټول شی وړونو ! ((حافظ))
راشئ په مينه محبت سره را ټول شی وړونو !
ورکړئ لاسونه د وحدت سره راټول شی وړونو !
پرېږدئ نفرت ، بغض ، عناد تاسي د خدای په خاطر
ښه په اخلاص او صداقت سره را ټول شئ وړونو !
وطن مو ټوله دی اشغال بيا په کفري ځواکونو
ورکړئ ګذار نن په غيرت سره را ټول شی وړونو !
د دين ، وطن ، ناموس دفاع مو ده شرعي وظيفه
ځان ترې قربان کړی په هر وخت سره راټول شی وړونو !
يو مو مسير ، يو مو امير ، يو مو هدف دی ګورئ
نو بيا په څه کړی بغاوت سره راټول شئ وړونو !
ها ملي ګټي د پردو په هوس مه پلوروی
دا به جفا وي هم خيانت سره را ټول شی وړونو !
مظلوم ملت ته نجات ورکړئ د خپل تن په وينو
وي به خوشحال مسلم امت سره را ټول شئ وړونو !
الله ته عجز او زارۍ کوی په شپه او په ورځ
مغرور چې نه شئ په قدرت سره راټول شی وړونو !
زموږ د هيلو غوټۍ ګل دي نور که خدای کوله
کړی يې روزنه په همت سره راټول شی وړونو !
دا يې ارمان دا يې آرزو دا يې دا يې اميد د حافظ
چې شي ورک دغه نفرت سره راټول شی وړونو !