اېران او صهیونیزم د ېوې سکې دوه مخونه

لیکوال :ډاکټر حا مد
ډېری خلک به زما پدې لیکنه تعجب وکړي او ښا ېې ډېرو ته به د منلو وړ نه وي چې دا څنګه  وی چی اېران او اسرئېل دی د  ېو او بل ګټو ته کار وکړي پداسې حا ل کې چې په مطبوعاتو کې دغه هیوادونه د یو او بل په وړاندې د ډېرې کلکې د ښمنۍ تمثیل کوي خو له بده مرغه حقیقت همداسې دی د د واړو مو خې د مسلمانانو تر منځ د فتنې او نفا ق پرا خول دي چې تر څو  د منځني ختیځ ثروت سره ووېشي ، مذ هبي توپیرونه را و ټوکوي او څو کوچني کوچني شیعه ېې دولتونه جوړکړي چې د اسرائېلو او اېران همدا ګډه طرحه اوس په عراق او سورېه کې د پلې کیدو په حا ل کې ده.
سوال دلته دی چې د عربې هیواد نو تجزېه هغه هم د کوچنیو شیعه ېې هیوادونو په څیره کې به د اېران او اسرائېلو لپاره څومره ګټوره وي؟ د اسرائېلو په تړاو د دې سوال ځواب ډېر ساده دی ځکه اسرا ېل د عربانو په تجزېه سره د فلسطینيا نو د خپلواکۍ او له ېهودو څخه بیرته د فلسطیني ځمکو په اخیستلو چې په پاېله کې به ېې اسرائیلې دولت له منځه ځي دا عیه له منځه وړل غواړي او هڅه کوي چې د فلسطیني ولس تر منځ په مختلفو نومونو ګوندي او نور ګڼ توپیرونه را وټوکوي چې ښه بیلګه ېې د حماس او الفتح تر منځ ا ختلا فات دي چې د ډېرو کلونو په تیرېدو د ېوه منل شوي خپلواک فلسطیني دولت نه جوړېدنه ده ، خو له بده مرغه اېران په نړۍ او سیمه کې د ېوه نګه اسلامي حکومت چې نظام ېې ېواځې په اسلامې شرېعت ولاړوې تمثیل کوې او د غرب په ځا نګړې توګه د امرېکا د متحده اېالاتو په وړاندې له ېوې مبالغوي مطبو عا تې دښمنۍ څخه کار ا خلې او د نه شرقي اونه غربي په شعار سره نړېوالو ته ښیي چې د ښکیلاک په وړاندې ېو غوڅ او رښتونۍ درېځ لري خو په حقیقت کې هر څه معکوس دي.
په ۱۹۴۸ زیږدیز کال کې چې کله ېهودي دولت د اسرا ئیلو په نوم را منځته شو د نړۍ د درېو لوېو ځواکونو ېعني فرانسې ،برطانیه  او امرېکا لخوا ېې هر اړخیز ملا تړ وشو او د نړۍ په نقشه کې د ېو خپلواک هیواد په توګه و پیژندل شو او بیا د همدې درېوو ځواکونو لخوا په میلیاردونو ډالرو مرستې ورسره وشوي او هم ېې ددې لپاره چې د مسلمانا نو او په ځا نګړي ډول د عربانو لخوا له منځه ولاړ نشي پراخ پوځي امکانات  او وسلې ورکړل شوي او هم ېې په اتومي وسلو سمبا ل کړل  چې با لاخره په ۱۹۶۵زیږدیزکال کی  د دې جوګه شو چې پخپل مټ له عربانو سره جګړه وکړي او وکړای  شي چې له عربانو څخه ډېرې سیمې لاندې کړي او عربان له ما تې سره مخ کړي چې ښه بیلګه ېې د لبنان ، سورېې او فلسطینې ځمکو لاندې کول وو چې اوس پکې ېهود میشته ښار ګوټی جوړوي.
د ېهودو دوښمني له مسلمانانو  سره جوته ده اوهر څوک ېې په اسانۍ اټکل کولای شي ، خو اېران له دوه مخي اسلامی ضد کړنې څخه کار اخلي تبلیغات ېې له مسلمانانو سره د خوا خوږۍ تمثیل کوي خو کړنی  ېې بیا سر چپه  وي په حقیقت کې اېران غواړي هم ژبني او هم مذهبي ا ختلا فات را منځته کړي په عربي نړۍ کې مذهبي اختلافات د شیعه او سني په نوم لکه مخکې مو چې ېا دونه وکړه او په منځنۍ اسیا کې بیا ژبه نیز توپیرونه را منځته کړي چې ښې بیلګې ېې افغانستان  او ازبکستان دي چې په از بکستان کې ېې دا کړنه د سخت درېځي ازبک مشر د شتون له کبله ښه پر مخ نه ځي او د پردې ترشا د بخا را ، سمرقند او قوقند د تا جکانو او ازبیکا نو ترمنځ ژور ژبه نیز کړکیچ شتون لري چې د اېران د نا وړې لاس وهنې له امله ورځ تر بلې زیاتیږي.
په ا فغا نستان کې ېې لاس وهنه په پراخه کچه دوام لري او افغانستان د اېران تر پرا خ کلتوری  ېرغل لاندې دی چې د دې موخې لپا ره ځینې چاپي او تصوېري رسنۍ هم په ډېره بیړه په کار بوختي دي چې ښې بیلګې ېې د طلوع تلوېزېون ، د خورشید تلوېزېون او را ډېو، د نورېن تلوېزېون ، را ه فردا تلوېزېون ، تمدن تلوېزېون ، آرزو تلوېزېون ، کا بورا پروډ کشن او د با ربد کمپنۍ ده چې د سندرو کلیپونه جوړوي او سرېالونه ژبا ړي چې دا رسنۍ په حقیقت کې د ېهودو او اېران په ما لي او تخنیکي مرستو چلیږي چې د دې رسنیو موخه د ژبني او قومي تعصباتو را ټوکول دي چې له دوي څخه ځینی د اسلامپا لو رسنیو ترنا مه لاندې مذهبي توپیرونه او ځینې نور ېې بیا د ا زادو او بیطرفو رسنیو تر نا مه لاندې د اسلام ضد خپرونې کوې او هم ملي نفا ق ته لمن وهي چې په حقیقت کې د اېران او اسراېلو تر ګډو پروګرامونو لاندې کار کوي.
په عربي هیوادونو کې د اېران مذهبي مداخله چې د شیعه اېزم د خپرېدو لپاره ېې کوي او غواړي چې شیعه کوچني کوچني هیوادونه را منځته کړي او اېران ېې بیا د رهبري واګی په لاس کی واخلی ا و پدې توګه د منځني ختیځ په سیاسي ا و اقتصادي چا رو کې ېو ه لوېه ونډه ولري.
که ښه ځیر شو د اېران او اسراېلو ګټې سره تړلي دي او د دې ګټو د خوندي کولو لپاره د دښمنۍ په تمثیل سره ګډ کارکوي ، چې له دې اسلامی ضد پروګرامونو څخه بل یو ېې په فا رسي ژبو ټولنو کې د زرد شتي د ېن بیا را ژوندي کول او تروېج دی او د همدې اسلام ضد کړنو له کبله ېې د زردشتیانو تعداد څو زرو کسانو ته رسیږي چې له دې څخه ېو شمیرېې هغه اېرانیان دي چې په اروپا او امرېکا کې اوسي ، خو د اېران د ننه په ا صفهان ، شیراز او تهران کې د دې دېن تروېج ته ډېرې هڅې روانې دي او د اېراني دولت د ننه د اېران د لرغوني فر هنګ د بیرته ژوندي کولو په نوم د دولت لخوا ځا نګړي بود جه لري چې له همدې بودجې څخه د دقیقو پروګرامونو لاندې د دوي ېوه ډله په تاجکستان کې هم فعاله ده او هلته هم د زردشتیانو شمیر مخ په ډېرېدو دی چې له بده مرغه اوس دوي هلته ځیني ټولنیزې ناستې او مذ هبي مراسم تر سره کوی.
په ا فغانستان کې د دولت له کمزوري درېځ څخه په ګټه اخیستنې او د ځینو رسنیو په مټ چې ما ېې مخکې نومونه ېاد کړل د افغانستان او اېران د ګډ فرهنګ تر نا مه لاندې ځینې غونډي او مشاعرې د همدې پروګرام پیلا مه ده چې ښې بیلګې ېې د ېلدا د شپې ځا نګړي مراسم او د نوروز مبالغوي نمانځنه ده چې پکښی په وار  وار زردشت چې ددې لارې بنسټګردی او جمشید او رستم ېا دېږي چې دا ټول د زردشتي پیر پیژندل شوي څیرې دي خو له بده مرغه زموږ دېني علماکرام دې موضوع ته هیڅ ارزښت نه ورکوي او د ګډ فرهنګ تر نامه لاندې د ارتداد دا ډول هڅې نه احساسوي او دې ته متو جه نه دي چې سپیڅلی اسلامي فرهنګ به ورو ورو ځاي دې با طلو فرهنګونو ته پرېږدي او د وخت په تیرېدو به خلک له اسلام سره دنا بلدتیا خوا ته ولاړشي او ېوا ځي پردی  بسنه کوي چې دېن د خداې پاک (ج) دی او لوي رب به ېې سا تي چې زما په آند همدا د اندېښنې وړ خبره ده چې اسلامي امت په غفلت کې ا چوي او له خپل رسالت څخه چې د انسا نیت خدمت او د لوي رب د سپیڅلي دېن تروېج دی را ګرځوي او د خرا فا تو په لوي درېا ب ېې لا هو کوي.
د اېران د ۱۳۵۷ ل کا ل تش پنامه اسلامي انقلاب په حقیقت کې د همدې موخې لپاره منځته راغی تر څو سخت  درېځي شیعه ملایان د ېو سکولرشاهی نظام ځا ی نا ستی شي او د مذهب په نوم د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا هیوادونه د ډول ډول توپیرېزو ستونزو سره مخ کړي چې د اسرېیلو او عیسوي را هبانو دا طرحه ډېره برېالۍ پر مخ روانه ده او تر اوسه ېې ډېرې ښې اسلام ضد پاېلې لرلی دي او هم د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د اېران اټومي پروګرام هم د دې پالیسی ېوه برخه ده چې کفري نړۍ ا و بیا په ځا نګړي توګه اسراېل غواړي په اتومي وسلو سمبال اېران د عربانو لپاره ېو ګوا ښ وګرځوي تر څو وکولای شي د عربي نړۍ اسلام پلوه ځواکونه له دې وروسته په اېرانیانو وځپي ځکه وار له مخه د شیعه او سنیا نو تر منځ پراخ اختلافات او وسله والې جګړې دوام لری ، خو که دې ټولو ته ځیر شو په زغرده وېلای شو څومره چې را هبان د مسلمانانو لپاره ېو ستر ګواښ دی تر هغه ډېر اېراني اخوندان مسلمانان ګواښي او د اسلام تر چتر لاندې په اسلامي نړۍ کې فتنې زېږه وي.

 

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

کتل شي. د پام او تأمل ور حقیقت داده چی ایران د غرب عميل نه ده بلکه د يوه خپلواک سیال په توگه د آمریکا سیمه ایز سیال او د مشترکو مصالحو شریک ده. مونژ سنيان بیا د غرب په محض غلامی کی خپل برم او شرف لتوو زمونز نبض د غربيانو لاس کی ده، په غارو (گردن) کی مو د غرب د غلامی حلقی پرتی دي، د ایران په وراندي په غرب تکیه کوو، د غرب په اشاره خپل خلک وژنو، اعداموو يي، د غرب لپاره جهاد کوو، او هم د غرب په اشاره د جهاد مخه نيسو، مونژ… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

غوربندی صاحب ، ستاسی نظریاتو سره هم توافق لرم او هم مخالف یم ، توافق په دی چه د نړیوال استعمار په مقابل کی زمونږ تر دریز د ایزان یا شیعه نړی دریز پیاوړی معلومیږی ، د یوی احصایی له مخی شیعه وو شمیر د سنیانو پرتله په سلو کی لس برخی ، مګر د یووالی ، نظامی ، مالی او سیاسی پیاوړتیا له مخی تر مونږ په سلو کی نوی برخی مخکی شول . خو دا یوآځی د شیعه وو رهبری نه ده چه له دی ښه والی سره یی مخ کړی ، دا د نړیوال استعمار پالیسی ده… نور لوستل »

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

نه کل باند نه کدو وایی چی دیو دروغ دپتولو لپاره دسلو دروغونو ضرورت وی لیکوال صحیح لیکلی چی ایران دامریکا او اسراییل ملګری دی نه یوازی ایران بلکی تول موجوده طاغوتی نظامونه دیوی دایری چی زایونستان دی پیروان دی او که دچا شک وی چی دوی دیوی سترګو والا خدای(دجال)اوشیطان عبادت کوی ورشی دیو دالری نوت شاته وګوری چی هماغه سترګه پکی شته چی دوی دیو سمبول غوندی ورسخه ګته اخلی اصلی مطلب چی ایران هیسکله خپلواک نه وو خپل تاریخ را واخلی چی سونه دشا څخه په افغانانو ګوزار کړی او بیا که سوک ایران ته تللی وی… نور لوستل »