حکمت الله ښادمن

حکمت الله ښادمن، او حاجي عتیق د سي ای اې نوي مهرې

حسان بلال –

ښادمن په لومړي ځل په کال 2004 کي له اسدالله خالد سره کار پيل کړ او په کال 2006 کي يې د ملاصاحب په سرای کي د امریکايې ځانګړو ځواکونو سره کار شروع کړ، په کال 2008 کي يې د کندهار په هوايې ډګر کي د تیلو، سمیټو، غټو خښتو (امنیتي دیوالونو) پر قراردادونو سربېره د کابل آو کندهار، هیرتان او کابل، بدخشان او کابل پرلویو لارو باندی د قطارونو تیرولو قراردادونه هم وکړل.

له دې هر څه وړاندي حکمت الله ښادمن په کال 2003 کي د کندهار ښار په جاده کي د مخابراتو څنګ ته د ایسکریمو دکان درلود، وړاندي يې په کندهار کي د احمد شابابا عالی لیسه کی زدکړه کول، ښادمن څلور وروڼه لري، مشر ورور يې په لندن کي دی، دویم مشر يې د کندهار ولایت په مرکز چوڼی سیمه کی یو شخصی روغتون لري، دریم ورور خپله ښادمن د امریکايې اشغالګرو ځواکونو خدمتګار او وفادار دی، او یو بل کشر ورور هم لري.

ښادمن د امریکايې ځانګړو ځواکونو یو ډیر باوري، او اعتمادي ملګری دی، ښادمن د براین مایرز (دځانګړوځواکونوډلګۍ مشر)،او مایک وډال (د سپيشل فورس جګړن، او له اګسټ ۲۰۱۰ څخه بیا تر اپریل ۲۰۱۱ پوري په جنوب کي د امریکایې فوځ د ځانګړو عملیاتو د کاري قوې د لوژیستک د څانګي نظارت کونکی) د دواړو نږدي ملګری پاته شوی.

د وډال له قوله، هغه وخت چي به ځانکړي ځواکونو افغان کلیو ته ورتلل چي مخکي ائتلافي ځواکونو لا اشغال کړي نه ول، دې فرقو به نظامي اډې په ډېر تکلیف سره جوړولې او ښادمن کولای سوای چي دغو کلیو ته سامان الات پرخپل وخت ور ورسوي.

وډال وویل چي موږ ځکه دحمکت ښادمن لوجسیتیکي کمپنۍ سره دیوزانی منبع په توګه قراردادونه کول چي یو خاص اندازه باور او متکیتوب ته ضرورت وو چي هغه یوازي ښاغلي ښادمن وړاندي کولای سوای.

امریکايې سپيشل فورس ته ښادمن یو منل شوی خادم، او باوري کس وو، ځانګړو ځواکونو د لوژیستیک په برخه کي تر بل هر چا ډیر پر ښادمن باور کاوو، نو پر همدې اساس یې ښادمن په سیمه کي د جاسوسانو په استخدام وګماری، ښادمن د امریکا پټي ادارې سي ای اې لپاره جاسوسان هم استخدامول، هغه په سیمه کي د رهبري کونکو چيپونو (سیمکارټونو، یا غمیانو) د ویش چار هم پر غاړه لاره، امریکا وتوانیدل د نوموړي په توسط د کندهار، هلمند، او روزګان ملکان، سپين روبي، او متنفذه خلګ د سي ای اې لپاره د جاسوسانو په توګه استخدام کړي، او ډیره کامیابه نتیجه يې ورکړل، د نوموړي په دې کړنه په سیمو کي امریکايې چاپي ډيري او دقیقي شوی، د بمبار اهداف يې ډير او تر یوحده دقیق شول، او وتوانید چي د همدغو ملکانو په مټ په سیمه کي اربکیان جوړ کړي.

ښادمن د ملیونونو روپو په قیمت پانګه په دوبۍ کي لري، هغه د خپلي شتمنی ملیونونه روپي په۲۰۱۳ کي دوبی ته انتقال کړل، د ښادمن یو بل نږدي خو افغانی ملګری حاجي عتیق نومیږی.

ښادمن یواځي په امریکا کي په ۸ بانکونو کي خپل حسابونه لري، او د یوه طرحه شوي پلان له مخي امریکايې محکمي ورڅخه ۶۳ ملیونه امریکايې ډالر کنګل وايې.

له ښادمن سره د امریکا د جدي برخورد سربېره دی اوس هم ځانګړي ځواکونه حمایه کوي، دي هیڅ پښېماني نه کوي. ده وویل«ځانګړو ځواکونو زما دوطن سره کومک وکړ، زه پوهیږم هغه څه چي زه دخپل هیواد دپاره غواړم، دوی هغه کوي.
حکمت الله ښادمن چي اوس یو ملي تاجر بلل کیږي، اصلاً د سي ای اې او امریکايې ځانګړو ځواکونو یوه بله نوې مهره ده، د چا په توسط چي اراده لري په سیمه کي ورڅخه د افغانانو د وژلو شکنجه کولو، او ربړولو، او د افغانانو د سوء استعمال په هدف تري کار واخلي.
ښادمن د سي ای اې له لوري د افغانانو وژونکو داعشي ملیشو ته تر ټولو واضح ادرس دی، تر څو يې په لاس په سیمه کي غل، او جاهل د داعش په نوم راټول، اکمال او د جګړي ډګر ته ولیږی، د چا په توسط چي به بیا افغانان د تیرو کورنیو جګړو په څير د جګړو په اورونو کي یو ځل بیا وسوځوي.
سي ای اې د ښادمن په توسط کولای شي د افغانستان له خاورې په سیمه کي هرج مرج رامینځته، او د پړې ګوته افغانانو ته ونیسي، او د افغانستان، او د سیمي د ګټو پر ضد، او د امریکا په ګټه يې استعمال کړي.

ښادمن د سي ای اې په دغه تحریک کي یواځی نه دی، امریکا د ګډ حکومت بعضي لوړ پوړي چارواکي، بعضي متنفذین، او بعضي ملي تاجران د هیواد په مختلفو سیمو کي په همدې هدف روزلي تر څو له افغانستان څخه له انخلاء وروسته هم ورڅخه خدمت واخلي، د ښادمن سره د سي ای اې په دغه اپریشن کي د هغه نږدي ملګری حاجي عتیق هم ور شامل دی.

د هیواد ورانوني، او د ستر خیانت له سي ای اې سره په دغه معامله حاجي عتیق د حکمت ښادمن سترګی، لاسونه دي، د حاجي عتیق په توسط ښادمن د کندهار، روزګان، زابل، او هلمند له خلګو سره ګوري، هغوی استخداموي، او جاسوسان ورڅخه انتخابوي.

ښادمن د سیمي، د نظامونو، تحریکونو، لوړ پوړو چارواکو او مخورو له بشپړ ملاتړ، او پشتبانی څخه برخمن دی، نوموړی هره میاشت په کروړونو روپی مصرفوي تر څو خلګ وپيري، او یا يې د خپلو شومو امریکايې اهدافو لپاره استفاده کړي.
ښادمن په افغانستان کي د سی ای اې د هغو مشهورو جاسوسانو په څیر دی چي تاریخ به يې همیشه لکه شاشجاع او کارمل د غلام په حیث له ځان سره ثبت کړي، د یوه بې طرفه، او ښاغلي تاجر په نوم نه!
ښادمن لکه احمدولي کرزی، اسدالله خالد، عطاء محمد نور، حنیف اتمر، او امرالله صالح د امریکايې زبر ځواک وحشي اشغال جاسوس دی.
له ښادمن څخه ملاتړ هغه خلګ کوي چي پر نوموړی يې وختی لا ایمان، او وجدان په پیسو پلورلی، هیڅ وطني، او اسلامي انګیزه نه لري، او نه ښه سابقه لري، اکثره يې د نعمت شیردلی چي تر اوسه د غلو فعاله دلګی لری په څير دي.

دا هر څه هغه څه وو چي مونږ ورباندی خبر وو، او د خپل مسؤلیت پر بنسټ مو له تاسو سره شریک کړل، او هغه خیانتونو چي د پردي تر شا ترسره شوی، او سره وعده شوي لا به یواځي الله جل جلاله په خبر وی.

افغانان به هیڅکله په هیڅ راز نوم جاسوس ته د هیواد هضمولو اجازه ورنکړي، دا هیواد پخپله خټه کي ورګډ جراثیم پيژندلایشي، نه به يې نمایشي مرسته د حق لیدني، او اوریدني پر قوې غلبه وکړي، او نه به يې الله جل جلاله د یوه سفاک، او وحشي صفته ښکیلاک جاسوس ته سرټيټي کړي.
افغانان په دې باور دی چي الله جل جلاله به يې تل مرسته کوي، او افغانان د جاسوسانو په وژلو، او افشاء کولو کي تاریخي سابقه لري.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

کور دی ودان ، پوښتنه دا ده دا معلومات چه تاسی پری خبر وۍ ولی مو دومره وخت له ځانه سره ساتلی وو ، اوس خو به خلکو ته تر یوی کچی ضد او نقیض معلوم شی ، خلک به وایی چه دی په دومره کچه د سی ای ای غړی او باوری سړی دی ، او د امریکا اصلی واک او پیاوړتیا د سی ای ای په واک کی ده ، چه بودیجوی سهم یی له کانګرسه غیره وضع او تادینه کیږی حتی د څیړنو ، ارزونو او پلټنو حق تری څوک نه لری چه دا مو په څه… نور لوستل »

محمد اکرام
میلمه
محمد اکرام

دا ټول دروغ او ستاسې دښمنانه نظر دی. هغه چې د کاروانونو لپاره یې ، تاسې ته پیسې درکولې نه جاسوس او نه غلام اوس جاسوس او غلام شو. زه باور لرم تاسې به ته اوس څه زکات، خیرات غوښتلې وي او هغه ښادمن به نه وي درکړې اوس ورته جاسوس او غلام وایې ، مونږ مو اوس ډیر ښه پیژنو ، چې تاسې ولې دا ډول خبرې کوئ.

غوربندی
میلمه
غوربندی

یاره ليکوال صيب لکه چی کاري رابطه مو ورسره خرابه شوی ده

حماد
میلمه

حاجی عتیق په خټه شمالی وال تاجک خو پښتون بریښي( کیدای شي هغه به دلیکوال غرض وي) نوموړی په دُبۍ کي اوسي، ټول افغانان یئ په دبۍ کي په زاني، او د ټولو بدو کړنو په کولو پیژني، د مشهور جاسوس او دکرزي دسکني انډیوال (شین خالی ملامنان) چی کوریئ دپاکستان په کوټه ښارکي دی زوی رحمت الله هم له حاجی عتیق سره په دبۍ کي لیدل کیږی، حاجي عتیق دامریکایانو په خاص سړي مشهور دی خو طالبانو ته هم پیسي دچندې په نوم #### وراستوي، دطالبانو ځیني مشهوري څیرې ### چی دبۍ ته په چکر ولاړشي له حاجی عتیق… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د افغانستان څه د ټولی اسلامی نړی او حتی مظلوم بشریت حالات نړیوالو دحالانو او شغالانو داسی جوړ کړی چه مدعی او مدعی علیه دواړه حق په جانب معلومیږی ، ډیره ستونزمنه ده چه سړی پکی قضاوت وکړی چه ملامت او سلامت څوک دی مګر څه وخت ته اړه لری چه سړی پکی حق او باطل ته ګوته ونیسی . خو په عمده ډول که دی دومره لوی قرار دادی وی ، دی هسی نه قرار دادی کیږی دی د لوړوپورو سره باڼد او بیا د اشغالګرو سره بانډ لری او کله چه فساد زیات شی او مادی لاسته راوړنی… نور لوستل »