الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – اوه شپېتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

دريمه مرحله

دا مرحله د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د ژوند وروستنۍ مرحله ده په همدې دوره كې د اسلامي دعوت ونې بار راوړ جهاد او كړاونو نتيجه وركړه. او عربي جزيرې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) او مسلمانانو د نه ستړويدونكو هلو ځلو، منډو ترړو او مشكلاتو په نتيجه كې پخه شوې ميوه وخوړه. د مكې فتحه هغه لويه كاميابي او ګټاټ ؤ چې په لاسته راوړو سره يې د تاريخ مسير يدل شو، په دغه سوبې سره ماضي له راتلونكې نه بيله شوه، د جاهليت په زمانه كې قريش د ديني زعامت د سمبول په حيث پيژندل كيدل، خلكو ټولو هغوى د دين انصار بلل، ټولو د دوى ديني زعامت منلى ؤ، خو اوس د همدې ديني مشرانو (قريشو) تسليمي او له اسلام نه پيروي په حقيقت كې په ټوله عربي جزيره كې د بت پرستۍ د له مينځ تللو په معنى وه، حقيقت هم همداسې ؤ په همدې فتحې سره له جزيرې نه د بت پرستۍ ټغر ټول شو.

دا مرحله په دوو برخو ويشلى شو:

1- د جهاد او قتال برخه.

2- اسلام ته د ولسونو او قبايلو تسليمي.

دا دواړه برخې يو له بل سره اوبدل شوې، يو له بل سره تړل شوې او يو په بل كې ننوتلې دي، خو مونږ زيار ايستلى هره برخه بيله تر نظر تيره كړو، څرنګه چې جهاد او قتال په مخكيني دور پورې ډير تړلى دى، نو ځكه مو لومړى د جهاد او قتال برخې ته ځاى وركړيدى.

د حنين غزا

مكه مكرمه د ناڅاپي او داسې حملې په ترڅ كې فتحه شوه چې عربان يې حيران كړل، شاو خوا پرتې قبيلې له فتحې نه وروسته د داسې واقعيت په وړاندې ولاړې وې چې د بدلون او تغيير وس يې  نه درلود. همدا وجه وه چي له څو زورورو،  شريرو او كبرجنو پرته نورې ټولې قبيلې په اسلام مشرفې شوې. له هغې جملې نه چې كبر او سركشي يې وكړه د هوازن او ثقيف قبيلې وې. دوى اسلام و نه مانه د مقابلې لاره يې خپله كړه، ورسره د قيس عيلان قبيلې ځينې كورنۍ لكه نصر، جشم، سعد بن بكر او د بني هلال ځينې كسان هم ملګري وو. دوى د ځان لپاره دا مناسبه و نه بلله چې اسلام ته سر كيږدي، فيصله يې وكړه چې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره به ټكر كوي. لاړل خپل مشر مالك  بن عوف نضري ته ورغلل له هغه نه راټول شول او د جګړې لپاره يې ملا وتړله.

د دښمن لښكرې په اوطاس كې

د دښمن ځواكونو عمومي قوماندان مالك بن عوف له خپلو لښكرو سره روان شو، له ټولو سره يې اولادونه ښځې او مالونه هم وو، مخكې تر اوطاس پورې ورسيدل. اوطاس حنين ته نژدې د هوازن قبيلې يوه دره وه. حنين او اوطاس دوې بيلې بيلې درې دي، حنين د ذي مجاز خوا ته پرته ده چې ددې ځاى او عرفات د غره تر مينځ څه باندې لس ميله مسافه ده .(1)

د پوځي امورو ماهر بوډا د خپل مشر غلطي په ګوته كوي

كله چې مالك بن عوف په اوطاس كې واړول. د خلكو په مينځ كې دريد بن صمه هم ؤ، نوموړى ډير زوړ، خو غيرتي، په جنګي امورو كې ماهر او تجربه كار سپين ږيرى ؤ. دريد له خپلو ملګرو نه پوښتنه وكړه اوس مونږ په كومه دره كې پراته يوو؟ دوى ورته وويل: په اوطاس دره كې يوو. دغه زاړه تجربه كار جنګي ماهر وويل: دا د آسونو د جنګ لپاره ډيره مناسبه دره ده، نه تيږې شته پكې نه ډيره نشيبه او ځوړه ده، نه ډيره كلكه ده او نه ډيره نرمه، ښه آس ځغلولو ته برابره ده.
بيايې وويل دا څه دي د اوښ آواز مې تر غوږو شو، د خرو او پسونو آوازونه هم اوريدل كيږي، د ماشومانو ژړاګانې هم اورم دا څه دي؟ خلكو ورته وويل چې مالك بن عوف امر كړى چې ټول خلك بايد له ځان سره ښځې، اولادونه او مالونه ټول راولي. مالك يې راوغوښت او ددې كار د علت په هكله يې پوښتنه ترې وكړه. مالك ورته وويل زما هدف دا دى چې له خلكو سره چې مالونه او اولادونه وي، نو دوى به سخته جګړه او مقاومت وكړي، له خپل اولاد او مال نه د دفاع پخاطر به هر څه كوي. دريد ورته وويل: رښتيا چې شپون  يې يعنې د مشرتابه وړ نه يې، څوك چې يو ځل ماتې وخوري بيايې څه شى راټينګولې شي؟! كه برى ستا وي نو يوازې وسله وال كسان به دې په درد وخوري او كه ماتې درباندې ګډه شوه نو د مال، اولاد او ښځو تاوان به هم در اوښتى وي، رسوا او شرميدلى به وې. بيا يې د ځينو سردارانو او قبيلو نه پوښتنه وكړه بيا يې ورته وويل: اې مالكه! تا د بني هوازن ماشومان او ښځې د سپرو تورزنو مقابلې ته راوستلې دي، دا مناسب كار ندى. دوى محفوظو، خوندي او د قوم هسكو مينو ته وليږه، د دوى له ليږلو نه وروسته په آسونو  پښه واړوئ او له بې دينانو سره وجنګيږئ، كه بريالي شوئ نو وروسته پاتې شوي به درسره يو ځاى شي، او كه ماتې مو وخوړه، نو ستاسې اولاد، ښځې او مالونه خو به خوندي پاتې شوي وي! مالك ددې زاړه خبره ونه منله، د هغه نصيحت ته يې غوږ ونه نيو، او ويې ويل: زه داسې نه شم كولى ته زوړ شوى يې، عقل دې هم زوړ شويدى، قسم په خداى چې هوازن به يا زما اطااعت كوي او يا به دا توره پخپله خيټه منډم تر څو له شا مې ووزي. حقيقت دا دى چې اصلاً مالك نه غوښتل د دريد نوم لوړ شي، او پدې جګړه كې دده رول وي، پدې خبرې سره د هوازن خلكو  وويل: مونږ ستا پيروي كوو. دريد وويل چې: دا داسې جګړه ده چې نه پوره ونډه پكې لرم او نه پوره ورنه بيل يم بيا يې دا شعر ووايه:

يا ليتني فيها جذع                                                اخب فيها و اضع
اقود وطفاء الدمع                                                كانها شاة صدع

[كاشكى زه پدې ورځ ځوان واى، بريد، حمله او منډه ترړه مې كولى، هغه آس مې ځغلولى چې  د متوسط يا برابر پسه په شان اوږده ويښتان لري.]

د دښمن جاسوسان

په همدې وخت كې هغه جاسوسان هم بيرته راورسيدل كوم چې مالك د مسلمانانو د حالاتو معلومولو پخاطر ليږلي وو. هغوى په ډير بد حالت كې راغلي وو، ټوك ټوك وو، روحيات يې لويدلي وو، مالك ورته وويل: خوار شئ دا څه درباندې شوي؟ هغوى ورته وويل: مونږ وليدل چې سپين سپين خلك په تور بخونو آسونو سپاره دي، ددې منظر په ليدو سره له واكه ووتلو نور ټينګ نه شوو او پدې حالت ګرفتار شو.

د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) استخبارات

وروسته له هغې چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د دښمن ځواكونو له تحركاتو نه خبر شو، ابو حدرد اسلمي ته يې  وظيفه وركړه چې لاړ شي د دښمن په مينځ كې ځاى ونيسي او مكمل احوال يې راوړي.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د حنين په لور

د آتم هجري كال د شوال په شپږمه د شنبې په ورځ مكې ته د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د راتګ په نولسمه ورځ، اسلامي لښكر چې شميره يې دولس زره تنه وه له مكې نه د حنين په لور روان شو. په اسلامي لښكر كې لس زره هغه مسلمانان وو چې د مكې په فتحه كې يې برخه درلوده او پاتې دوه زره نور د مكې خلك وو  چې زياتره يې تازه په اسلام مشرف شوي وو. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) عتاب بن اسيد په مكه كې خليفه وټاكه، له صفوان بن اميه نه يې چې لا مشرك ؤ سل زغرې عاريت واخيستلې او روان شو.

د شپې له خوا يو سپور راغى خبر يې راوړ چې: زه فلاني غره ته تللى وم، ومې ليدل چې هوازن  قبيله ټوله له اولادونو، ښځو  او مالونو سره راوتلې ده. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) تبسم وكړ او ويې فرمايل: ‏(‏تلك غنيمة المسلمين غدًا إن شاء اللّه‏)‏. ان شاء الله سبا ته به دا ټول شيان د مسلمانانو له خوا ولجه نيول كيږي. په همغه شپه انس بن ابي مرثد غنوي(1) په رضا كارانه توګه پيره كوله.

مسلمانانو د لارې په اوږدو كې يوه لويه شنه ونه وليدله چې ذات انواط بلل كيدله. عربانو به په هغې باندې خپلې وسلې را ځړولې او هملته به يې ذبحه كوله او څه وخت به ورسره پاتې كيدل. له مسلمانانو نه هم ځينو وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)! مونږ ته هم لكه د مشركينو په شان يوه ذات انواط جوړه كړه! رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: ‏(‏اللّه أكبر، قلتم والذي نفس محمد بيده كما قال قوم موسي‏:‏ اجعل لنا إلها كما لهم آلهة، قال‏:‏ إنكم قوم تجهلون، إنها السَّنَنُ، لتركبن سُنَنَ من كان قبلكم‏)١‏‏.‏

الله اكبر، تاسې خو داسې خبره وكړه لكه څرنګه چې د موسى قوم موسى (عليه السلام) ته كړې وه. ورته ويلي يې وو، مونږ ته هم د دوى د خدايانو په شان خداى جوړ كړه! په ځواب کې موسى (عليه السلام) ورته ويلي وو چې تاسې نه پوهيږئ، رښتيا ده چې دا هماغه طريقه ده تاسې به حتما د پخوانيو قومونو لارې او طريقې تعقيبوئ.

ځينو مسلمانانو چې د لښكر دا دومره زيات شمير ليدلى و،ْ نو ويل يې نن خو به بالكل ماتې ونه خورو، خو دا خبره په رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ډيره سخته تمامه شوې وه.

اسلامي لښكر تر غلچكي بريد لاندې

د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لښكر د چارشنبې په شپه د شوال په لسمه حنين ته ورسيد. خو مالك بن عوف له مسلمانانو نه مخكې هلته رسيدلى ؤ، خپل عسكر يې د درې په مهمو ځايونو، لارو او تنګيو كې ځاى په ځاى كړي وو، امر يې ورته كړى و چې دې ځاى ته د مسلمانانو په رسيدو سره سم بايد بريد ورباندې وشي او په غشو وويشتل شي.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سهار وختي خپل لښكر تيار كړ، جنډې او بيرغونه يې وتړل په مسلمانانو يې وويشل، او په دره كې مخ په وړاندې روان شول. په همدې وخت كې په كمين كې ناست دښمن د غشو باران پرې جوړ كړ، سخته حمله يې ورباندې وكړه، مسلمانان مجبور شول شا تګ وكړي، خو منظم شاتګ نه، بلكه ماتې ورباندې ګډه شوه هر چا خپله مخه ونيوه، يو په بل خبر نه و، ابو سفيان چې نوى مسلمان شوى ؤ ددې حالت په ليدو سره وويل اوس يې والله كه څوك په سره بحيره كې هم راټينګ كړاى شي!

جبله يا كلده چې د جنيد زوى ؤ وويل: خبردار! دا دى نن جادو او سحر باطل او مات شو. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ښي طرف ته مخ واړاوه او فرمايل يې: ‏(‏هَلُمُّوا إلي أيها الناس، أنا رسول الله، أنا محمد بن عبد اللّه‏)‏ اې خلكو! زما خوا ته راشئ، زه رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يم، زه محمد بن عبدالله يم. پدې شيبو كې يوازې كم شميره مهاجرين او د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د كورنۍ غړي ورسره پاتې وو. همدلته يو ځل بيا د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) بې مثله غيرت او ميړانه په اثبات ورسيدله په پوره جرات او شجاعت سره يې مقابله كوله او فرمايل به يې: ‏(‏أنــا النبي لا كَذِبْ ** أنا ابن عبد المطلب‏)‏ زه ريښتونى پيغمبر يم، زه د عبدالمطلب زوى يم.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د غره په شان ولاړ ؤ ابو سفيان بن حارث يې د قاطرې واګې نيولې وې، عباس (رضي الله عنه) يې ركاب ته ولاړ ؤ د جګړې په همدې سختو لحظاتو كې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) راكوز شو او له خپل رب نه يې د بري سوال وكړ، ويې ويل: ‏(‏اللّهم أنزل نصرك‏)‏‏.‏ يا ربه! برى راكړې، نصرت را په برخه كړې!

مسلمانان بيرته راګرځي

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خپل تره عباس (رضي الله عنه) ته چې ښه لوړ غږ يې درلود امر وكړ چې خلكو ته چيغه وكړي. عباس (رضي الله عنه) وايي: ما په لوړ آواز غږ وكړ: چيرته دي د بيعة الرضوان ياران؟ وايي: ددې آواز په اوريده سره هغوى داسې را تاو شول او دومره په بيړه راغلل لكه چې غوا پخپل خوسي پسې ورځي، ټولو وويل: لبيك، لبيك١. ځينو به كوشش كاوه چې د خپل اوښ مخه راواړوي خو نه به يې شواى كولى، نو له اوښ نه به راكوزيده، هغه به يې پريښود، له خپلې زغرې او تورې سره به د آواز په لور راته، پدې ترتيب سره تقريبا سل تنه راټول شول او په دښمن يې ورودانګل.

بيايې انصارو ته بلنه وركړه، غږ يې وكړ اې انصارو! اې انصارو! بيا يې يوه يوه قبيله يادوله پدې ترتيب سره خبره بني حارث بن خزرج ته ورسيده.

مسلمانان ټول يو په بل پسې راتلل، ټول ګروپ ګروپ بيرته د جګړې ميدان ته راغلل، سخته جګړه پيل شوه، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) چې د جګړې حالت وليد ويې فرمايل:

(‏الآن حَمِي الوَطِيسُ‏)‏‏ اوس د جګړې تنور ګرم شو.

بيا يې يو موټى خاورې واخيستلې او د مشركانو پر مخونو يې وروشيندلې او ويې فرمايل (شاهت الوجوه) [بد دې وي دا مخونه.] دا خاورې د مشركينو په سترګو كې ولويدلې د ټولو سترګې ډكې شوې او په همدې ډول ورو ورو د كفر په لښكر كې ماتې ګډه شوه او د مقابلې توان يې له لاسه وركړ.

د دښمن ماتې

د همدې يو موټي خاورو له شيندلو نه لږ وروسته په دښمنانو كې ماتې ګډه شوه، يوازې له ثقيف قبيلې نه 70 تنه ووژل شول. مسلمانانو د هغوى مال، وسله، اهل اولاد ټول غنيمت كړل.

دې حالت ته الله تعالى داسې اشاره فرمايي:

((لَقَدْ نَصَرَكُمْ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَؤمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئاً وَضَاقَتْ عَلَيْكُمْ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُمْ مُدْبِرِينَ (25) ثُمَّ أَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُوداً لَمْ تَرَؤهَا وَعَذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَذَلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ)) (التوبۍ: 25 – 26)

[الله تعالى له تاسې سره په ډيرو ځايونو كې مدد كړيدى، او خصوصا د حنين په ورځ چې غره كړى تاسې ډيروالي ستاسې، دغه ډيروالي ستاسې هيڅ درد دوا نه كړ، له ويرې نه دا ارته ځمكه درباندې تنګه شوه، بيا مو شا كړه دښمن ته بيا الله خپل تسكين نازل كړ پر رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) او مؤمنانو باندې، او داسې لښكرې يې راوليږلې چې نه وې ليدلې تاسې او كافرانو ته يې عذاب او جزا وركړه، د كافرانو سزا همدا ده.]

مسلمانان په دښمنانو پسې

دښمن ماتې وخوړه،ځينې يې طائف، نور يې نخله او يوه ډله يې اوطاس ته وتښتيدل. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ابو عامر اشعري د يوه ګروپ په مشرۍ اوطاس ته وليږه. هلته څه كمه جګړه وشوه مشركينو بيا ماتې وخوړه، خو ابو عامر (رضي الله عنه) هم په شهادت ورسيد.

د سپرو مسلمانانو يو بل ګروپ په هغو مشركينو پسې ورغى چې نخلې ته تښتيدلي وو. هلته ربيعه بن رفيع هغه زوړ دريد بن صمه وواژه. زيات شمير مشركان طائف ته وتښتيدل چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د غنيمتونو له ټولولو وروسته هلته ورپسې ورغى.

غنيمتونه يا ولجې

ددې غزا ولجې ډيرې زياتې وې، پدې ولجو كې 6000 اسيرانې (وينځې) 24000 اوښان، له څلويښت زرو نه زيات پسونه، 4000 اوقيه نقره يا سپين زر( اوقيه هغه وخت د زرو د اندازې يو مقياس ؤ چې تقريبا له 7 مثقالو سره برابره ده) چې ټول 160 زره درهم كيدل. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) امر وكړ چې ټول غنيمتونه په جعرانه كې راټول شي، مسعود بن عمرو غفاري ته يې وظيفه وركړه چې د هغې ساتنه وكړي، او د طائف له غزا نه مخكې يې د ويشلو حكم نه وكړى.
د اسيرو ښځو په ډله كې شيماء بنت حارث السعديه چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) رضاعي خور كيدله هم وه كله چې هغه راوستل شوه، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خپل چادر ورته وغواړاوه، شيماء ورباندې كيناستله، نيكي يې ورسره وكړه او خپل قوم ته يې وليږله.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د