الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – شپږ شپېتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د فتحې په دوهمه ورځ د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خطبه

د فتحې په  دوهمه ورځ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خطبې لپاره پورته شو، خلك ورته ناست وو. خطبه يې په حمد او ثنا سره پيل كړه ويې فرمايل: ‏(أيها الناس، إن الله حرم مكة يوم خلق السموات والأرض، فهي حرام بحرمة الله إلى يوم القيامة، فلا يحل لامرئ يؤمن بالله واليوم الآخر أن يسفك فيها دماً، أو يعضد بها شجرة، فإن أحد ترخص لقتال رسول الله صلى الله عليه وسلم فقولوا‏:‏ إن الله أذن لرسوله ولم يأذن لكم، وإنما حلت لي ساعة من نهار، وقد عادت حرمتها اليوم كحرمتها بالأمس، فليبلغ الشاهد الغائب‏)‏‏.‏

اې خلكو! الله تعالى له  هغې ورځې نه چې ځمكه او آسمان يې پيدا كړيدي مكې ته حرمت وركړيدى او تر قيامته پورې د الله تعالى په حكم د همدې حرمت درلودونكې ده، هيڅ مؤمن ته هغه چې په الله او آخرت ايمان لري نده روا چې په مكه كې د چا وينه تويې كړي، يا د مكې ونه پرې كړي. كه چا په مكه كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په جنګ استدلال كاوه، نو ورته ووايئ چې الله تعالى خپل رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته اجازه وركړې وه خو تاسې ته يې اجازه نده دركړې، ما ته د ورځې يوه برخه حلاله وګرزول شوه، خو نن بيرته د پرون په شان د مكې حرمت اعاده شو. موجود كسان دې دغه لارښوونې غايبينو ته ورسوي. په بل روايت كې راځي چې ويې فرمايل: ‏(‏لا يعضد شوكه، ولا ينفر صيده ولا تلتقط ساقطته إلا من عرفها، ولا يختلى خلاه‏)‏، فقال العباس‏:‏ يا رسول الله، إلا الإذخر، فإنه لقينهم وبيوتهم، فقال‏:‏‏(‏إلا الإذخر‏)‏‏.‏ د مكې اغزي پرې كول هم ندي روا، ښكار يې له ځايه نه پورته كول كيږي، په ځمكه پراته بې مالكه شيان يې نه اخيستل كيږي، يعنې چا ته نده روا چې په لارو كې موندل شوي شيان واخلي، خو هغه كسان چې دا شيان و پيژني يعنې خپل يې  وي او يا يې مالك ته ورسولى شي نو بيا ورته روا ده چې پورته يې كړې. او نه  ده روا چې څوك ددې ځاى واښه پرې كړي يعنې د وښو پرې كول هم جواز نلري. عباس (رضي الله عنه) عرض وكړ يا رسول الله! له اذخر (يو ډول بوټى دى) پرته ځكه دا يې د كورونو او وينځو لپاره دى. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: بيله اذخر څخه. مطلب دا چې دا بوټى مستثنى شو، پرې كول يې جواز لري.

پدې ورځ خزاعه قبيلې له بني ليث قبيلې نه يو كس د خپل مړي په بدل كې چې د جاهليت په دوران كې بني ليث وژلى ؤ وواژه. پدې هكله رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) داسې وفرمايل: ‏(‏يا معشر خزاعة، ارفعو أيديكم عن القتل، فلقد كثر القتل إن نفع، ولقد قتلتم قتيلا لأدينه، فمن قتل بعد مقامي هذا فأهله بخير النظرين، إن شاءوا فدم قاتله، وإن شاءوا فعقله‏)‏‏.

اې خزاعه والو! له وژلو  نه ډډه وكړئ كه په وژلو كې ګټه وي، نو بس دي ډير مو وژلي دي، تاسې داسې څوك وواژه چې بايد زه يې ديت وركړم كه چا لدينه وروسته څوك ووژل، نو د مقتول كورنۍ كولى شي په خپله خوښه يا قاتل ووژني (قصاص شي) او يا دا چې د مقتول ديت تر لاسه كړي. په بل روايت كې راغلي، د يمن يو اوسيدونكى چې ابو شاه نوميده پورته شو او عرض يې وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! ماته څه وليكه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: (اکتبوا لابي شاه). ابو شاه ته وليكئ١.

د انصارو انديښنه

كله چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خوا مكه مكرمه فتحه شوه، هغه مكه چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كور، وطن، اصلي ټاټوبى ؤ. انصارو پخپل مينځ كې سره وويل: اوس چې الله تعالى خپل رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مكې  په فتحې سره ونازاوه، او خپل ټاټوبى يې ورته فتح كړ، نو آيا فكر نه كوئ چې دې به همدلته پاتې شي؟! دا خبرې يې پداسې وخت كې كولې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په صفا ولاړ ؤ لاسونه يې په دعا  پورته نيولي و. كله چې له دعا نه فارغ شو، انصارو ته يې وويل: ‏(‏ماذا قلتم‏؟‏‏)‏  څه مو سره وويل؟ دوى ځواب وركړ هيڅ مو هم ندي ويلي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اصرار وكړ تر څو هغوى خپله خبره ورته وكړه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏(‏معاذ الله، المحيا محياكم، والممات مماتكم‏)‏‏.‏ الله ته پناه وړم، مرګ به مې له تاسې سره وي، او ژوند به مې هم له تاسې سره وي.

بيعت

وروسته له هغې چې د الله په كرم سره مكه فتحه شوه، د مكې خلكو ته حقيقت څرګند شو، په حق پوه شول باوري شول چې له اسلام پرته بله د نجات او بري لاره نشته، نو په اسلام مشرف شول او له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د بيعت لپاره راټول شول. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په صفا ناست و خلك ورته راتلل  او بيعت يې ورسره كاوه، عمر (رضي الله عنه) لاندې ولاړ ؤ خلك يې تنظيمول. خلكو ټول پدې بيعت ورسره وكړ چې د توان په اندازه به د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر مني او پيروي به يې كوي.
په تفسير  مدارك كې راځي١: وروسته له هغې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د نارينه وو له بيعت نه فارغ شو، نو ښځو ورسره بيعت پيل كړ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هملته صفا كې تشريف درلود عمر لاندې ورنه ناست و. ښځې به راتللې او عمر به د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په امر بيعت ورنه اخيست، او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبره  به يې ورته رسوله. په همدې وخت هند بنت عتبه راغله ځان يې پيچلى او پټ كړى ؤ، له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه ويريدله چې ويې نه پيژني ځكه له حمزه (رضي الله عنه) سره يې ډير ظلم كړى ؤ، همدا وجه وه چې پداسې حال كې بيعت ته راغله چې ځان يې ښه پيچلى ؤ.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ښځو ته وفرمايل: ‏(‏أبايعكن على ألا تشركن بالله شيئا‏)‏.

پدې بيعت درنه اخلم چې له الله تعالى سره به هيڅ شريك نه نيسئ، عمر (رضي الله عنه) په همدې سره چې له الله سره به شريك نه نيسئ له ښځو نه بيعت واخيست. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏ولا تسرقن‏) پدې به بيعت كوئ چې غلا به نه كوئ، پدې وخت كې هندې وويل: ابو سفيان ډير سخت او بخيل سړى دى، كه فرضا زه د هغه له مال نه څه اندازه واخلم، نو آيا دا هم غلا شميرل كيږي؟ ابو سفيان وويل: ځه، څه دې چې زما له مال نه واخيستل يا دې اخيستي هغه درته حلال دي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وخندل، هنده يې وپيژندله او ويې فرمايل: ‏(‏وإنك لهند‏؟‏‏)‏ ته هنده يې؟ دې وويل: هو، زه هنده يم عفوه راته وكړه، يا نبي الله، الله تعالى دې تا ته عفوه وكړي!

بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏ولا يزنين‏)‏‏.‏  پدې به بيعت كوئ چې زنا به نه كوئ، هند وويل: آيا اصيله ښځه هم زنا كوي؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏ولا يقتلن أولادهن‏)‏‏.‏  د بيعت بل ټكى به دا وي چې خپل اولاد به نه وژنئ. هند وويل: مونږ خو هغوى واړه لوى كړل، خو تاسې راته ووژل، تاسې پوه شه او دوى، د بدر په ورځ ددې زوى حنظله بن ابي سفيان وژل شوى ؤ. پدې سره عمر (رضي الله عنه) دومره وخندل چې پريوت، او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هم مسكى شو. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏ولا يأتين ببهتان‏)‏ پدې به بيعت كوئ چې بهتان به نه كوئ، هند وويل: بهتان ډير بد كار دى، يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! ستا ټول امرونه ډير نيك او غوره دي.

بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏ولا يعصينك في معروف‏)‏ پدې به بيعت راسره كوئ چې په نيكۍ كې به سرغړونه نه كوئ، هميشه به مې امر منئ، هند وويل: دلته چې درته راغلي يوو، نو دا مو په زړه كې نشته چې بيا به دې نافرماني كوو.  هند چې كله ستنه شوه، د خپل  بت په ماتولو يې شروع وكړه او ويل يې مونږ په تا غوليدلي او تيروتلي وو.

په مكه كې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) هستوګنه

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نولس (19) ورځې په مكه كې پاتې شو، خلك يې اسلام ته رابلل، د هدايت او تقوى لارښوونې يې ورته كولې. په همدې ورځو كې يې اسيد خزاعي ته وظيفه وركړه چې د حرم شريف پولې تازه او نوې كړي، نوي بريدونه يې ورته كيښودل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د اسلامي بلنې لپاره يوه خوا بله خوا دعوتي ګروپونه واستول، دې ګروپونو ته يې همدارنګه امر كړى ؤ چې د مكې په شاو خوا كې موجود بتان مات كړي. همدا وه چې ټول بتان مات شول. د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له اړخه په مكه كې اعلان وشو: څوك چې په الله او آخرت ايمان لري بايد پخپل كور كې بت ونه ساتي كه له  چاسره بت وي بايد فوراً يې مات كړي.

جنګي ګروپونه او پلاوي

1- له فتحې نه وروسته چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ډاډه شو، د آتم هجري كال د رمضان په 25 مه يې خالد بن وليد (رضي الله عنه) ته وظيفه وركړه چې عزى نومي بت ته ورشي او دړې وړې يې كړي. دغه بت په نخله نومه سيمه كې ؤ دا د قريشو او ټولو بني كنانه تر ټولو لوى معبود ؤ، منجوري يې له بني شيبان قبيلې سره وه. خالد له 30 سپرلو سره ورغى او دړې وړې يې كړ. كله چې بيرته راغى رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پوښتنه ورنه وكړه : ‏(‏هل رأيت شيئا‏؟‏‏)‏ قال ‏:‏ لا قال‏:‏ ‏(‏فإنك لم تهدمها فارجع إليها فاهدمها‏)‏ فرجع خالد متغيظًا قد جرد سيفه فخرجت إليه امرأة عريانة سوداء ناشرة الرأس فجعل السادن يصيح بها، فضربها خالد فجزلها باثنتين، ثم رجع إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فأخبره، فقال‏:‏ ‏(‏نعم، تلك العزى، وقد أيست أن تعبد في بلادكم أبدا)څه دې وليدل؟ ده وويل: هيڅ مې هم و نه ليدل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: نو بيا دې مات كړې ندى، ورشه او مات يې كړه.
خالد (رضي الله عنه) بيا ور روان شو ښه په غوسه ؤ توره يې په لاس كې نيولې وه، كه ګوري چې يوه لوڅه لغړه توره ببر سرې ښځه يې مخې ته راووتله، منجور چيغې پسې وهلې، خو خالد د تورې په ګوزار سره دوې ټوټې كړه بيا د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خدمت ته حاضر شو او كيسه يې ورته وكړه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: هو، همدا ښځه عزى بت ؤ، هغه به نور تر قيامته دلته ونه نمانځل شي.

2- په همدې مياشت  كې يې عمرو بن عاص (رضي الله عنه) ته وظيفه وركړه چې لاړ شي او سواع نومى بت ونړوي. دغه بت له مكې نه درى ميله ليرې د رهاط په سيمه كې ؤ او هذيل قبيلې به يې عبادت كاوه. كله چې عمرو هلته ور ورسيد منجور يې ورته وويل: څه غواړې؟ ده وويل: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر راته كړى چې دغه بت ونړوم. منجور ورته وويل: دا كار نه شې كولى. ده ورته وويل: ولې؟ هغه وويل: ددې كار اجازه نه دركول كيږي، يعنې لاس به دې نيول كيږي. عمرو ورته وويل: ته لا تر اوسه هم په غلطه روان يې، ستا په حال صد افسوس، آيا دغه بت ويني او اوري؟ چې ته يې په هكله دا تصور لرې؟ بيا ورنږدې شو او بت يې ټوټې كړ، خپلو ملګرو ته يې امر وكړ چې د بت د خزانو كوټې هم ونړوي، هغه يې ړنګې كړې خو هيڅ يې پكې ونه موندل، بيا يې منجور ته وويل: ودې ليدل څنګه شو؟ هغه وويل: الله ته تسليم يم.

3- په همدې مياشت كې يې سعد بن زيد اشهلي (رضي الله عنه) ته امر وكړ چې له 20 سپرو سره لاړ شي او منات بت ړنګ كړي. دغه بت په مشلل سيمه كې له قديد سره نژدې پروت و،ْ اوس، خزرج او غسان قبيلو به يې عبادت كاوه. كله چې سعد ورغى منجور يې ورته وويل: څه غواړې؟ ده ورته وويل: منات نړوم. ده ورته وويل: دا ته او دا منات. سعد ورمخكې شو، دلته هم يوه توره بربنډه ببرسرې ښځه راووتله، ښيرې او نالي كوي، سينه ډبوي، منجور ورته وويل: اې مناته! پام دا له  تا نه باغيان دي، نيسه يې! سعد ګوزار پرې وكړ او ويې وژله. بيا بت ته ورغى دړې وړې يې كړ، دلته يې هم په خزانه كې هيڅ و نه موندل.

4- خالد چې د عزى له ماتولو نه بيرته راستون شو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د همدې كال په شعبان مياشت كې بني جذيمه ته وليږه تر څو هغوى اسلام ته رادعوت كړي. همدا وه چې له (350) مهاجرو او انصارو او د بني سليم له كسانو سره روان شو ورغى هغه خلك يې اسلام ته راوبلل. دوى ددې پر ځاى چې ووايي اسلمنا يعنې اسلام مو راوړيدى ويې ويل صبانا، صبانا يعنې دين موبدل كړ، دين موبدل كړ، پدې خبرې سره خالد پيل ورباندې وكړ وژل يې او نيول يې، دومره اسيران يې ورنه ونيول چې هر كس ته يې يو اسير وركړ، يوه ورځ يې بياخپلو ملګرو ته امر وكړ چې هر څوك دې خپل اسير ووژني، ابن عمر او ملګرو يې دا امر ونه مانه. او كله چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته راغلل دا كيسه يې ورته وكړه، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل لاسونه پورته كړل او ويې فرمايل: ‏(‏اللهم إني أبرأ إليك مما صنع خالدًا‏)‏. اې ربه! زه د خالد له كړو نه برائت اعلانوم، دا خبره يې دوه ځله تكرار كړه.(1)
د خالد له ملګرو نه يوازې د بني سليم كسانو خپل بنديان وژلي وو، مهاجرينو او انصارو دا امر نه ؤ منلى. پدې پسې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) علي (رضي الله عنه) واستاوه تر څو د هغې قبيلې د مړيو ديت وركړي او د تاوان معاوضه يې ادا كړي. ددې پيښې په اړه د خالد او عبدالرحمن بن عوف تر مينځ سخت جنجال را پيدا شوى ؤ، خبره ان رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورسيده چې بيايې  خالد ته وفرمايل: ‏(‏مهلا يا خالد، دع عنك أصحابي، فوالله لو كان أحد ذهبا، ثم أنفقته في سبيل الله ما أدركت غدوة رجل من أصحابي ولا روحته‏)‏‏.‏ پام كوه خالده! زما له اصحابو سره غرض مه لره، قسم په خداى كه د احد غره په اندازه سره زر د خداى په لار كې خيرات وركړې، زما د يوه صحابي د سهار او يا ماښام قدرې اجر به هم ونه مومې.(2)

دا وه د مكې فتحه، همدا سرنوشت ټاكونكې غزا او لويه سوبه وه، په همدې سوبې سره شرك له منځه لاړ، له عربي جزيره نه د شرك ټغر ټول شو. مخكې زياترو قبيلو د اسلام او كفر تر منځ د جګړې پايلې او نتيجې ته انتظار يوست. دوى دا باور درلود چې په حرم شريف كې به حتماً د حق غلبه وي. دوى ته دا باور هغه وخت پيدا شوى ؤ او ورنه په اثبات رسيدلى و چې نيمه پيړۍ مخكې اصحاب الفيل مات او هلاك شوي وو، و يې نه شواى كړاى بيت الله شريف او حرم ونيسي. دوى ايمان درلود چې په حرم به د حق حاكميت وي. د حديبيې تړون ددې لويې فتحې سريزه او پيلامه وه. د هغه تړون له بركته خلك په امن شول يو له بل سره يې د اسلام په هكله مناقشې وكړې، په مكه كې پټ مسلمانان را ښكاره شول، او له همدې امله ډير خلك په اسلام مشرف شول، ومو ليدل چې د فتحې په ورځ د اسلامي لښكر شميره لس زرو ته رسيدلې وه.

د مكې په فتحې سره له ټولو حقايقو نه پردې پورته شوې، په ټوله عربي جزيره كې د اسلام او مسلمانانو سياسي او ديني حاكميت ثابت شو، په ديني او د نيوي لحاظ دواړو سره مشرتابه د دوى په لاس كې ولويده حالاتو د مسلمانانو په ګټه بدلون وموند، روښانه او ځلانده سوبه وشوه، پدې پسې نور حالات له هر پلوه د مسلمانانو په ګټه څرخيدل. هر څه د دوى په واك كې وو. نورو اقوامو او قبايلو  بله چاره نه درلوده، مجبور وو ټول د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خدمت ته حاضر شي پخپله په اسلام مشرف او نور خلك ورته راوبولي. په دې ډول سره په دوو راتلونكو كلونو كې ټول خلك د اسلام دعوت منلو او نورو ته رسولو لپاره تيار او چمتو شول.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د