الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – پنځه شپېتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په كعبه كې لمونځ کوي او قريشو ته خطبه اوروي

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كعبې شريفې ته له داخليدو نه وروسته دروازه ورپسې بنده كړه، اسامه او بلال (رضي الله عنهما) هم ورسره وو. د دروازې ديوال ته مخامخ ودريد، په داسې ځاى كې ولاړ ؤ چې له ديوال نه يې درې ګزه فاصله درلوده، دوې ستنې يې چپې او يوه ستنه يې ښۍ خوا ته او درى ستنې يې شا ته وې. هغه وخت د كعبې شريفې چت په شپږو ستنو ولاړ ؤ، بيا يې هملته لمونځ ادا كړ. ورپسې په بيت الله كې وګرزيد، تكبير يې وايه، د توحيد نعره يې په ژبه وه، دروازه يې پرانيستله، قريش په زيات شمير كې جومات ته راغلي وو، ليكې ليكې ناست وو، انتظار يې يوست چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به څه معامله ورسره كوي؟ پداسې حال كې چې قريش ټول د لاندې ناست وو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د كعبې د دروازې دواړه څنګ درۍ ونيولې ويې فرمايل: ‏(‏لا اله الا الله وحده لا شريك له، صدق وعده، ونصر عبده، وهزم الاحزاب وحده، الا كل مأثُرَة أو مال أو دم فهو تحت قدمي هاتين، الا سِدَانَة البيت وسِقاية الحاج، ألاوقتيل الخطأ شبه العمد ـ السوط والعصا ـ ففيه الدية مغلظة، مائة من الابل أربعون منها في بطونها أولاد‏.‏

يا معشر قريش إن الله قد أذهب عنكم نخوة الجاهلية وتعظمها بالآباء، الناس من آدم، وآدم من تراب ثم تلا هذه الآية‏:‏ ‏{‏يا ايها الناس إنا خلقناكم من ذكر وأنثى وجعلناكم شعوبا وقبائل لتعارفوا إن أكرمكم عند الله أتقاكم إن الله عليم خبير‏} (الحجرات : 13)‏‏.‏ له يوه الله پرته بل څوك د عبادت وړ ندي، الله يو دى شريك نلري، الله خپله وعده ريښتونې كړه، له خپل بنده سره يې مرسته وكړه، ټولو احزابو ته يې ماتې وركړه، واورئ! د بيت الله شريفې د كليانو له ساتنې، او حاجيانو ته له اوبو وركولو نه پرته نورې ټولې وياړنې، كمالات، خون او مال ټول زما تر پښو لاندې دي، يعنې دا ټول ملغى اعلانوم، واورئ! په سهوه سره قتل، شبه عمد چې په متروكه (دره) يا ډنډه سره وي، پدې ډول قتل سره مغلظ يا سخت ديت لازميږي ددې ديت اندازه سل اوښان دي چې څلويښت به يې حمل (بار لرونكې) اوښانې وي.

اې قريشو! الله تعالى له تاسې نه د جاهليت د زمانې بيځايه غيرت، غرور په پلار او نيكونو وياړ له مينځه يووړ، ټول انسانان له آدم (عليه السلام) نه او آدم (عليه السلام) له خاورو نه پيدا شويدى.

[اې خلكو تاسې مو له يوه نارينه او ښځې نه پيدا كړي ياست، بيا مو په څانګو او قبيلو ددې پخاطر سره ويشلي ياستئ چې يو بل سره وپيژنئ، د الله په نزد تر ټولو زيات د قدر او منزلت خاوند هغه دى چې د زياتې تقوى خاوند وي، الله تعالى په هرڅه عالم او خبر دى.]

نن په تاسې ملامتيا نشته

بيايې زياته كړه: ‏(‏يا معشر قريش ما ترون أني فاعل بكم‏؟‏‏)‏ قالوا‏:‏ خيرًا، أخ كريم وابن أخ كريم، قال‏:‏ ‏(‏فإني أقول لكم كما قال يوسف لإخوته‏:‏ ‏{‏لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ‏}‏ اذهبوا فأنتم الطلقاء‏)‏‏.اې قريشو! څه فكر كوئ زه به څه ډول معامله درسره وكړم؟ دوى وويل: حتماً به ښه معامله راسره كوې، ته مهربان ورور او مهربان وراره يې. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: زه نن هغه خبره درته كوم كومه چې يوسف (عليه السلام) خپلو وروڼو ته كړى وه [ نن په تاسې باندې ملامتيا نشته] ورځئ تاسې آزاد ياست.

د بيت الله شريف كليانې بيرته خپل اهل ته سپارل

پدې پسې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په جومات كې كيناست، علي (رضي الله عنه) ورغى د بيت الله كليانې يې په لاس كې وې، ويې ويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! حجاجو ته د اوبو وركولو له دندې سره د حجابت (كليانو ساتلو) دنده هم راوسپاره. په بل روايت كې راځي چې دا خبره عباس (رضي الله عنه) ورته كړې وه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏(‏أين عثمان بن طلحة؟‏‏)‏‏. عثمان  بن طلحه چيرته دى؟ هغه راوغوښتل شو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏(‏هاك مفتاحك يا عثمان، اليوم يوم بر ووفاء‏)‏. واخله عثمانه دا كليانې بيرته واخله، نن  د وفا او نيكۍ ورځ ده.  ابن سعد په طبقات كې روايت كوي چې د كليانو وركولو په وخت كې يې داسې ورته وفرمايل: ‏(‏خذوها خالدة تالدة، لا ينزعها منكم إلا ظالم، يا عثمان إن الله استأمنكم على بيته، فكلوا مما يصل إليكم من هذا البيت بالمعروف‏)‏‏.‏واخلئ دا كليانې واخلئ، د تل لپاره يې واخلئ، دا به له ظالم نه پرته بل څوك نه درنه اخلي، اې عثمانه! الله تعالى خپله خونه تاسې ته امانت در كړيده، د الله تعالى لدې خونې چې څه په لاس درځي له هغې نه په حلاله او شرعي توګه استفاده وكړئ.

بلال (رضي الله عنه) د كعبې معظمې  په بام آذان كوي

د لمانځه وخت شو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل مؤذن بلال (رضي الله عنه) ته امر وكړ چې د كعبى بام ته وخيژي او آذان وكړي. پدې وخت كې ابو سفيان بن حرب، عتاب بن اسيد او حارث بن هشام د كعبې په صحن كې ناست وو، عتاب وويل: زما پلار اسيد بختور ؤ چې دا حالت يې ونه ليد، ددې شخص آواز يې وانه وريد او هغه څه يې وا نه وريدل چې د غوسې سبب يې كيدل. حارث وويل: كه زه پدې پوه شم چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په حق دى، نو حتماً به يې پيروي كوم. ابو سفيان ورته وايي: زه خو هيڅ نه وايم، ځكه كه هر څه ووايم دا ښې به راباندې شاهدي ووايي، دغه كاڼي به مې احوال افشا كړي. همدا وه چې  رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تشريف راوړ ورته ويې فرمايل: زه پوه شوم چې تاسې څه ويلي، او دوى چې څه ويلي وو هماغه خبرې يې ورته تكرار كړې. حارث او عتاب وويل: مونږ شاهدي وايو چې ته د الله رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې، قسم په خداى كه زمونږ خبرې هيچا هم اوريدلې وي، يعنې هيڅوك داسې نه وو چې مونږ ووايو هغه به درته دا خبرې رسولې وي.

د فتحې يا شكرانې لمونځ

په همدې ورځ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ام هانئ بنت ابي طالب (رضي الله عنها) كور ته تشريف يووړ، غسل يې وكړ او هملته يې اته ركعته لمونځ ادا كړ، دا د ضحى (غرمې) وخت ؤ.

ځينې ګمان كوي چې دغه لمونځ د څاښت (ضحى) لمونځ ؤ، خو صحيح دا ده چې دا د څاښت نه، بلكه د فتحې يا شكرانې لمونځ ؤ. ام هانئ په خپل كور كې خپلو دوو ليورو ته پناه وركړې وه، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏(‏قد اجرنا من أجرت يا أم هانئ‏)‏.چا ته چې تا پناه وركړيده زمونږ قبوله ده، مونږ هم پناه وركوو يا ام هانئ! كه څه هم علي (رضي الله عنه) غوښتل چې هغه دواړه ووژني، خو ام هانئ دروازه ورپسې بنده كړه، او له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه يې دا وغوښتل چې ددې  پناه قبوله كړي، چې هغه همداسې وكړل.

د څو لويو مجرمينو د وژلو حكم

د فتحې په ورځ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د نهو لويو مجرمينو د قتل امر صادر كړ، هغوى يې مباح الدم و بلل او امر يې وكړ چې كه د كعبې تر پردو لاندې هم په لاس راشي بايد ووژل شي. ددغه مجرمينو نومونه دا وو: عبدالعزى بن خطل، عبدالله بن ابي سرح، عكرمه بن ابي جهل، حارث بن نفيل بن وهب، مقيس بن صبابه، هبار بن اسود، د ابن خطل دوې  ډمانى چې دواړو به تل د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هجوه كوله، ساره چې د بني مطلب خادمه وه دا همغه ښځه ده چې قريشو ته يې د حاطب ليك راوړه او ورسره ونيول شو.

ابن ابي سرح خو نجات وموند ځكه عثمان (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته راووست، د هغه شفاعت يې وكړ تر څو چې اسلام يې ومنل شو، لومړى رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) څه شيبه پدې خاطر سكوت غوره كړ چې ګوندې اصحاب ورپاڅيږي او ابن ابي سرح ووژني، خو داسې و نه شول  نو عفوه يې ورته وكړه، او له مرګ نه وژغورل شو. ابن ابي سرح مخكې اسلام راوړى او هجرت يې كړى ؤ، خو بيا بيرته مرتد شوى او مكې ته ستون شوى ؤ.

عكرمه يمن ته وتښتيد، ښځې يې دده لپاره له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه امن وغوښت، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امن ورته اعلان كړ. ښځه يې ورپسې ورغله رايې ووست په اسلام مشرف او ښه مسلمان شو. ابن خطل د كعبې په پردو كې پټ شوى ؤ، ځان يې ورپورې نښلولى و، پدې وخت كې يو صحابي (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته راغى او خبر يې وركړ، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل مړ يې كړئ، هغه  لاړ او هملته يې وواژه.

مقيس بن صبابه د نميله بن عبدالله له لاسه ووژل شو. مقيس مخكې اسلام راوړى ؤ، مدينې ته تللى او هلته يې يو انصاري وژلى وو بيا بيرته مرتد شوى او مكې ته راستون شوى ؤ. حارث چې  په مكه كې به يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ډير زيان او اذيت رساوه د علي (رضي الله عنه) په لاس جهنم ته واستول شو. هبار بن اسود هغه څوك ؤ چې د زينب (رضي الله عنها) د هجرت په وخت كې يې د هغې اوښه تريولې وه چې په نتيجه كې زينب (رضي الله عنها) له اوښ نه  پر يوه تيږه لويدلې او خپل ماشوم يې ضايع كړى ؤ. همدغه هبار چې مباح الدم اعلان شوى ؤ د فتحې په ورځ وتښتيد وروسته په اسلام مشرف شو او ريښتونى مسلمان ورنه جوړ شو. هغه دوې وينځې ډمانې چې د وژلو امر يې شوى ؤ يوه يې ووژل شوه او بلې ته يې امن وغوښتل شو، پناه وركړل شوه په اسلام مشرفه او نجات يې وموند. همدا راز ساره هم مسلمانه شوه او امان وركړل شو.

ابن حجر وايي: ابو معشر وايي: د مباح الدم اعلان شويو په ډله كې حارث بن طلاطل خزاعي هم شامل ؤ چې د علي (رضي الله عنه) په لاس  په هلاكت ورسيد. حاكم په همدې ډله كې د كعب بن زهير نوم هم راوړى دى. دده كيسه مشهوره ده، خو هغه وروسته راغى، اسلام يې راوړ. او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ډيره مدحه يې وكړه. همدا راز حاكم پدې جمله كې د وحشي بن حرب، هند بنت عتبه چې د ابو سفيان ښځه وه او مسلمانه شوه، ارنب چې د ابن خطل وينځه وه او ووژل شوه او ام اسعد چې هغه هم په قتل ورسيده نومونه هم راوړيدي. (لدې جملې نه يوازې دوې وروستۍ ښځې (ارنب – ام سعد) وژل شوې دي دا د ابن اسحاق روايت دى) او پدې ترتيب هغه كسان چې د وژلو حكم يې شوى و 14 تنه وو چې 8 يې نارينه او 6 يې ښځې وې امكان لري چې ام سعد او ارنب هماغه د ابن خطل وينځې وي، په نومونو، او يا لقبونو او كنيه نومونو كې به يې اختلاف پيدا شوى وي.(1)

صفوان بن اميه او فضاله بن عمير اسلام  راوړي

كه څه هم رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د صفوان د وژلو حكم نه ؤ كړى او هغه يې مباح الدم نه ؤ بللى، خو څرنګه چې د قريشو د مخورو مشرانو له ډلې څخه و، وويريد او له مكې نه وتښتيد.

عمير بن وهب جمحي له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه امن ورته وغوښت، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې غوښتنه ومنله، امن يې وركړ او خپله هغه مباركه لنګۍ (دستار) يې وروليږله چې مكې ته ورسره راغلى و.

عمير ورپسې ورغى هغه په جده كې ؤ پداسې حال كې يې ونيو چې په كښتۍ كې د يمن په لور روانيدونكى ؤ، د امن خبر يې ور ورساوه او بيرته يې راوګرځاوه. د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته راغى او ورته ويې ويل: دوې مياشتې مهلت راكړه چې په مسئله كې ښه غور وكړم. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏(‏أنت بالخيار أربعة أشهر‏)‏. څلور مياشتې مهلت دركوم.

هماغه وه چې وروسته صفوان په اسلام مشرف شو، ښځه يې له ده نه مخكې مسلمانه شوى وه، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په هماغه زړه نكاح دوى ته د ګډ ژوند اجازه وركړه. فضاله چې ډير ميړنى شخص ؤ، كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) طواف كاوه، هغه راغى نيت يې درلود رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په قتل ورسوي، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغه ته دده د بدې ارادې په هكله خبر وركړ، پدې ترتيب سره هغه هم په ايمان مشرف شو.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د