نظــر

مسلمان شوي روسې له ستونزوسره مخ دی

وروسته له هغې چې سرولښکروپه افغانستان کې ماتې وخوړه،او په ۱۹۸۹م کال د مۍ پر ۱۵   مه ېې خپل سرتیری له افغانستان نه وویستل، د جګړې پرمهال اویا هم له هغې وورسته یوشمیر روسي سرتیری یا په خپله خوښه اویا هم د کوم لامل له مخې په افغانستان کې پاتي شول  ددغوسرتیروپه ډله کې ځینويي  اسلام منلوترڅنګ په افغانۍ ټولنه کې ژوند غوره کړ.

 که څه هم دافغانستان اوپرمختللوهیوادونولکه روسیې د ژوند ډول زمونږټولنې سره پرتله کیداي نشي خوبیا اسلامې عقیده کولې شي انسان له یوحالت نه وبل حالت ته په اسانې ورواړوي.

د پاتي شونوروسي سرتیرو ځنې یوهم ۴۸ کلن نیک محمد دی چې اوسمهال د کندوزښارختیزلورته په یوه خټین کورکې ژوند کوي د هغه د کور لاره د باران پرورځ پوره چکړه وی چې ورتګ ورته ستونزمن وی، نیک محمد په یوه ساده  کورکې چې هیڅکله هم د نوموړي پلرنۍ ټاټوبی اوکراین سره نه پرتله کیږی ژوند کوي دهغه په خبره کور ورته یوتاجک سوداګر رانیولي اوبیايي په خپلومټو او ستونزوسره آباد کړی.

د روسانوپه هکله ویل کیږي، چې د نړۍ ښکلې خلک دی خونیک محمد  د ژوند ناخوالوداسې ځپلې چې هغه ښکلې ځوانۍ ورته پاتی نده چې دی ځوان وو اوپه روسيي پوځ کې يي دنده ترسره کوله ،یوه سترګه  يي اوس له کاره لویدلي نوموړي راته ویل د سترګې درملنې لپاره کابل ته تللی وو، ډاکټرانو ورته ویلې چې د سترګې کسې يي له کاره لوییدلې که هندوستان ته لاړشي ښايي  روغ به شي، ښي پښه يي فلج اولنډه  شوي دعصاء په مرسته ګرځیده پرملا کړوپ شوي وخوبیاهم څیرې يي راښکون درلوده فکر کیده که چیری خپل پلرنۍ هیواد کې وايي د نورو ملګروپه څیربه يي دنګه ونه درلودای خودا هرڅه دیوستر هدف لپاره، دهغه سره د ناستې پرمهال نوموړی نهیلۍ وو، ویلې يي  

“عمر مې خوړلې، ځکه سترګه مې کارنه کوي، په پښه هم شل شوم نورڅه په درد خوری”

زه وینم کله چې یوڅوک عیسوي کیږي ډيردرناوی يي کیږی خوزه له لویږی مرم، داسې څوک نشته چې راسره مرسته وکړئ زه دومره بې همیته نه وم خو اوس د کار وړنه یم.

ما ورته ډاډ ورکاوه خوله ټولوشتمنومسلمانانو ځنې ګیله من او مرور و، ویلې اوس زه له کاره لويیدلې یم. هرڅه مې له لاسه وتلې دی یو مهال مې هرڅه ترسره کولې شول.  

د مجلس  منځ کې مې څوځله غیږیزی اوانځوریزی مرکې  کولوته وهڅاوه هغه راته وویل ” له رسنیو سره مرکه کول راته هیڅ ارزښت نلری، د کورنۍ  مطبوعاتوبرسیره  له بهرنیو مطبوعاتو سره څوځله مرکې  کړئ خوماته يي هیڅ ګټه ونه رسیده”، زه اوس کار نشم کولي پخوا راسره  خلکومرسته کوله  خواوس څوک راسره مرسته نه کوي. 26 کاله وشول چي افغانستان کي ژوند کوم همدلته مي واده وکړڅلوراولادونه لرم، ۱۹۸۳م کال د پرون په شان یاد دی، یوځل مې د روسيۍ (Russia Today ) ټلویزیونې چینل  سره  مرکه وکړه آن ترخپل ټاټوبی دهغوي پرلګښت لاړم موراوپلارمې وفات وود خپل پلارمزارپه سر ودریدم ومي ویل ”  سلام پلاره! زه بخښنه غواړم چې ستا په ژوند مې ونتوانیدم چې ستاملاقات وکړم.”
له کنادی نیک محمد نه مي وپوښتل پخوا موڅه کارکاوه ؟ زه په کندوز ولایت کې نږدی له  ۱۷کلونوراهیسې اوسیږم ، ډیره موده مې ګاماز ګاډی چلوو”خپله مې روپې پیداکولي  خواوس زه کار نشم کولي.”

نیک محمد راته وویل: ډير وختونه خلکو زما د خرڅولواوتبادله کولوتوطئې کولې خو الله تعالې زما پرلور وو، نوځکه هغوي ونه توانیدل چې ماته زیان راورسوي.

” یووخت مې ګاماز ګاډي له کشم اوبغلان ترمنځ چلوو خلکوغوښتل چې ما پرچا خرڅ کړئ خوراباندی موفق نشو.”

نوموړی وايي یواذان کولي شي انسان دهدایت لارې ته سوق کړی، له آره کیسه داډول وه چې زه د کندوز خان آباد ولسوالۍ بنګې سیمه کې په یوه پوسته کې عسکر وم یوه شپه چې مونږټولوشراب نوش جان کړی وو، اوټول بیده وو، هروخت به له یوه کلۍ غږ اوچتیده چې دا آذان وو خو زه هغه مهال  نه پوهیدم ما له ځانه سره فکرکاوه چې دا اواز به د څه شي وی!

 ملګرو راته ویلې چې دایوه بلاده چې ښکرونه لری دهغې له خولې دا غږ راوځي، اذان مونږ ته يي  مزاحمت کاوه، هغه وايي ما هڅه کوله چې راز ځانته څرګند کړم ،حقیقت معلومولوپه نیت هماغه سهار وختې نږدی پنځه بجې له خپلې چوڼې ووتلم له ځانه سره مې یوکله کوف ماشنیدار واخیست پنځه ټانکونه اوګڼ شمیرسرتیری اوصاحب منصبان مې په خوب بیده  پریښودل، کله چې د کلۍ جومات ترڅنګ ورسیدم هلته مې ۵ یا ۶ سپین ږیری ولیدل چې د لښتې په اوبوپراوداسه بوختول، کله چې هغوي زه ولیدم کاڼوته يي  ځما ویشتلوپه نیت لاس کړ ماسره وسله وه خوهغه مې پراوږه ځوړنده کړی وه، په لاس مي ورته نغوته  وکړه چې زه د برید نیت نلرم هغوي وپوهیدل راته يي وویل: راځه زه له هغوي سره لاړم وسله راځنې واخیسته اوپه غوجل کې يي بندکړم ، زه ویریدم چې ارومرو به مې وژنې  پرسهار يي زه له ځان سره یوغونډی ته بوتلم، په هماغه  ورځ روسيي الوتکوزما د لټون پسې پرسمه اوغره  عملیات وکړل خوزه هغوي  تری پټ کړم څو ورځې وروسته یوکس د  قوماندان امیرپه نوم چې وروسته يي هم زما سره مرسته کوله بیا ووژل شو، په غاړه ګلونه رواچول اویو ځوان مجاهد چې په روسي ژبه هم پوهیده راسره ژباړونکې وټاکه همدغه ځوان به دینې مسایل هم رازده کول له دی وروسته د مرګ او وژلو نه ډاډمن شوم.

زه هیڅکله اراده نلرم چې خپل ټاټوبی اوکراین ته ستون شم، ګنې څوځله ماپسې زما وطنوال راغلل یوځل یوټلویزیونې چینل زما د تګ راتګ لګښتونه سمبال کړل اوکراین ته لاړم.

دوستانومې زما پرلیدو راپوری وخندل چې داته په څه حال شوي يي!  

هغوي راته ویل ولی افغانستان کې پاتی شوی يي؟ ، هلته وحشت دی، افغانستان د ژوند ځای نه دی ما دهغوي خبری ردولې آن کله چې د ځینودوستانو لیدو ته ورغلم یودوست مې راسره له قهره ستړی مه شی هم ونه کړل اوله میزه پاڅیده.
زما د کورنۍ نه یوازی یو ورورمې پاتی وو.

د اوکراین هغه کوڅې چې زما ماشومتوب په کې تیرشوي وو،زاړه یادونه يي راتازه کړل هغه د ګیلاس  ونې هغه چې ما پخپلو لاسونو کینولې ووستری شوی وی ، دوه دری دانی  مي تری راوشکول اومي خوړل  بلا یادونه می راپه زړه شول.
هغه سرتیری چې زما سره یوځای دافغانستان جګړې ته تللی  وو ډیری پوښتنې يي دافغانستان په هکله راڅخه کولي زما ژوند يي پوښته ، هغوي اصرارکاوه چې بیرته اوکراین ته راشه خوما هغوي ته  دوکه ورکړه ورته ومی ویل” چې زه یوځل ځم بیا بیرته راګرځم، خوپه ریښتیا زه هیڅکله هم هوډ نلرم چې خپل ټاټوبی اوکراین ته ستون شم سره ددی چې دلته ماته هم ګڼ شمیر ستونزی په مخ کې پرتی دی.”

کنادی نیک محمد د خپلو خبرو په جریان کې د نهیلۍ نه ډکه یوه کیسه وکړه هغه وویل” یوڅوک له متحده ایالتونو نه راغلې وو له ماسره يي په کندوز کې ولیدل، ماته يي د مرستې ژمنه راکړه، ټټر يي راته وډباوه ، کله چې زه ورسره کابل ته  ګډ ولاړم راته ویلي يي چې لوربه دی زما ځوی ته راکړئ زه ډیر مایوسه شوم” بیا کندوز ته د راتګ کرایه  هم راسره نه وه ، د کابل وزیرمحمداکبرخان کې می یودوست وو هغه ته ورغلم هغه راته یوازی څلورزره افغانۍ راکړئ چې زه پری کندوز ته راورسیدم.

“زه د خلکو مسلمانې ته حیران پاتي یم.”

 نیک محمد ویل هغه کس چې په شیرخان بندر کې تجارت لری اوله ماسره مرسته کوي تیره ورځ يي راته زنګ وهلي ووچې راته دعاء وکړه چې ډیرستونزو سره مخ یم تجارت مي په ټپه دریدلې دی،  زه نه پوهیږم چې پرهغه به څه شوی وی!  نوددی کبله زه هم ډیرپریشانه اونهیلۍ یم،شپې مې خوب ندی کړی دخبروکولوځواک هم نلرم،  ځکه که چیري نوموړی راباندی مرستې بندی کړی نوبله هیڅ اسره نلرم.اوسمهال ګڼوستونزو سره لاس اوګریوان یم، که چیرې څوک راسره مرسته وکړی لومړی غواړم هندوستان ته دخپلوسترګو درملنې په موخه سفروکړم، ژوند لوړې او ژوری لری.

نوټ: که څوک غواړی نوموړی سره مرسته وکړی نوکولی شي په لاندي شمیره له نوموړی سره نیغ په نیغه اړیګه ټینګه کړئ (( ۰۷۹۵۶۵۲۵۷۵))

لیکنه: همایون بابر/کندوز
دمارچ ۹ مه ،۲۰۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x